سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

روسيې له طالبانو د ملاتړ تورونه رد کړي

ملگرو ملتونو لپاره د روسيې فدراسيون دايمي استازي واسيلي نيبينزيا

روسيې له هغې وروسته له طالبانو د ملاتړ تورونه په لوړه کچه رد کړل چې روانه اوونۍ د ملي يووالي حکومت اجراییه مشر هم په کاناډا او امریکا کې ویلي و چې امریکایان ګومان کوي، روسیه له طالبانو ملاتړ کوي. روسيه وايي هغه هڅې په ټينگه ردوي، چې روسيه د طالبانو په ملاتړ تورنه شي.

ملگرو ملتونو لپاره د روسيې فدراسيون دايمي استازي واسيلي نيبينزيا ویلي: «موږ په دې اندېښمن يو، چې په قصدي توگه زموږ هېواد د طالبانو په مالي او پوځي  ملاتړ تورنيږي. موږ گورو، چې دا ډول تورونه له مسووليته د تېښتې هڅه ده.»

روسي ډيپلوماټ دا څرگندونې د افغان سولې او ټيکاو په اړه د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته وکړې.

نيبينزيا وويل، روسيه د نړۍ يوازېنی هېواد دی، چې طالبان ترهگره ډله بولي او په دې اړه يې له نړيوالې ټولنې هم رسمي غوښتنه کړې ده.

دی وايي: «موږ پلان لرو، چې په همدې فکر ټينگار وکړو، موږ سره بديله لار نه شته، چې موږ دې ترهگرو ته ځای پرېږدو او د مسووليت له ادا کولو تېښته وکړو.»

د روسي ډيپلوماټ په وينا «دا ډول تورونه به د ترهگرۍ ضد روانه جگړه اغېزمنه کړي.»

نيبينزيا وويل، چې هېواد يې په افغانستان کې د روان وضعيت په اړه هم اندېښمن دی او د پوځ په ليکو کې يې د اصلاحاتو په نوم روانې هڅې هم ناکامې بللي دي.

ده وويل: «د روسيې جنگي الوتکې په کوچنيو الوتکو بدلول او د تقاعد لپاره د افسرانو عمر له ۶۵ کلونو څخه ۵۵ کلونو ته راټيټول په دې معنا دي، چې افغان پوځ به له باتجربه پوځيانو بې برخې شي.»

دغه روسي ډيپلوماټ وويل، چې طالبان د افغانستان په پنځوس سلنه خاوره واکمن دي، همدارنگه د اسلامي دولت نومې ترهگرې ډلې هم په افغانستان کې پښې ټينگې کړي او شاوخوا لس زره وسله‌‌وال يې پيدا کړي دي.

روسيې همدارنگه په افغاستان کې د نشه‌يي توکو په زياتېدو هم اندېښنه ښکاره کړې او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون