افغانستان سلايډ (فيچر)

مسوولین: د طالبانو مشر هلمند ته سفر نه دی کړی

د هلمند د امنیتي او ملکي چارو مسوولین وايي، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده هلمند ته سفر نه دی کړی او په دې تړاو یې هغه خبرې ناسمې وبللې، چې څو ورځې وړاندې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق کړې وې.

جنرال رازق څو ورځې وړاندې په کندهار کې خبریالانو ته وویل، چې د طالبانو مشر په دې وروستیو کې له کویټې د هلمند موسی کلا ته تللی او هلته یې خپل قوماندانان لیدلي دي.

د هلمند امنیه قوماندان عبدالغفار ساپي د هلمند له نورو ملکي مسوولینو سره یوې گډې خبري ناستې ته وویل، طالبان په هغه حالت کې نه دي چې مشر یې هلمند ته سفر وکړای شي.

د هغه په وینا یو شمېر کړۍ چې په دې اړه څرگندونې کوي د دښمن لپاره تبلیغ کوي او غواړي د طالبانو له منځه تللې روحیه بېرته را ژوندی کړي.

لښکرگاه کې دغې خبري ناستې ته ساپي همداراز وویل، طالبانو په هلمند کې سخته ماتې خوړلې، نو څنگه به یې مشر په داسې حالت کې دغه ولایت ته سفر وکړای شي؟

د هلمند مرستیال والي سردار محمد همدرد وویل، د هلمند استخباراتي او کشفي ارگانونو داسې راپور نه دی تر لاسه کړی، چې گواکي ملا هبت الله دې هلمند ته راغلی وي.

مرستیال والي وویل، هلمند ته د طالبانو د مشر د راتگ خبره هغه کسان کوي، چې غواړي طالبانو ته روحیه ورکړي او تر منځ د پیدا شویو اختلافاتو مخه پکې ونیسي.

د هلمند ولایتي شورا رییس کریم اتل دغې خبري ناستې ته وویل، پاکستان چې کله د نړیوالو تر فشار لاندې راغی نو اوس یې هڅه داده چې د طالبانو د ملاتړ تور له ځانه لرې او دغه ډول بې بنسټه گنگوسې خپرې کړي.

د هغه په وینا ملا هبت الله اوس هم په کویټه یا د پاکستان په کوم بل خوندي ځای کې دی او هلمند ته یې کوم سفر نه دی کړی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې ایا مشر یې ریښتیا هم هلمند ته تللی او کنه؛ خو ویلي یې دي چې ددوی مشر په افغانستان کې دی او وخت ناوخت له خپلو قوماندانانو سره گوري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • او که تللی وی دوی بیا څه کولای شوی همدا اوس د هلمند د مرکز حوزه د طالبانو په لاس کی دی ملا هیبت الله خو هم د نورو طالبانو غوندی یو فرد دی اوس عملاً اکثره ټول هلمند د طالبانو په لاس کی دی خو دوی بیا په ډیره بیشرمی دا خبره ردوی چی ملاهیبت الله ندی راغلی

وروستي

زېرمتون