امنيت سلايډ (فيچر)

د امریکا د تگلارې بشپړ پلي کېدل به ناامني نوره هم پراخه کړي

د افغانستان او سویلي اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې تگلارې د اعلان لا میاشت نه وه پوره، چې په افغانستان کې د ناامنۍ څپې زور واخیست او د امنیتي ځواکونو مرگ ژوبله هم تر بل هر وخت لوړه شوه.

د سیاسي او پوځي چارو شنونکي وايي، پر جگړې متمرکزه دغه تگلاره چې د بشپړ پلې کېدو کچې ته رسیږي په افغانستان کې به ناامنۍ گراف هم ورسره لوړ شي.

د تگلارې له اعلان وروسته په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو خپل هوايي بریدونه د ټرمپ په امر څو چنده زیات کړل، چې د ننگرهار او کونړ په څېر ولایتونو کې یې ملکیانو او د هلمند په څېر ولایتونو کې افغان ځواکونو ته مرگ ژوبله واړوله.

سیاسي کارپوه غلام جیلاني ځواک وایي، د امریکا نوې تگلاره د جگړې غځولو او دوام تگلاره ده او هر څومره چې نویو مرحلو ته ننوځي د ناامنۍ گراف به هم ورسره لوړیږي.

هغه وايي، په هېواد کې د ناامنۍ وروستۍ څپې هم د امریکا د تگلارې غبرگون دی، او څومره چې ټینگار پر جگړه کیږي په همغه کچه به د سولې واټن هم لرې کیږی.

د ځواک په باور د امریکا موخه داده چې پر طالبانو فشار زیات کړي او یوه برخه یې له داعش سره یو ځای کړي تر څو دوی پرې خپلو سیمه‌ییزو موخو ته ورسیږي، چې په غبرگون کې یې طالبان هم هڅه کوي ځانونه بریالي وښيي.

دی همداراز زیاتوي، د سولې خبرې چې د افغان کړکیچ تر ټولو معقوله حل لاره ده د امریکا په تگلاره کې ځای نه لري نو په همدې دلیل به ناامني د یادې تگلارې له پلي کېدو سره نوره هم زیاتیږي.

پوځي کارپوه جنرال زلمی وردگ وايي، له روانو حالاتو ښکاري، چې تر دې وروسته به د جگړې بیه یوازې افغانان ورکوي او گټه به یې نورو ته رسیږي.

هغه نړۍ نیوز ته وویل، له تېرو څو میاشتو راهیسې د جگړې بڼه په بشپړ ډول بدله شوې، بریدونو تغیر کړی او د امنیتي ځواکونو د مرگ ژوبلې شمېر تر بل هر وخت لوړ شوی دی.

د وردگ په باور د امریکا نوې تگلاره افغانستان ته امنیت نه شي راوستلی او یوازې افغان حل د روانې جگړې د پای ته رسولو لپاره معقوله لاره کیدای شي.

د افغانستان د سیمه‌ییزو مطالعاتو دفتر مشر عبدالباقي امین بیا وايي، افغان حکومت په پټو سترگو د امریکا د نوې تگلارې هر کلی وکړ او ولسمشر غني یوازې دې ته خوشحاله و، چې پر پاکستان فشار زیاتیږي.

هغه له یوې رسنۍ سره په مرکه کې دا هم ویلي، چې ولسمشر غني په پټو سترگو د داسې تگلارې هر کلی وکړ، چې د افغانانو د سرونو په بیه به د نورو گټې خوندي کوي.

د وروستۍ یوې اونۍ د ناامنیو په پېښو کې په پکتیا، فراه، غزني، وردگو، کابل او غور ولایتونو کې تر ۳۰۰ زیات ملکي او پوځي افغانان وژل شوي دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم پنځه میاشتې وړاندې په یوه لیکنه کې ویلي و، چې افغانستان هغه مرحلې ته رسیدلی، چې نورو هېوادونو ته ترې ترهگر صادر شي.

هغه همداراز ویلي، چې تر دې وروسته به امریکایان او نور بهرنیان په خپلو اډو کې ناست وي او د جگړې قربانيان به له دواړو لورو افغانان وي.

اوس د همدې تحلیل د صدق خبره کیږي او پخواني ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون د نه لاسلیک لپاره هم همدا شرط وړاندې کاوه چې باید د تړون په لاسلیک سره د افغانستان ثبات یقیني شي.

سیاسي کارپوه عبدالولي وهاب وایي، افغانستان له کلونو راهیسې د نیابتي جگړې ډگر و؛ خو کله چې امریکا خپله نوې تگلاره د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره گډه کړه دا جگړه نوره هم پياوړې شوه.

هغه نړۍ نیوز ته وویل، افغان حکومت ته په پکار وه چې لومړی یې د امریکا نوې تگلاره مطالعه کړې وای، تر اعلان وړاندې یې باید خپل نظریات له امریکا سره شریک کړي وای؛ خو امریکا افغان چارواکو ته هیڅ ارزښت ورنه کړ او دوی خیالي ډول ته نڅا پيل کړه.

وهاب وایي، د امریکا نوې تگلاره دې ته زمینه برابروي، چې افغانستان د ترهگرو مرکز شي.

د ده په باور پر پاکستان د فشارونو خبرې هم د افغانانو د تېر ایستلو لپاره وې او د پردې تر شا امریکا او پاکستان د افغانستان په موضوع کې همغږي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن څلور ورځې وړاندې خبریالانو ته وویل، دوی به تر هغو له طالبانو سره جگړه کوي تر څو د هغوی ذهنیت نه وي تغیر شوی، چې دا خبره په خپله د دې مانا لري، چې په افغانستان کې به جگړه دوام کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون