سلايډ (فيچر) سياست

د امریکا له برید شپاړس کاله وروسته افغانستان څه بایللي او تر لاسه کړي؟

له نن نه شپاړس کاله وړاندې د اکټوبر پر اوومه امریکا د ترهگرۍ ځپلو په نامه پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو واکمني یې نسکوره کړه.

نسبي ډيموکراسي، د نږدې درې نیم لکه امنیتي سرتیرو لرل، د پوهنې وده، روغتیايي او مخابراتي خدمتونه، د بیان ازادي، له نورې نړۍ سره اړیکې، د اقتصادي حالت نسبي پرمختگ او د ښځو حقونه نړیوال او افغان حکومت د تېرو شپاړسو کلونو لویې لاسته راړونې بولي.

خو د سیاسي او پوځي چارو شنونکي وايي، هغه بیه چې افغانانو د دغو لاسته راوړنو لپاره ورکړې؛ خورا زیاته او لاسته راوړنې محدودې او بیا لنډمهاله دي.

پوځي کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت وايي، په شپاړسو کلونو کې نه امریکا ترهگر مات کړل او نه یې افغانستان د با ثباته نظام خاوند کړ.

هغه نړۍ‌نیوز ته وویل، هر هغه شعار چې په تېرو شپاړسو کلونو کې امریکا او ملاتړو یې زم زمه کړی بیرته ناکام شوی دی.

د طاقت په وینا په افغانستان کې نه یوازې دا چې ترهگرې ډلې ونه ځپل شوې، بلکې لا زیاتې شوې، د مخدره توکو تولید څو چنده او ناامني د ارگ تر دیوالونو رسېدلې ده.

جنرال طاقت همداراز زیاتوي: «د هغو لاسته راوړنو په بدل کې چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه یې یادوي افغانانو یوه لویه بیه ورکړې، زموږ لکونه ملکیان وژل شوي او ټپيان دي، میلونونو وگړي مو بې ځایه یا کډوال شوي، زیربناوې مو زیانمنې شوي، موږ د سیمې هېوادونو ته گواښ شوي یو او لویه او پردۍ جگړه زموږ کور ته راغلې.»

دی وايي، د دې ټولو کړنو مسوولیت د امریکا پر غاړه دی او افغان حکومت باید په نړیوالو بنسټونو کې له امریکا د خپل هېواد د ویجاړۍ تاوان وغواړي.

د هغه په باور که افغان حکومت د اوس په څېر یوازې د بهرنیانو شعارونه زم زمه کوي لا نور به کاواکه او لړزاند شي.

عبدالواحد طاقت د افغان امنیتي ځواکونو شمېر ته په اشارې وایي، چې پولیس او پوځ یوازې د قراردادیانو په بڼه ساتل شوي او د روحیې او انگیزې لپاره یې هم سالمې تگلارې نشته.

سیاسي کارپوه وحید مژده هم په دې باور دی، چې په افغانستان کې د تېرو شپاړسو کلونو بریالیتوبونه تر ناکامیو لږ دي.

هغه نړۍ‌نیوز ته وویل: «تاسو چې په کابل او ولایتونو کې لوړپوړیزې ودانۍ گورۍ دا لویه برخه یې د هغو افغانانو پانگونه ده چې له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته راغلي، دوی د امریکا د ژمنو پر بنسټ دلته پانگونه وکړه؛ خو له واقعي حالته نه و خبر.»

د مژده په وینا له سیاسي پلوه هم افغانستان په لویه کې کومه لاسته راوړنه نه لري، او هر هغه نړیواله ناسته چې د افغانستان په اړه کیږي څو کاله وروسته روښانه کیږي چې تر مثبتو ټکو یې منفي زیات دي.

نوموړی همداراز په افغانستان کې د شلو ترهگرو ډلو فعالیت یادوي او په وینا یې کله چې شپاړس کاله وړاندې امریکا پر افغانستان برید کاوه په افغانستان کې یوازې القاعده ډله وه او اوس د دوی د اعتراف پر بنسټ شل ترهگرې ډلې رامنځ ته شوي دي.

اقتصادي کارپوه صمد اوریا د افغانستان اقتصاد په تېرو شپاړسو کلونو کې مصنوعي یا خیالي و، ځکه د امریکا له برید شپاړس کاله وروسته هم افغانستان داسې بنسټیزه عایداتي سرچینه نه لري چې ځان ترې تمویل کړي.

نوموړي نړۍ‌نیوز ته وویل: «که موږ د افغانستان اقتصادي پرمختگ له هغو هېوادونو سره پرتله کړو، چې هلته دروغ نه دي ویل شوي، بیا موږ محاسبه کولی شو، چې افغانستان پرمختگ کړی که شاتگ!.»

دی وايي، افغانستان نن هم د بهرنیو مرستو ته اړ دی، له گاونډیو سره د ترانزیټ پر سر ستونزې لري، خپلواکې عایداتي سرچینې نه لري، د وگړو نږدې ۳۵ سلنه یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، ۲ میلونه ځوانان يې وزگار او میلونونه اتباع یې کډوال یا بې ځایه شوي دي.

خو افغان حکومت بیا وايي، شپاړس کاله وړاندې د افغانستان ډیرې برخې په کنډواله بدلې شوې وې، چې بیرته رغول شوي او افغانستان د نړۍ له هېوادونو سره د یوه سیال په توگه چلند پیل کړی.

د ارگ یوه ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي، له مخابراتي او روغتیايي خدمتونو نیولې، تر پوهنې، لویو لارو، سیاسي او اقتصادي پرمختگ، د بیان ازادۍ، د ډیموکراسۍ حاکمیت او لسگونه نورې بیلگې شته چې افغانستان په شپاړسو کلونو کې تر لاسه کړې دي.

دې ورته د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، افغانستان په شپاړسو کلونو کې د منظم پوځ او امنیتي ځواکونو خاوند شوی او دغه ځواکونه هره ورځ لا په نویو وسلو او امکاناتو تجهیزیږي.

وزیري نړۍ نیوز ته وویل : «که تاسو د لاسته راړونې او بایللو خبره کوئ، نو ځواب واضح دی، زموږ امنیتي ځواکونو د خپلو وینو په بیه افغانستان له دې وژغورلو چې یو ځل بیا د ترهگرو مرکز شي.»

د هغه په وینا نن افغانستان نه؛ بلکې پاکستان د ترهگرو ځاله دی او نړۍ هم په دې ټکی اعتراف کړی.

خو یوه بله لویه مسئله چې ځېنې وکیلان او شنونکي یې یادوي داده چې افغانستان په تېرو شپاړسو کلونو کې ورځ تر بلې د نیابتې جگړې پر ډگر د بدلیدو لپاره گامونه اخلي.

د امریکا او روسیې جگړه، د هند او پاکستان جگړه، د سعودي او ایران جگړه او دې ورته بېلگې شته چې په افغانستان کې یې نښې هره ورځ لیدل کیږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون