سلايډ (فيچر) نړيوالې

وال سټریټ ژورنال: د تهران او مسکو د اړیکو ترینگلتیا احتمالونه

نړۍ خبر (سې شنبه، ۲۳ اگست ۲۰۱۶)

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ويلي، چې د روسيې هوايي ځواکونو له لوري د ايران «همدان هوايي ډگر» د کارولو او ايراني دفاع وزير له لوري پر مسکو د تبليغاتو خپرولو د تور له امله د دواړو هېوادونو اړيکې مخ پر خرابېدو دي.

وړمه ورځ روسي چارواکو ويلي وو، چې سوريه کې یې د بمبارۍ لپاره د ايران همدان پوځي هوايي ډگر کاروي.

د ايران دفاع وزير، جنرال حسين دهقان پر روسي چارواکو تور پورې کړی، چې دا ډول څرگندونې له نړيوال قانون سره په «ټکر» کې دي او روسيه غواړي، چې له دې لارې ايران په سيمه او نړۍ کې «بدنام» کړي او هڅه کوي، چې نړيوالو ته وښيي، چې روسيه د سيمې او نړۍ په کچه يو مخور هېواد دی.

جنرال دهقان ادعا کوي چې د روسي ځواکونو له لوري د همدان هوايي ډگر کارول د کوم رسمي تړون له مخې نه دي ترسره شوي.

د ايران اندېښنې

د ایران د پارلمان د مشر، علي لاريجاني په ګډون يو شمېر ايراني چارواکو د دفاع وزير په څرگندونو اندېښنه څرگنده کړې ده.

همداراز د ايران بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي هم رسنيو ته ویلي، چې د روسي پوځيانو له لوري د ايراني خاورې او هوايي ډگر د کارولو موده پای ته رسېدلې «دوی د يوې ځانگړې موخې لپاره د همدان هوايي ډگر وکاراو او اوس يې خپل ماموريت پای ته رسولی دی.»

ورځپاڼه زياتوي، چې د روسيې دفاع وزارت تر اوسه د ايراني چارواکو د څرگندونو په اړه غبرگون نه دی ښودلی.

روسيه وايي، چې د دوی ځواکونه به د همدان هوايي ډگر د ايران په خوښه د ترهگرۍ ضد جگړې لپاره کاروي او تر څو، چې په سيمه او په ځانگړې توگه سوريه کې حالات ترينگلي وي، روسي پوځيان به د همدان هوايي ډگر کاروي.

راپور کې راغلي، چې له ۱۹۷۹ راهيسې، چې په ایران کې د خمیني په مشرۍ اسلامي انقلاب راغلی، دا لومړی ځل دی، چې ايران بهرني هېواد ته د خپلو پوځي اډو د کارولو اجازه ورکوي.

وال سټريټ ژورنال «د گواښونو او ستونزو د څېړنيز مرکز» د مشر څېړونکي کليف کوبشان له قوله ليکلي، په لنډ وخت کې، چې د ايران او روسيې ترمنځ کوم ايتلاف روان دی «دغه تړون په سمه توگه نه دی څېړل شوی او د دواړو هېوادونو گټې په کې په څرگندو ټکو نه دي تضمين شوي.»

کوبشان زياتوي، چې د مسکو له لوري د ايراني هوايي ډگر کارول د روسي رسنيو له لارې اعلانول، د ايران داخلي سياسي کړيو ته «د زغم وړ نه دي.»

کوبشان وايي، چې تهران او مسکو دواړه په سوريه کې د سني وسله‌والو پر ضد په گډه جگړه کوي او دواړه هېوادونه غواړي، چې د سوريې ولسمشر بشاراسد دې په واک کې پاتې وي، نو دغه وخت کې بايد دواړه هېوادونه د يو بل گټې داسې په پام کې وساتي، چې هېڅ لوري ته په کې زيان ونه رسيږي.

د وال سټريټ ژورنال د راپور په پای کې راغلي، ايرانی ولس هېڅکله دا نه شي زغملی، چې په څرگنده دې څوک د دوی په هېواد کې لاسوهنه وکړي او دا شعور له هغه وخته په ايران کې څرگند دی، چې د تېرې پېړۍ په پيل کې روسيې او برتانيې د خپلو گټو لپاره ايران کې مداخله وکړه او په ۱۹۵۳م کې، چې امريکايي استخباراتو د ايران د پخواني لومړي وزير محمد مصدق پر ضد د کودتا دسيسه جوړه کړې وه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون