سلايډ (فيچر) سوله

د افغانستان-سعودي د اړیکو نوې څپه: ایا سعودي سولې بهیر کې رول لوبولی شي؟

سعودي عربستان اجراییه رييس سره ژمنه کړې چې د افغان سولې بهیر کې به له «خپلې وسې سره سم» هڅې کوي

نړۍ نیوز – ۲۱ اکټوبر ۲۰۱۶

د افغانستان اجرایيه رییس عبدالله عبدالله د لوړ پوړو چارواکو له پلاوي سره سعودي عربستان ته یو رسمي سفر وکړ. په دغه درې ورځني سفر کې د سوداګرۍ، د حج اوقافو او عدلیې وزیران، د بلخ چار سمبالی والي او د جمعیت اسلامي اجرایي رییس عطا محمد نور او د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال ترڅنګ یو شمېر سوداګر هم د ډاکتر عبدالله ملګري وه .

 دا سفر په  داسې مهال ترسره کېږي، چې اجراييه رييس عبدالله او د بلخ والي عطا محمد نور له ایران سره نږدې اړیکې لري، یو کال وړاندې د همپالنې دغه ټیم د  یمن جګړه کې له سعودي څخه د ملاتړ پر اعلامیې  نیوکې کړې وې او د حزب اسلامي (حکمتیار) ډلې له افغان حکومت سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

دا چې د افغانستان او سعودي عربستان  اړیکې څرنګه دي، د کابل په بهرني سیاست کې د سعودي ځای څه دی، سعودي ته د اجرایيه  رییس د سفر موخې او جزیات څه وو ، سعودي به د افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او آیا د افغانستان په اړه  د سعودي بهرنی سیاست نور بدل شوی دی؟ دا او دې ته ورته موضوعات د نړۍ نیوز په دې راپور کې څېړل شوي:

د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې

افغانان له عربستان سره د اړیکو ډېر زاړه پیوندونه لري او د تاریخ په پړاوونو کې افغانانو تل په حجاز کې جوړ شوو حکومتونو ته د دیني تقدس له مخې درناوی کړی دی. له سعودي عربستان سره هم افغانستان په مختلفو پړاوونو کې د ملګرتیا اړیکې درلودلي دي، چې دا بیا د سردار محمد داوود خان د جمهوریت په وروستیو کلونو کې ډېرې ژورې شوې؛ خو د ثور کمونیستي کودتا د افغانستان او سعودي ترمنځ د تودو کېدونکو اړیکو په لاره کې لوی خنډ واچاوه. البته د حکومت پرځای د ریاض اړیکې له افغانانو او افغان مجاهدینو سره ډېرې نږدې شوې. د شورویانو پرضد جګړه کې سعودي عربستان تر  بل هر چا زیات له افغان مجاهدینو او افغان کډوالو سره مالي مرستې وکړې. ځکه هغه مهال پر افغانستان د شورویانو یرغل ته د ګرمو اوبو ته د رسېدلو په توګه کتل کېدل او سعودي بیا دا چلند د ځان او منځني ختیځ لپاره ګواښ باله.

د شورویانو له وتلو وروسته، په افغانستان کې د ډلو د ملاتړو جغرافیې بدلون وموند او د طالبانو له راټوکېدو سره بیا نړیوال ملاتړ یوازې له شمالي ټلوالې او طالبانو څخه وشو، نورې وړې ډلې له صحنې ووتې. دغه مهال سعودي له طالبانو او د سعودي حریف ایران له شمالي ټلوالې څخه ملاتړ وکړ.

له  ۲۰۰۱ وروسته، سعودي د کرزي په مشرۍ د  نوي حکومت ملاتړ وکړ او د ټوکیو  کنفرانس کې یې له افغانستان سره د ۲۲۰ ملیونه ډالرو مرسته وکړه. د حامد کرزي په ټوله دوره کې له سعودي سره اړیکې ښې وې؛ خو ډېرې تودې هم نه وې او د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د کابل-ریاض اړیکې تودې شوې ؛ ځکه د کابل په بهرني سیاست کې د سعودي ارزښت د نورو وختونو په پرتله زیات شوی و.

د کابل بهرني سیاست کې د سعودي ځای

په افغانستان کې د ظاهر شاه د پاچاهۍ پر مهال د کابل په بهرني سیاست کې د سعودي ځای د حرمین شریفین او د مسلمانانو د قبلې له کبله د درناوي وړ و؛ خو د سړې جګړې پرمهال سردار داوود خان د سعودي د «پټرو ډالرو» مرستو پسې شو، چې د هېواد تکیه پر شوروي کمه شي. سعودي عربستان هم دغه مهال  سیمه کې د شوروي نفوذ د کمولو په موخه له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه؛ خو د ثور کمونیستي کودتا د کابل-ریاض ترمنځ پراخېدونکې اړیکو په لاره کې ډب واچاوه.

پر افغانستان  د شورويانو د یرغل پر مهال د افغان حکومت او سعودي اړیکې پرې شوې خو د سعودي او افغان ولس  اړیکې د بل هر وخت په پرتله پیاوړې شوې. د شورویانو له وتلو وروسته، د مجاهدینو حکومت وغوښتل، چې سعودي د افغانستان د کورنۍ جګړې په ختمولو کې رول ولوبوي او سعودي هم دغه مهال د افغانستان په قضیه کې ډېرې هلې ځلې  وکړې؛ خو بریالی نه شو.

له ۲۰۰۱  وروسته، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم څو ځله سعودي ته سفرونه وکړل او د سعودي له پاچا يې څو ځله په شخصي توګه وغوښتل چې د افغانستان د سولې په بهیر او له افغان طالبانو سره د خبرو اترو په موخه رول ولوبوي. ځکه د افغان حکومت په اند، سعودي د اسامه له لانجې پرته له طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې او دغه راز د پاکستان ستراتيژیک ملګری هم و؛ نو که سعودي وغواړي نو په افغان سوله کې ښه رول لوبولای شي. د دې ترڅنګ افغان حکومت وغوښتل، چې سعودي عربستان د مسلمانانو قبله ده، که چېرې دلته د افغانستان د سولې په تړاو کوم نړیوال کنفرانس راوغواړي، نو په روانې جګړې او په افغانستان کې د سولې په بهیر به مثبته اغېزه وکړي. له دې اساسي موخې وراخوا، افغان حکومت اقتصادي او نورو مرستو غوښتونکی هم  و.

د ملي یووالي حکومت پر مهال هم، کابل د حامد کرزي د دورې په څېر د سعودي رول ته ارزښت ورکړ؛ خو دا ځل یې د یمن په قضیه کې له سعودي څخه ملاتړ څرګند کړ او د تروریزم پرضد د سعودي په اېتلاف کې هم ګډ شو، ترڅو د سعودي ملاتړ راخپل کړي. دغو دوو کارونو د کابل-تهران ترمنځ پر اړیکو سیوری وغوړاوه؛ خو د سعودي د سوړ غبرګون له کبله کابل له تهران سره خپلې اړیکې بېرته ورغولې او داسې د سعودي عربستان پر لور تللی ملي یووالی حکومت د تهران-ریاض ترمنځ  د  ناپېیلتوب  زړه تګلاره بیا خپله کړه.  

سعودي ته د اجرایيه  رییس سفر

اجرایيه  رییس عبدالله عبدالله او د بلخ چار سمبالی والي عطا محمد نور د هغې جهادي ډلې مشران دي، چې د تېر جهاد پرمهال یې له سعودي سره ښې اړیکې درلودې؛ خو د کورنۍ جګړې او طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې له دوی سره اړیکې خرابې شوې.

د عبدالله د دغه سفر موخه د افغانستان د سولې بهیر، پانګونه، اقتصادي همکاري، په سعودي عربستان کې د افغان کارګرانو  ستونزه حلول، دوه اړخیزې سیاسي اړیکې، له پاکستان سره د افغانستان اړیکې او د سعودي او افغانستان ترمنځ فرهنګي اړیکې وې.

په فرهنګي برخه کې اجرایيه رییس لاسته راوړنې درلودې، چې ریاض پکې هر کال افغانانو ته د ۴۰۰ تحصیلي بورسونو ژمنه وکړه، سعودي به په کابل کې یو لوی اسلامي مرکز جوړوي او د سعودي لخوا د یو پوهنتون پر جوړونه هم ژمنه وشوه.

ایا سعودي افغان سوله کې رول لوبولای شي؟

د ملي يووالي حکومت هم د حامد کرزي د واکمنۍ په څېر له وسله‌والو طالبانو سره په خبرو کې د سعودي رول ته ډېر ارزښت ورکوي. پخواني ولسمشر کرزي څو ځلې د سعودي له پاچاهانو غوښتي و چې له طالبانو سره د خبرو په چاره کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي یا طالبان خبرو ته وهڅوي.

افغان حکومت چې د حامد کرزي د دورې پرمهال د سولې په تړاو د کوم نړیوال کنفرانس د  جوړېدو په اړه هلې ځلې کړې وې، هغه نړیوال کنفرانس تر اوسه پورې د سعودي په مکه کې نه دی چمتو شوی. همدا لامل دی، چې ویل کېږي سعودي تر اوسه د افغانستان د سولې په قضیه کې لږ  رول لوبولی دی او یوازې یې یو څو ځله د افغانستان د سولې په تړاو له افغان طالبانو سره لیدلي دي.

له سعودي چارواکو سره د طالبانو له ناستو د باخبره سرچینو له خولې ویل کېږي، په ۲۰۰۹ کال کې د طالبانو د سیاسي کمېسیون مشر سید طیب اغا له سعودي چارواکو سره کتلي و. طیب اغا له سعودي چارواکو غوښتي و چې په دغه هېواد کې يې د سیاسي دفتر کوربه‌توب وکړي. سعودي له طالبانو دوې غوښتنې کړې وې: لومړی دا چې طالبان دې له القاعده خپل جلاوالی اعلان کړي او ورسره دې د القاعده شبکې کړنې وغندي؛ او دویم دا چې طالبان دې د افغانستان اساسي قانون ومني او ټاکنو کې دې ګډون وکړي. دغه دواړه غوښتنې د طالبانو له خوا رد شوې وې.

د سعودي او طالبانو د اړیکو د خړپړتیا دوه نور لاملونه له قطر او ایران سره د طالبانو نږدې اړیکې ګڼل کېږي. طالبانو د نژدې سرچینو حواله، طالبانو هڅې وکړې چې له سعودي سره ښې اړیکې ولري؛ خو د سعودي له خوا سوړ چلن دوی اړوېستل چې په خپلو سیاستونو کې د سعودي حساسیتونو ته پام ونه کړي. طالبان له شاوخوا ۲۰۰۹ راهیسې په قطر کې فعال حضور لري او له دې سره طالبان د سعودي له دودیز سیال، ایران سره هم نږدې اړیکې لري. دغو دوو هېوادونو سره هم د طالبانو اړیکې ښايي د سعودي-طالبانو پر اړیکو سیوری غوړلی وي.

له طالبانو سره د سعودي عربستان له سړو اړیکو داسې نه برېښي چې په سوله کې دې پاموړ رول ولوبولی شي او یا دې پر وسله‌والو مخالفینو او طالبانو داسې اغېز ولري چې د افغانستان په روانه جګړه کې بدلون راولي.

د کابل ستونزه، د سعودي عربستان وېشلې پاملرنه  

د ملي یووالي حکومت سعودي ته په خپل بهرني سیاست کې ډېر ارزښت ورکړ، د ولسمشر په ټاکنیز منشور او د بهرني سیاست په دکتورین کې هم سعودي په دوو کړیو کې راځي او دا د ولسمشر په بهرني سیاست کې د سعودي پر ارزښت رڼا ښندي. دغه راز، سعودي ته د ولسمشر غني لومړی نارسمي سفر او وروسته دوه نور سفرونه، د یمن او تروریزم پرضد اېتلاف کې له سعودي څخه ملاتړ هغه څه دي، چې د ملي یووالي حکومت سعودي ته خپلې ارادې وښودلې؛ خو د کابل ستونزه بیا دا ده، چې د نورو وختونو په پرتله سعودي په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې له ډېرو ننګونو سره مخ دی .

ریاض اوسمهال د سوریې په کړکېچ کې ډېر سخت ښکېل دی، د یمن په جګړه کې فعال حضور لري، په عراق کې د داعش ظهور او اوس بېرته د داعش پرضد د کردانو او شیعه ګانو پاڅون ته هم اندېښمن دی، له امریکا سره یې هم اړیکې له بې باورۍ سره مخ او په نړیوال مارکېټ کې د تېلو کمېدونکي نرخونه دي؛ خو له دغو ټولو لویه ننګونه بیا ورته له اتومي بندیزونو څخه وتلی ایران دی. همدا لامل دی، چې سعودي عربستان افغانستان ته په سمه توګه پاملرنه نه شي کولای او دا وخت ورته لومړیتوبونه ایران او منځنی ختیځ دی.

له دغو هر څه سره، په عراق کې د داعش ماتېدا او په افغانستان کې یې د بیا پښو ټینګولو هڅې او که چیرې له اتومي بندیزونو څخه وتلی ایران محاصره کوي، نو په دغو برخو کې د افغانستان ارزښت د سعودي لپاره زیاتېږي؛ هغه هم په داسې حال کې، چې د اسلام اباد او ریاض  اړیکې د تېر په څېر تودې نه دي.  باید یوه خبره یاده وساتو، چې پاکستان د خپلې اتومي وسلې او پرمختللي نظامي ځواک له کبله به بیا هم سعودي عربستان ته ارزښت ولري.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون