سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

نیکلسن: په راتلونکو دوو کلونو کې به طالبانو ته ماتې ورکړو

افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو مشر قوماندان جنرال جان نيکلسن

افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکايي قومندان جنرال جان نيکلسن وايي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به طالبانو ته ماتې ورکړي او نژدې اتيا سلنه خاوره به ترې بېرته ونيسي.

جنرال نيکلسن د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې سټراټيژۍ د عملي کولو په اړه ويلي، چې د طالبانو پر ضد به ځمکني او هوايي عملیات نور هم زیات کړي او په تېرو شپاړسو کلونو کې، چې طالبانو څومره خاوره لاندې کړې، په راتلونکو دوو کلونو کې به يې اتيا سلنه بېرته ترې ونيسي.

دی وايي: «موږ په دې باور يو، چې د دښمن ځپلو لپاره سختو گامونو ته اړتيا ده، موږ بايد دښمن ته ماتې ورکړو، يا به روغې جوړې ته چمتو کېږي او یا به وژل کېږي.»

جنرال نيکلسن دا خبري په پنټاگون کې جوړې شوې غونډې ته له افغانستانه د ويډيوي کنفرانس له لارې وکړې.

جنرال نيکلسن د امریکايي پوځيانو له لوري د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ پوځي عملياتو ته په اشاره وویل، چې هغه مهال طالبان تر ډېره ځپل شوي وو، گڼې سيمې يې له لاسه وتلې وې، خو هغه مهال، چې د افغانستان د امنيت ساتلو چارې بېرته افغان ځواکونو ته وسپارل شوې، طالبان يو ځل بيا مخ پر وړاندې روان شول او گڼې سيمې يې لاندې کړې.

افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار ادارې  «سیگار» په خپل تازه راپور کې ويلي و، چې د افغانستان ۵۴ ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي.

امریکا د ۲۰۱۵ له پيله په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۴۰۰ ښوولی و، خو تېره اوونۍ پنټاگون په خپل تازه راپور کې وویل، چې د امريکايي پوځيانو شمېر شاوخوا څوارلسو زره دی.

د نوې سټراټيژۍ له اعلان سره سم امريکا او ناټو افغانستان ته د زرگونو نورو پوځيانو لېږلو پرېکړه کړې، چې د طالبانو پر ضد جگړو او افغان ځواکونو په روزنې کې به برخه اخلي.

د سیاسي چارو کارپوه حبیب الله رفیع د امریکايي پوځيانو دغه شمېر ناسم ښيي او زیاتوي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځيانو رښتينی شمېر نه روښانوي او په وينا يې د امريکايي او ناټو ځواکونو سربېره د قرادادي ملېشو شمېر تر دې څو چنده زیات دی.

د رفيع په باور په دومره پوځيانو د بگرام پوځي اډې سربېره د هېواد په لر و بر کې د امريکايي پوځيانو شته اډې نه ساتل کېږي.

جنرال نيکلسن دا هم ويلي، چې د طالبانو مالي سرچينې به له منځه يوسي او زیاتوي، چې د وسله‌والو ډېری پانگه په هلمند او نورو سيمو کې د اپيومو له کرکيلې او سوداگرۍ ترلاسه کېږي.

تېره ورځ په ارگ کې افغان حکومت د ناټو له پرېکنده ملاتړ ځواکونو سره د نشه‌يي توکو د له منځه وړلو لپاره د نوو عملیاتو اعلان وکړ.

جنرال نیکلسن ويلي، چې په افغانستان کې له څلور تر پنځو سوو پورې د مخدره موادو د پروسس کارخانې دي، چې طالبان ترې مالي اړتياوې پوره کوي او د دغو کارخانو د له منځه وړلو پرېکړه يې کړې ده.

افغان حکومت له ناټو سره په داسې حال کې د نشه‌يي توکو د له منځه وړلو لپاره عمليات پيلوي، چې د کورکنارو حاصل ټول شوی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون