سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

«واشنگټن به په لنډ وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر په اړه پرېکړه وکړي»

د امريکا دفاع وزير جيمز مټیس

د امریکا دفاع وزیر جيمز مټیس ویلي، چې واشن گټن به په لنډ وخت کې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر د تړلو يا پرانيستو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

مټیس دا هم وويل، چې د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هڅه کوي، چې پوه شي د قطر سیاسي دفتر اوس هم د طالبانو استازولي کولای شي که نه.

مټیس د پوښتنې په دود ویلي، چې واشنگټن باید پوه شي، چې په دغه دفتر کې وړ خلک شته که نه او زیاتوي، چې دوښمن «طالبان» د پرله‌پسې فشارونو لاندې دی، د دوی عام وسله‌وال او مشران له ستونزو او زیانونو سره مخ دي.

د امریکا دفاع وزیر وایي، چې د طالب مشرانو او عامو وسله‌والو مرگ ژوبله د امریکا لپاره شین څراغ او د خوښۍ خبره ده او د پوځي زیانونو سربېره دغه مرگ ژوبله د طالبانو په سياسي مورال هم ناوړه اغېز کوي.

جیمز مټیس ويلي، چې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر په اړه د بهرنیو چارو له وزیر ټیلرسن سره خبرې روانې دي او له تېرو لسو ورځو راهیسې په دې بحثونه روان دي، چې د طالبانو له سیاسي دفتر سره باید څه ډول چلند وشي، خو واشن گټن ځينو باوري معلوماتو ته اړتيا لري، چې د کره معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته به يې په اړه پرېکړه وشي.

امریکایي چارواکو وروسته تر هغه د طالبانو د سیاسي دفتر د تړلو په اړه خبرې پیل کړي، چې ولسمشر اشرف غني د مل گرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډې کې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ترمپ سره له لیدو وروسته ځينو رسنيو وويل، چې دواړو مشرانو د طالبانو د سیاسي دفتر د تړلو په اړه سلامشورې پيل کړي دي.

د سیاسي دفتر د تړلو په اړه تر اوسه امریکایي چارواکي هم يوه خوله نه دي او نه هم په دې اړه وروستۍ پرېکړه شوې ده.

ارگ د طالبانو د دفتر تړلو په اړه د برتانوي « گارډین» ورځپاڼې خبر رد کړی، خو د اجراییه ریاست وياند جاوید فیصل رسنیو ته ويلي، هغه ادارې بايد بندې شي، چې د سولې لپاره ترې کار نه اخیستل کېږي.

د سیاسي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي، چې امریکا او افغان حکومت غواړي له دې لارې پر طالبانو فشار زیات کړي او دا يوه وړ لاره بولي.

خو د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند وایي، که د قطر دفتر تړلو پرېکړه کېږي، نو ورسره بايد د سولې عالي شورا دفتر هم وتړل شي او په وينا يې د سولې عالي شورا دفتر هم په تېرو اوو اتو کلونو کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري او «د سیاسي مخالفينو د کرارولو او سیاسي رشوت په تو گه کارول کېږي.»

ډاکټر ځلاند دا هم ويلي، چې طالبان د روسيې په  گډون له  گڼو هېوادونو سره اړيکې لري او که د دوی سیاسي دفتر وتړل شي، نو طالبان به نورو هېوادونو ته ولاړ شي او د سولې دغه نېم گړې دريڅه به هم وتړل شي.

قطر هم ویلي، چې د امریکا له غوښتنې وروسته به د طالبانو سیاسي دفتر وتړي.

د قطر حکومت د بهرنیو اړيو مسوول شیخ سیف بن احمد آل ثاني وال سټريټ ژورنال ته ويلي، چې قطر په سيمې کې د متحده ایالتونو قوي متحد دی او که امریکا وغواړي دوی به دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر وتړي.

د طالبانو غبر گون

طالبانو ويلي، چې دوی د خپلو استازو په مرسته هڅه کړې، چې د افغانستان کړکېچ له سیاسي لارې اوار کړي، خو تور پورې کوي، چې امریکا او افغان حکومت د روان کړکېچ سوله‌ییز اواری نه غواړي.

طالبانو  گواښ کړی، که د سیاسي هڅو لارې وتړل شي، دوی به خپلو ج گړو ته زور ورکړي او د ج گړې د اوږدېدو او د ناوړه پايلو پړه به هم د امریکا پر غاړه وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون