سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

اسراییل: د سعودي په گډون له گڼو عربي دولتونو سره ښې اړيکې لرو

د اسراييلو د وزیرانو شورا يوه غړي ويلي، چې هېواد يې د سعودي په گډون له گڼو عربي او اسلامي دولتونو سره پټې اړيکې لري.

تر دې څو ورځې وړاندې د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هم له سعودي سره د خپل پټو اړيکو په اړه ويلي و، چې رياض د لبنان شعيه وسله‌والې ډلې پر ضد د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د اسراييلو د انرژي وزير يووال سټينيټز د اسراييلو له پوځي راډيو سره په مرکې کې ويلي: «موږ د سعودي په گډون له گڼو عربي او نورو اسلامي منځلارو دولتونو سره ښې اړيکې لرو.»

د يوې پوښتنې په ځواب کې دغه اسراييلي وزير ويلي، چې د دوی عرب دوستان نه غواړي، له دې اړيکو پرده پورته شي، خو زياتوي، چې «زما په باور د اړيکو په ساتلو کې د پردې اړتيا نه شته او بايد ووايم، چې د سعودي او متحده عربي اماراتو په گډون گڼ عربي او اسلامي دولتونه له اسراييلو سره ښې اړيکې لري.»

سره له دې، چې سعودي له اسراييو سره رسمي ډيپلوماټيکې اړيکې نه لري، خو د اسراييلي چارواکو په وينا، ایران، حزب الله وسله‌وال او داعش ډله په سيمه کې د سعودي او اسراييلو گډ دښمنان دي او بايد په گډه يې د نفوذ او پراختيا مخنيوی وکړي.

د اسراييلو لومړي وزير هم په دې اړه پارلمان ته په خپلې وروستۍ وینا کې له عربي هېوادونو مننه کړې، چې اسراييل په سيمه کې د ځواکمن هېواد په توگه مني او زیاتوي: «د ریاض په گډون له منځلارو عربي دولتونو سره زموږ اړيکې د سخت دريځي اسلام د له منځه وړلو لپاره گټورې او اړينې دي.»

په دې وروستيو کې د تهران او رياض تر منځ لفظي شخړې وروسته تر هغه يو ځل بيا زياتې شوي، چې د لبنان سعودي پلوي لومړي وزير دوه اوونۍ وړاندې په رياض کې له خپلې دندې استعفا ورکړه او د استعفا د اعلان پر مهال يې پر ایران او حزب الله وسله‌والې ډلې توندې نيوکې وکړې.

حريري حزب الله او ایران په لبنان کې شخړو او تاوتريخوالي ته په لمن وهلو تورن کړل، خو د حزب الله ډلې مشر حسن نصر الله ويلي، چې سعودي د اسراييلو په ملاتړ پر لبنان او حزب الله د جگړې عملي اعلان کړی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون