افغانستان سلايډ (فيچر)

غني: داعش مو افغانستان کې تیت او پرک کړی

ولسمشر محمد اشرف غني د ازاربایجان پلازمېنې باکو کې  «استانبول پروسې اسیا زړه کنفرانس» ته د وینا پر مهال وویل، چې داعش په افغانستان کې نابودیږي او د دغې ډلې ظرفیتونه او قملرو د افغان ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.

غني په خپلې وینا کې همداراز وویل، چې په افغانستان کې فعالو داعشیانو بهرنی ملاتړ له لاسه ورکړی، د وسله‌والو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي او دغه ډله تیت او پرک کړل شوې ده.

ولسمشر وویل، چې د ننگرهار له اچین او تورې بوړې، او کونړ ولایتونو څخه داعش د تېښتې په حال کې ده.

غني په دغه ناسته کې وویل: «موږ په افغانستان کې د داعشیانو ظرفیتونه او قلمرو له منځه وړي، په تېر یو کال کې مو د داعش پر ضد ۱۵۰۰ گډ ځمکني او ۳۰۰ هوایي عملیات کړي. د هغوی درې امیران او ۱۵۰۰ جنگیالي وژل شوي او ۲۰۰ یې نیول شوي دي.»

افغان ولسمشر په اسیا زړه په کنفرانس کې  وویل، ټولې هغه سیمې چې له داعشیانو سره وې بیرته افغان ځواکونو نیولې او تر زرو زیات مرکزونه یې په یوه کال کې ویجاړ شوي دي.

هغه همداراز په سیمه کې له ترهگرۍ سره گډه مبارزه مهمه وبلله او په وینا یې تر بل هر وخت د سیمه‌ییزې همکارۍ اړتیا زیاته شوې، ځکه ترهگرې ډلې د هېوادونو تر څنگ گډ اقتصادي فرصتونه گواښي.

د محمد اشرف غني په وینا، له ترهگرۍ سره د مبارزې په اړه د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې دغه هېواد د قدرت ټولې وسیلې یوځای کړي او پیغام یې دا دی چې د طالبانو ډلې او د هغوی ملاتړي د جنگ له لارې نشي بریالي کېدای او یوازې د سیاسي حل له لارې پایداره سولې ته رسېدلی شو.

ولسشمر د طالبانو په اړه ځېنې پوښتنې مطرح کړې او په خبره یې طالبان د ملاتړ او پټنځایونو د نه لرلو په صورت کې فعالیت نه شي کولی.

نوموړي په تېرو دریو کلونو کې د ملي یووالي حکومت کړنې او فعالیتونه هم د پام وړ وبلل.

ولسمشر غني د افغان ځواکونو پر فعالیتونو ځانگړی تمرکز درلود او د هغوی فعالیتونه یې وستایل.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون