امنيت سلايډ (فيچر)

د سرتیرو ډله‌ییزه وژنه د امنیتي ځواکونوروحیه له منځه وړي

په تېرو شپاړسو کلونو کې لسگونه ځله افغان سرتیري په ډله‌ییزه بڼه وژل شوي؛ خو د ملي یووالي حکومت د عمر پر مهال دا کچه تر پخوا لوړه او په هره میاشت کې یو ځل تکرار شوه.

د پوځي او سیاسي چارو ځينې شنونکي وايي، د سرتیرو ډله‌ییزې وژنې افغان ځواکونه د بشري قوې له کمښت سره مخ کړي او د هغوی روحیه له منځه وړي.

ولسمشر غني لا یو کال وړاندې د افغان پوځ لیکو ته د جلب او جذب کچه اووه سلنه لوړه کړه؛ خو بیا هم د ځېنو رسنیو موندنې ښيي، چې افغان ځواکونه د بشري ځواک له کمښت سره په مخ کېدو دي.

پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وایي، د سرتېرو ډله‌‌ییزه وژنه د امنیتي ځواکونو په لیکو کې روحیه له منځه وړي او دا کار د سیمو د سقوط لامل کیږي.

نوموړي نړۍ‌نیوز ته وویل، کله چې په کندهار کې په یوه مرکز کې تر ۵۰ زیات سرتیري وژل کیږي، دا په هلمند، فاریاب، اروزگان او نورو هغو ولایتونو کې چې جگړه په کې ده  د سرتیرو روحیه له منځه وړي.

د امرخیل په وینا همدا کار د دې لامل کیږي چې په ځېنو سیمو کې افغان ځواکونو له ډیر کم مقاومت وروسته سیمې پریږدي او خپل وسایل هم مخالفینو ته تسلیموي.

هغه وايي: «مخالفینو اوس د افغان ځواکونو د کمزورۍ ټکی پيدا کړی، وسایل یې ونیسي، بیا یې بیرته پر دوی استعمالوي، یوه ځای ډله‌ییزه وژنه وکړي نورو سیمو کې سرتیري له مقاومت پرته سیمې پریږدي.»

په تېر یوه کال کې د افغان امنیتي ځواکونو په ځانگړي ډول د پوځیانو د ډله‌ییزو وژنې گڼې پېښې رامنځ ته شوې، چې ځېنې یې دلته یادوو:

په کابل کې پر سردار محمد داووخان روغتون برید کې ۱۴۵ پوځيان ووژل شول.

بلخ کې پر شاهین قول اردو د برید پر مهال تر ۱۵۰ ډير سرتیري ووژل شول.

د بدخشان په یمگان او وردوج کې په یوه ورځ په جومات او قرارگاه کې ایسار تر ۸۰ ډير سرتیري ووژل شول.

د هلمند په سنگین او نادعلي کې په دریو ورځو کې تر ۶۰ ډیر پوځیان ووژل شول.

د کندهار په خاکریز کې په یوه پوځي کمپ د برید پر مهال ۳۷ پوځيان ووژل شول.

د اروزگان په چوره کې په یوه ورځ ۲۵ سرتیري ووژل شول.

او بیا د وروستیو دریو ورځو کې په پکتیا کې ۵۴، اندړو کې د ۳۱ او د کندهار په میوند کې د ۴۳ سرتیرو وژل کېدل د یادونې وړ دي.

دې ته ورته په کندوز ولایت کې هم څو ځله په په ډله‌ییزه توگه د افغان سرتیرو د وژل کېدو خبرونه خپاره شوي دي.

په کابل کې د سردارمحمد داووخان روغتون یوې سرچینې نړۍ نیوز ته ویلي، چې هره ورځ دغه روغتون ته په منځني ډول د ۲۰ سرتیرو مړي او د ۱۰ ټپيان راوړل کیږي.

نیویارک ټایمز ورځېاڼې څو میاشتې وړاندې لیکلي و، چې د مرگ ژوبلې د زیاتوالي او د افغان ځواکونو له لیکو د سرتیرو د تېښې له امله افغان ځواکونه د بشري ځواک له کمښت سره مخ دي.

پوځي کارپوه محسن اختیار وايي، که په افغان ځواکونو کې دا روحیه خپریږي، چې د بشري ځواک کمښت را روان دی د سرتیرو روحیه به نوره هم کمزورې شي، نو ځکه اړتیا ده چې حکومت او امنیتي ادارې د سرتیرو د روحیې لپاره بیړني او عاجل اقدامات وکړي.

نوموړي نړۍ نیوز ته وویل، مکافات باید دود شي، مسوولین د جگړې لومړیو کرښو ته ورشي، د معاشونو او نورو امتیازاتو کچه هم باید سرتیرو ته لوړه شي.

اختیار وايي، حکومت باید د هغه ملکي مامورینو زرگونه ډالر معاش چې په کابل کې په سړو خونو کې ناست دي، راکم او هغه سرتیرو ته ور زیات کړي، چې د جگړې په کرښه کې قرباني ورکوي.

دی وایي، یوه بله غلطه تگلاره چې حکومت یې کاروي دا ده هغه سرتیري چې جگړه کوي له هغو سرتیرو سره هیڅ تفاوت نه لري، چې په پلازمېنه یا لویو ښارونو کې په ارامۍ دندې ترسره کوي.

اخیتار وايي: «دا باید توپیر ولري، هغه سرتیری چې د خاورې او خلکو د ساتنې لپاره سر په لاس کې اخلي او له دښمن سره جگړه کوي باید له هغه سرتیري یې امتیاز زیات وي، چې یخ ارکنډیشن ته ناست وي.»

ملي دفاع وزارت بیا وايي، چې د افغان ځواکونو روحیه تر پخوا لوړه شوې او له همدې امله دښمن په ډيرو سیمو کې ماته خوړلې ده.

د یاد وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نړۍ نیوز ته وویل، افغان ځواکونو د نړۍ په استازیتوب له ترهگرۍ سره جگړه کوي او په دې جگړه کې بریالي دي.

هغه وايي، که د افغان ځواکونو د سرښندنو پېښو په ځېنو مواردو کې نړۍ حیرانه کړې او یوازې د احساس له مخې له دښمن سره جگړه کوي.

د وزیري په وینا افغان ځانگړي ځواکونه یوه ښه بېلگه ده چې هغوی په لوړه روحیه او له کومې ویرې پرته د افغانستان په هر گوټ کې عملیات ترسره کوي.

سیاسي کارپوه غلام جیلاني ځواک بیا په دې باور دی، چې د امریکا له نوې تگلارې وروسته د افغان ځواکونو د مرگ ژوبلې کچه لا لوړه شوې ده.

هغه وايي، د ټرمپ په نوې تگلاره کې د سولې پر ځای پر جگړه تمرکز شوی نو ځکه د افغان ځواکونو د مرگ ژوبلې کچه هم په لوړېده ده.

ځېنې نور شنونکي بیا د امنیتي سرتیرو په لیکو کې فساد او د مدیریت کمزوری د افغان ځواکونو د مرگ ژوبلې او ډلییزې وژنو د زیاتېدو لامل بولي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون