امنيت سلايډ (فيچر)

امریکا د اصلاحاتو په نوم په افغان پوځ کې د خپلې خوښې کسان گوماري

د ملي یووالي حکومت له پيله او بیا په تېر یوه کال کې افغان او امریکايي چارواکي په افغان پوځ کې پر اصلاحاتو ټینگار کوي.

ولسمشر غني په نړیوالو ناستو کې په ملي دفاع وزارت کې اصلاحات د یوې لویې لاسته راړونې په توگه یادوي او تر څنگ یې د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي دوه ورځې وړاندې په واشنگټن کې یوې ناستې ته په وینا کې وویل، چې په افغان پوځ کې ژور اصلاحات رامنځ ته شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

خو پوځي شنونکي وایي، هغه اصلاحات کې چې د ملي یووالي حکومت مشران او بهرنیان یې یادوي په پوځ  کې امریکايي تصفیه ده.

دوی وايي، امریکا هڅه کوي افغان پوځ کمزوری او پاشلی کړی او تجربه لرونکي کسان هم ترې وباسي.

پوځي کارپوه محسن اختیار وايي، ملي دفاع وزارت د افسرانو د ذاتي چارو قانون په تعدیل سره غواړي په پوځ کې هغه تجربه لرونکي کسان تقاعد کړي، چې په روسیه کې یې زده‌کړې کړې او یا د مجاهد تر عنوان لاندې پوځ ته ننوتلي.

نوموړي نړۍ نیوز ته وویل: «په پوځ کې د اوسنۍ جگړې مدیریت هغه کسان کوي، چې پخواني جنرالان دي، د ډاکتر نجیب په وخت کې یې دنده ترسره کړې او یا یې زده کړې په روسیه کې کړي، امریکا له دې کسانو سره موافقه نه ده نو ځکه یې د تقاعد تر عنوان لاندې له پوځه باسي.»

دی وايي، د دغو تجربه لرونکو کسانو پر ځای به هغه ځوانان چې امریکايی فکر ولري پوځ ته راځي او تجربه به هم نه لري.

د اختیار په باور دا کار قصدا د پوځ کمزوري کول دي، ځکه ځوانو جنرالانو په تېرو دریو کلونو کې د جگړې په ډگر کې نه یوازې دا چې ماته وخوړه بلکې د پوځیانو ډلییزې وژنې ته یې هم زمینه برابره کړه.

دفاع وزارت په دې ورستیو کې د افسرانو د ذاتي چارو قانون تعدیل کړ او په هغه کې یې د جنرالانو د تقاعد سن له ۶۵ کلنو څخه ۵۵ کلونو ته را ټیټ کړی، مانا دا چې هغه جنرالان چې عمر یې ۵۵ کلونه وي له پوځ څخه تقاعد کیږي.

سیاسي کارپوه یوسف امین ځاځی وايي، په داسې حال کې چې افغان ځواکونو د بشري ځواک له کمښت سره مخ دي، دغه قانون د گټې پر ځای زیان پېښوي.

ځاځي نړۍ‌نیوز ته وویل، حکومت باید په امنیتي سکتور کې د تصفیې په نوم هغه گامونه واخلي چې اړتیا یې ده.

د ده په باور امنیتي سرتیرو ته پر وخت اعاشه او اباطه رسول، په هغوی کې د انگیزې او مورال پيدا کول او لوړول او په فساد د ککړو مسوولینو گوښه کول او محاکمه باید د اصلاحاتو د پيل ټکی وای.

د ملي دفاع وزارت یوه لوړ پوړي جنرال کابل کې د نړۍ‌نیوز له خبریال سره په یوه شخصي ناسته کې ویلي، چې دفاع وزارت ورځ تر بلې د کمزورۍ په لور گامونه اخلي.

دغه جنرال ویلي، په پوځي قطعاتو کې نظم له منځه تللی او گڼ بې تجربې کسان په دفاع وزارت کې د رهبرۍ پوړونو ته راغلي دي.

یاد جنرال د ملي دفاع وزارت مرستیال تمیم عاصي او د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي د بېلگې په توگه یاد کړي، چې زده کړې لري؛ خو د پوځ د مدیریت هنر ورسره نشته.

دا جنرال فکر کوي، چې پوځ قصدا کمزوری کیږي او گومارنې هم په کې د رتبې او تجربې پر بنسټ نه بلکې د امنیت شورا د پریکړو له مخې کیږي، چې مشوره ورته امریکا ورکوي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس په روانه اونۍ کې د افغانستان له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره په ناسته کې هم پر دې ټینگار وکړ، چې افغان حکومت باید د اصلاحاتو لړۍ ته ژمن پاتې شي.

دغه اصلاحات تر ډيره په پوځ کې د کسانو په ادلون بدلون پورې تړلي او په نوره حکومتولۍ د امریکا د تمرکز په اړه شک په زیاتېدو دی.

د ولسي جرگې غړی عبیدالله بارکزی وايي، افغان پوځ د تېرو شپاړسو کلونو یوه لویه لاسته راړونه وه؛ خو له وروستیو هڅو داسې ښکاري، چې پوځ د پرمختگ پر ځای شاتگ ته روان دی.

د هغه په وینا که تجهیزات هم یوې خواته پرېښودل شي، امریکا له افغان پوځ سره هیڅ ستراتېژیکه مرسته نه ده کړې.

د بارکزي په وینا د جگړې د ماشین د چالان ساتلو لپاره د لویدیځ هڅه دا ده چې د افغان پوځ او مخالف لوري تر منځ توازن وساتي او کوم لوری ډير پياوړی یا ډیر کمزوری نه شي.

یو بل پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وايي، له شک پرته چې په پوځ او امنیتي سکتور کې پراخو اصلاحاتو ته اړتیا ده؛ خو اوس چې کومه لړۍ روانه ده دا پوځ نور هم سره پاشي.

امرخیل نړۍ‌نیوز ته وویل: «که امریکا او ملاتړي یې له افغان پوځ سره د ریښتنې مرستې هوډ لري هغوی ته له ژمنې سره سم هغه تجهیزات ورکړي، چې دوی یې لري، ځکه دوی ویلي و، چې په ۲۰۱۴ کې به افغان پوځ د ناټو په کچه تجهیزیږي.»

خو د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي په دې باور دی که نړیواله ټولنه له افغان پوځ سره خپلې مرستې داسې وساتي لکه اوس یې چې کوي افغانستان به په سیمه کې پياوړی پوځ ولري.

هغه دوه ورځې وړاندې واشگټن کې یوې ناستې ته وویل، چې په افغان پوځ کې پراخ اصلاحات رامنځ ته شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

سیاسي فعال نوید نظري بیا دوه مختلف نظریات وړاندې کوي او په وینا یې امریکا د دې لپاره په افغان پوځ کې د خپلې خوښې کسان گوماري چې د مصر، او ځېنې نورو هېوادونو په څېر په راتلونکې یوازې له پوځ سره معامله وکړي او ملکي حکومتونو یوازې نمایشي کړي.

دی همداراز وايي، د امریکا په خوښه د پوځ په لیکو تغیراتو بل دلیل دا دی، چې ښايي افغان پوځ داسې کمزوري حالت ته ورسول شي، چې له دوی پرته یوه ورځ پرته هم د پوځ په توگه پاتې نه شي.

خو د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري له نړۍ‌نیوز سره په خبرو کې دا ټولې اندیښنې بې ځایه او افغان پوځ په ښه لوري روان وباله.

د هغه په وینا د افسرانو په ذاتي چارو کې تعدیل هم له ژورو بحثونو او فکر وروسته تعدیل شوی او په دې سره به پوځ لا ځوان او مدیریت یې پياوړی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون