امنيت سلايډ (فيچر)

په افغانستان کې د داعش ماموریت په کوم پړاو کې دی؟

له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان په ختیځ کې د داعش لومړي فعالیتونه ولیدل شول، تر هغې وروسته له زابل، هلمند او ځینو نورو ولایتونو هم د داعش د فعالیت خبرونه خپاره شول. هغه مهال چاته د منلو هم نه وه چې په عراق او سوریه کې فعال دغه نوم دې افغانستان ته هم را ولیږدي.

خو دا حقیقت په ۲۰۱۵ کې حکومت ومانه او ورسره د مبارزې لپاره یې ان د ځانگړي ځواک جوړولو شعار ورکړ، چې د دغه ځواک کوم څرک لا هم نشته.

د داعش پر ماموریت تر ټولو ډيره تبصره دا ده چې دغه ډله د ځېنو لویدیځو هېوادونو په لمسه افغانستان د منځنۍ اسیا د نا امنه کولو لپاره کاروي او غواړي افغانستان د مخ پر ودې اسیايي هېوادونو لپاره هم د یو گواښ په توگه مطرح شي.

د سیمې مهم هېوادونه لکه روسیه، چین او ایران او په کوردننه ځینې سیاستوال پر همدې باور دي چې داعش د سیمې د ناامنه کولو پراخه پروژه ده.

خو که داعش پروژه وگڼل شي دا پوښتنه ورسره مطرح کیږي، چې په افغانستان کې دغه پروژه په کوم پړاو کې ده؟

د ځېنو اټکل دادی چې داعش لا د خپل مزل پنځمه برخه هم نه ده وهلې؛ خو ورځ تر بلې د خپلې اصلي موخې په لور گامونه لنډوي.

پوځي کارپوه محسن مختار وايي، د داعش پروژې یوه سخته مرحله چې افغانستان ته یې لېږد و بشپړه شوې او د سربازگیرۍ په برخه کې هم اوس ستونزه نه لري.

ښاغلي مختار نړۍنیوز ته وویل: «اوس دا ډله حکومت مني، بهرنیان یې د یو گواښ په توگه مطرح کوي، عملي فعالیت لري، افغان او بهرني غړي لري، مرکزونه او تجهیزات لري، نو ځکه یې سخته مرحله چې لومړني تشکیلات یې دي تېره شوې ده.»

مختار وايي د ده په نظر داعش اوس د یو کمربند د رامنځ ته کولو په پړاو کې دی، چې د افغانستان ختیځ او شمالي ولایتونو په کې شامل دي.

د هغه په باور داعش به په ختیځو ولایتونو کې د زیرمتونونو جوړولو هڅه وکړي او ښايي ځېنې پاخه ځایونه یې جوړ کړي هم وي، تر څو له قبایلي سیمو سره هم وصل وي او بیا له دغه ځایه خپل تهجیزات د کونړ، نورستان او بدخشان ولایتونو ته ورسوي، چې د افغانستان ټول شمال ته لاره پيدا کولی شي.

له بغلان نه هم د داعش د فعالیت کېسې خپرې شوې او الجزیرې انگلیسي څو میاشتې وړاندې د بغلان په بورکه کې د داعش ډلې مستند انځورونه خپاره کړل.

هڅه مو کړه د بغلان له چارواکو وپوښتو چې ایا داعش په بغلان کې جدي گواښ ده او کنه؛ خو هغوی په دې اړه څه ویلو ته حاضر نه شول.

په سرپل کې بیا دغه ډله له طالبانو سره په خونړیو نښتو اوښتي او تازه هم د یاد ولایت په کوهستان او صیاد ولسوالیو کې د دواړو ډلو تر منځ کلي د جگړو په ترڅ کې لاس په لاس شوي دي.

په ولسي جرگه کې د سرپل استازی محمد حسن شریفي بلخابي په دې باور دي، چې داعش اوس په سرپل کې لومړۍ مرحلې بشپړې کړې دي.

هغه وايي، داعشیانو ان کور په کور تبلیغات وکړل او خپلو لیکو ته یې کسان جذب کړل او اوس هغه مرحلې ته رسیدلي چې سیمې ونیسي او خپل مرکزونه ولري.

خو د ځېنو شنونکو اټکل دا دی، چې په افغانستان کې  د داعش دوه شاخونه فعال دي، چې یوه ډله یې خپله اصلي پروژه پلې کوي او دویمه ډله یې افغان ولس او حکومت بوخت ساتي.

پخوانی پوځي سیدالرحمن ځدراڼ وايي، په افغانستان کې داعش لا هم په لومړۍ مرحله کې دی؛ خو فعالیتونه یې ورځ تر بلې دویم پړاو ته د تلو په درشل کې دي.

نوموړۍ نړۍنیوز ته وویل، د داعش دویم پړاو به دا وي، چې په افغانستان کې د قومونو او مذهبونو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته کړي او دې کار ته هره ورځ لمن وهل کیږي.

ځدراڼ وايي، هغه داعشیان چې د لویې پروژې لپاره کار کوي، هغوی په ننگرهار، کونړ، نورستان، بدخشان، فاریاب، تخار، سرپل او یو شمېر نورو ولایتونو کې فعالیت لري؛ خو هغه داعشیان چې افغانان بوخت ساتي په ښارونو کې چاودنې او بریدونه کوي.

سیاسي کارپوه غلام جیلاني ځواک بیا په دې باور دی، چې د داعش وروستیو فعالیتونو ته په کتو افغانستان د «لوی وزیرستان» رول ته په نږدې کېدو دی.

د هغه په وینا افغانستان به د امریکا له لوري د ترهگرو مرکز جوړیږي او د منځنۍ اسیا هېوادونه به په داعش گواښي.

د ځواک په باور داعش اوس په خطرناک پړاو کې ده او افغان حکومت یې هم اگاهانه یا غیر اگاهانه مخه نه نیسي.

خو له داعش سره د مرستې په تړاو افغان حکومت پرې لگیدلی هغه تور نه دی سپين کړی، چې د ظاهر قدیر په څېر د ولسي جرگې ځېنو غړو یا د پکتیکا د پخواني او غزني د اوسني والي کریم متین په څېر خلکو لگولي دي.

حکومت بیا داعش اوس ماته شوې ډله بولي او په وینا یې د ترهگرو دغه شبکه د خپلو موخو په نیمايي کې افغان ځواکونو په گونډو کړه.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نړۍنیوز ته وویل، چې داعش په افغانستان کې ماتې وخوړه، مرکزونه یې ویجاړ او لوړ پوړي مسوولین یې له منځه ولاړل.

د هغه په وینا هغسې چې د داعش لپاره تبلیغ کیږي، دغه ډله اوس نشته او افغان ځواکونه یې اوس هم د رېښو او ښاخو په لټه کې دي.

که څه هم ښاغلی وزیري وايي چې افغان امنیتي ځواکونو داعش ځپلی؛ خو افغان حکومت تل ټینگار کړی چې له یوویشت نړیوالو ترهگرو ډلو سره په جگړه بوخت دی. تېر اگسټ کې چې ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله سټراټيژي اعلانوله په افغانستان کې يې د خپل حضور یو لامل د داعش پر ضد جگړه وبلله. له دې ټولو سره، لا هم هغه شکونه چې گواکې داعش پروژه ده او د ځینو حکومتونو له خوا یې ملاتړ کېږي، پر خپل ځای دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون