افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

د سړي تښتونو له امله پانگونو کې څلوېښت سلنه کموالی راغلی

د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی

افغانستان کې د ناامنيو او سړي تښتونو له امله د پانگوالو په شمېر کې پاموړ کموالی راغلی دی.

 د افغانستان د سوداگرۍ خونې مسوولين وايي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې افغانستان کې د سړي تښتولو پېښې زياتې شوي، چې له امله يې په پانگونې کې څلوېښت سلنه کموالی راغلی دی.

تېره ورځ هم په مزار شريف کې يو سوداگر د نامعلومو وسله‌والو له لوري وژل شوی و.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي: «په سلو کې څلوېښت سلنه پانگوالۍ کې کمښت راغلی او تر ټولو ستر لامل يې د ناامنۍ سربېره د غلو له لوري د سوداگرو تښتول دي.»

سوداگر دا هم وايي، چې حکومت يې په امنيت ساتلو کې پاتې راغلی او دوی اړ دي، چې له تښتوونکو سره په خپله اړيکې ونيسي او تښتول شوي کسان ترې د تاوان په بدل کې راخوشې کړي.

د همدر حسام په نوم يو سوداگر وايي، چې يوه مياشت وړاندې يې د کورنۍ يو غړی د تښتونکو له منگولو په تېښته بریالی شوی و او دوی اړ شول، چې هېواد پرېږدي او د ترکيې په استانبول کې ژوند غوره کړي.

د سوداگرۍ خونې مسوولين وايي، چې د ناامنيو او سړي تښتوونکو له امله ډېری پانگوال ځانونه اړ بولي، چې هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو کې خوندي وکړي.

خان جان الکوزي رسنيو ته ويلي، چې حکومت د امنيتي سکټور ماليې له اندازې ډېرې لوړې کړي، خو په مقابل کې يې بيا د سوداگرو او پانگوالو په ژغورلو کې پاتې دی.

خو د کورنيو چارو وزارت د سوداگرۍ خونې د اندېښنو په ځواب کې ژمنه کړې، چې د سوداگرو خونديتوب به یقيني کړي.

 د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش وايي، له سوداگرۍ خونې سره په گډه پر داسې کړنلارې کار کوي، چې د پانگوالو خونديتوب یقيني، د سوداگرو او پانگوالو اندېښنې له منځه يوسي او په هېواد کې د ناامنيو او سړي تښتونو مخنيوی وشي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون