سلايډ (فيچر) سوله

«امریکا باید د سیمې د هېوادونو په مرسته له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي»

د ۲۰۰۱ اکټوبر کې، چې امریکا د طالبانو رژيم نسکور کړ، له هغه وخته تر تېر اکټوبره په افغانستان کې د امریکا د جگړې شپاړس کاله پوره شول، خو نه طالبان له منځه ولاړل او نه کمزوري شول، بلکې د وروستيو رپوټونو مخې يې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی او گڼې سيمې يې لاندې کړي دي.

«د نيویارک د بهرنيو اړيکو جرګه‌ګۍ» دغه يادونه د امریکا په تاريخ کې د تر ټولو اوږدمهالې جگړې د پای ته رسولو په اړه خپل تحلیلي راپور کې کړې او ټينگار کوي، چې بايد له طالبانو سره رښتينې او مخامخ خبرې وشي.

د بهرنيو اړيکو جرگه گۍ د سيگار د وروستي راپور پر بنسټ ويلي، چې طالبانو په دې وروستيو کې تر خپل واک لاندې سيمې پراخې کړي او څلور پنځوس ولسوالۍ د دوی تر واک لاندې دي.

په راپور کې راغلي، چې پوځي کارپوهانو، امریکا، ناټو او د افغان حکومت لوړپوي چارواکي دې پایلې ته رسېدلي، چې د طالبانو پر ضد روانه جگړه کې گټل ناشوني دي او ټينگار کوي، چې بايد امریکا، ناټو او افغان حکومت د سيمه‌ييزو هېوادونو په مرسته له وسله‌والو طالبانو سره رښتيني مذاکرات پيل کړي او دغه جگړه پای ته ورسوي.

د راپور په وينا د ټرمپ ادارې د افغانستان جگړې د پای ته رسولو په اړه ډېر ټينگار پر پوځي برخې کړی او د سولې برخه يې په کې نيمژواندې راخيستې او داسې ښکاري، چې ولسمشر ټرمپ ته سوله اولویت نه لري.

په راپور کې د امريکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د هغه دريځ يادونه شوې، چې په ۲۰۰۲ کې يې د يو شمېر طالب وسله‌والو له لوري د تسليمۍ وړانديز رد کړ، په ۲۰۰۹ کې د بارک اوباما ادارې افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو سربېره په څرگنده توگه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې ملاتړ وکړ او د باور جوړونې لپاره يې په قطر کې طالبانو لپاره د سياسي دفتر د جوړولو ملاتړ وکړ، چې له لنډې مودې وروسته د افغان ولسمشر حامد کرزي دنيوکو له امله بېرته وتړل شو. ډونلډ ټرمپ هم له طالبانو غوښتنه کړې، چې د سولې له بهير سره يو ځای شي، خو په ورته وخت کې يې د سولې پر ځای د جگړې انډول زیات کړی او د وسله‌والو مخالفينو پر ضد يې د ځمکنيو او هوايي عملياتو د زياتېدو امر کړی دی. د ټرمپ په ادارې کې د بهرنيو چارو وزير تر ډېره د سولې پلوی دی او له طالبانو سره د سوله‌ييزو خبرو ملاتړ کوي.

د طالبانو د زياتېدونکو بريدونو په اړه د نيويارک د بهرنيو اړيکو جرگه‌گۍ وايي: «له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د ښې لارې او پاک نيت اړتيا ده او په تېر اوړي کې د طالبانو له لوري د بريدونو زیاتوالی د دې ښکارندوی دی، چې طالبان د امریکا، ناټو او افغان حکومت پر ضد جگړې کې مهمه سياله ډله ده او دغه هڅې، چې له تېرو شپاړسو کلونو د بې پایه جگړې لپاره کوو ښه به دا وي، چې د رښتينې سولې لپاره يې وکړو او دغه سوله‌ييزې هڅې مو بريالۍ کېدای شي.»

په راپور کې راغلي، چې د جگړې هر اړخيزو زيانونو په اړه بايد فکر وشي او د دواړو خواوو سربېره د ولسي خلکو مرگ ژوبله په بې ساري توگه په زياتېدو ده، همدارنگه د کډوالو او له هېواده د تلونکو خلکو شمېر هم تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی، چې ملگري ملتونه يې په مرستو کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو دريځ تر دې هم سختېدای شي

په راپور کې راغلي، چې په تېرو څو کلونو کې د طالبانو د دوو مشرانو له وژلو سره دغه ډله د امریکا پر ضد نوره هم سخته شوې، له طالبانو سره د خبرو ځنډ او ناکامي د دې لامل کېږي، چې هغوی هم خپل مقاومت توند کړي او چې امریکا هر څومره د طالبانو مشران په نښه کوي، همدومره به دغه ډله د سخت دريځۍ پر لور ځي او د امریکا پر ضد به خپله جگړه نوره سخته کړي.

د واشنگټن رول

راپور کې راغلي، چې د روانې جگړې تر ټولو زيات مسووليت د واشنگټن دی، چې بايد د سولې لپاره لومړی گام واخلي او امریکا په دې اړه گڼ چانسونه له لاسه ورکړي دي.

«د نوې سټراټيژي د اعلان پر مهال بايد امریکا د جگړې تر څنگ پر سوله‌ييز اواري هم فکر کړی وای، چې څه ډول کولای شي طالبان د خبرو مېز ته راولي.»

د بهرنيو اړيکو جرگه‌گۍ وايي، چې واشنگټن د جگړې سربېره د سولې په اړه همدومره مسووليت لري، چې بايد شرایط برابر کړي، په دې اړه خپله ډيپلوماسي روښانه کړي، چې د امریکا په تگلاره کې د طالب مشرانو له منځه وړل نشته.

«دغه بهير به اوږدمهالی او له ستونزو ډک وي، خو پایله به يې خوږه وي او د دې لپاره بايد دواړه لوري قربانۍ ورکولو ته چمتو شي، خپلو شرطونو کې نرمي راولي، خو ډېری مسووليت د واشنگټن دی، چې دا کار وکړي او امریکا يې کولای هم شي.»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون