سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د لبنان لومړی وزير هېواد ته ستون شو

د لبنان لومړی وزیر سعد حریري د چهارشنبې په سهار له فرانسې خپل هېواد ته ستون شو او لبنان ته له رسېدو وړاندې يې په قبرص اوقاهرې کې لنډه دمه وکړه.

حريري دوه اوونۍ وړاندې د سعودي له پلازمېنې رياض څخه له خپلې دندې د استعفا اعلان کړی و، خو د لبنان ولسمشر میشال عون د دغې استعفا له منلو نټه کړې وه او له لومړي وزير يې غوښتي و، چې هېواد ته ستون شي او د خپلې استعفا لامل په گوته کړي.

لبنان ته له رسېدو وړاندې سعد حریري د قبرص له ولسمشر نيکوس اناستاسيادس او ورپسې د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسي سره جلا جلا ليدنې کړي دي.

د لبنان لومړي وزير ويلي، چې د وروستيو پرمختگونو او پېښو په اړه به لبنان ته له رسېدو وروسته خپل دريځ روښانه کړي.

نوموړي څو ورځې وړاندې ويلي و، چې هېواد ته په ستنېدو به ولسمشر ته خپله قانوني استعفا وړاندې کړي.

د ریاض له پلازمېنې د لومړي وزير سعد حريري استعفا د ایران او حزب الله په گډون د گڼو لوريو غبرگونونه راوپارول او دغه استعفا يې د ریاض د فشار له امله بللې وه.

رویټرز خبري اژانس هم د لبنان د ولسمشر ميشال عون له خولې ليکلي و، چې لومړی وزير يې په رياض کې نظر بند دی او د هغه استعفا يې د سعودي چارواکو د فشار له امله بللې وه، خو حریري له رياض څخه فرانسې ته د روانېدو پر مهال دغه ټولې اوازې رد کړې وې.

د ولسمشر وېره

لبنان ته د سعد حريري له رسېدو وړاندې تېره شپه ولسمشر عون ولس ته په ټلويزيوني وينا کې له عربي هېوادونو وغوښتل، چې «له لبنان سره ښه چلند وکړي» او د دغو هېوادونو خپلمنځي اختلاف يې د لبنان په زيان بللی و.

د ولسمشر ميشال عون په وينا د دوی لپاره تر هر څه زيات د لبنانيانو يووالی اړین دی او له عربي ټولنې يې غوښتي، چې د لبنان يووالی په نظر کې ونيسي.

د عربي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په خپلې وروستۍ بېړنۍ غونډې کې د لبنان حزب الله ډله ترهگره بللې وه، خو د لبنان ولسمشر وايي، چې هېواد يې د سيمه‌ييزو دولتونو ترمنځ د روانو شخړو په اړه ځان بې پرې بولي او له نورو هېوادونو يې هم غوښتي، چې خپلې شخړې په لبنان کې ونه پالي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون