نړيوالې

ډيلي کالر: افغانستان کې د اوباما پاليسي په ارامه خپله ماتې منل دي

«افغانستان کې د اوباما پاليسي دا ده، چې دغه هېواد کې خپلې موخې په ارامه له لاسه ورکړي او خپله ماتې ومني.»

نړۍ نیوز – ۱۸ اکټوبر ۲۰۱۶

 د طالبانو د وروستيو بريدونو او پرمختگونو په اړه د امريکا «ډيلي کالر ډاټ کام» ويب پاڼې ليکلي، چې طالبان د پنځو ولايتونو مرکزونو ته مستقيما گواښ دي او ۲۰۰۱ کې د امريکا له يرغل راهيسې تر ټولو زياتې ځمکې يې لاندې کړي دي.

ډيلي کالر ليکلي، افغانستان کې د امريکايي ولسمشر بارک اوباما سټراټيژي دا ده، چې افغان امنيتي ځواکونو ته په لږه اندازه د هوايي ځواک مرسته ورکړي، چې د اړتيا پر مهال د جگړې په ډگر کې افغانستان سره مرسته وکړي. ناټو او امريکايي ځواکونه د دې لپاره د افغان امنيتي ځواکونو روزنه کوي، چې لنډ راتلونکي کې د جگړې ټول بوج پر دغو ځواکونو واچوي.

د راپور ليکونکی ساگر انجيټ وايي: «تر ټولو لويه ستونزه دا ده، چې د افغانستان امنيتي ادارې له سخت اداري فساده ډکې دي.»

ډيلي کالر ليکلي، ۲۰۱۴ کې، چې امريکايي سرتېرو خپل پوځي ماموريت پای ته ورساو، له هغه وخته د افغان ځواکونو مرگ ژوبله په بې ساري توگه زياته شوې ده. د ۲۰۱۴ له مارچ تر اگسټ پورې ۴،۵۰۰ افغان ځواکونه وژل شوي وه. وروستي اټکلونه ښيي، چې هره ورځ لږ تر لږه اتلس افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو په بريدونو کې وژل کېږي.

ډيلي کالر د امريکا ښوونيز بنسټ د مشر څېړونکي ډاگل اوليوينټ له خولې ليکلي: «افغانستان کې د اوباما پاليسي دا ده، چې دغه هېواد کې خپلې موخې په ارامه له لاسه ورکړي او خپله ماتې ومني.» بې پرې احصايې ښيي، چې طالبان د پنځو ولايتونو مرکزونو ته جدي گواښ دي او د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره يې سلگونه ميله ځمکې لاندې کړي دي. په گڼو ځايونو کې د طالبانو جگړې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسله‌والو له لوري د امنيتي ځواکونو کلابندي امريکا او افغانستان لپاره ښه زيری نه دی.

د ډيلي کالر په وينا د طالبانو لويې لاسته راوړنې په هلمند کې دي، چې اوس د ولايت مرکز لښکرگاه کې افغان ځواکونو سره په جگړه اخته دي، په داسې حال کې چې ۲۰۱۰-۲۰۱۱ کې لس زره امريکايي او ناټو ځواکونه په دغه ولايت کې پراته وه. اوباما ۲۰۰۹ کې زرگونه پوځيان افغانستان ته د دې لپاره ولېږل، چې وسله‌وال طالبان له پښو وغورځوي، خو اوس مهال د هلمند ۸۵ سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده او اوس يې د ولايت مرکز لښکرگاه هم کلابنده کړې ده.

ويب پاڼه ليکي، چې افغان امنيتي ځواکونه د جگړې بوج پر غاړه اخلي او ناټو يوازې د سختې اړتيا پر مهال د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بريدونه کوي او دا کار د افغان ځواکونو د ناکامۍ او طالبانو د پرمختگ لامل دی.

واشنگټ پوسټ د امريکايي پوځي چارواکو له خولې ليکلي، چې د هلمند امنيتي حالات د اندېښنې وړ دي، ۲۰۱۴ راهيسې هلمند کې امريکايي سلاکاران نه شته. د راپورونو له مخې امريکايي چارواکو منلې، چې هلمند او نورو سيمو کې پېښېدونکې مرگ ژوبلې او زيانونه «به زغمي»، خو د يو کال له تېرېدو وروسته اوباما پرېکړه کړې، چې هلمند کې د وينو د تويولو د مخنيوي په موخه هلته نوي پوځي سلاکاران ولېږي.

ډيلي کالر د امريکايي چارواکو له خولې ليکلي، چې د افغانستان حالات له اټکله زيات ترينگلي دي او امريکا اوس په دغه هېواد کې «بندې کوڅې» کې ايساره ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون