پاکستان او ايران خبر

 پېښور کې پر کرنې پوهنتون ډله‌ييز برید کې نهه کسان وژل شوي

د پېښور کرنې پوهنتون پر ادارې وسله‌وال بريد کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او گڼ نور ژوبل دي.

د پېښور پوليس وايي، چې په ځوابي بريد کې درې واړه بريدگر هم وژل شوي دي.

د پېښور پوليسو يوه مشر بشیرداد رسنيو ته ويلي، چې حیات اباد ميډيکل کمپلیکس روغتون ته شپږ مړي وروړل شوي، چې پنځه يې محصلین او يو يې د پوهنتون ساتونکی و.

د خیبرپښتونخوا د پوليسو عمومي قومندان صلاح الدين محسود رسنيو ته وويل، چې درې بریدگر په چادریو کې پوهنتون ته ننوتي وو.

د ځايي چارواکو په وينا پوليسو او پوځيانو په گډو ځوابي بريدونو کې د بریدگرو د برید مخنیوی کړی، د زیاتې مرگ ژوبلې مخنیوی يې کړی او په شا يې تمبولی دی.

د پوليسو مشر صلاح الدین محسود وايي، چې په برید کې شپږ محصلين، يو ساتونکی او څو ولسي وگړي وژل شوي، چې پېژندنه يې لا نه ده شوې.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي ادارې «ای ايس پي ار» رسنيو ته ویلي، چې بريدگر په افغانستان کې له خپلو مشرانو سره په اړیکه کې وو.

د بريد پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون