اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر) سياست

چابهار: د هند، ایران او افغانستان په نژدې کېدو پاکستان اندېښمن دی

د ایران ولسمشر حسن روحاني به د ډسبمر پر درېيمه د چابهار بندر د پراختيايي پروژې د لومړنۍ مرحلې پرانسته کوي.

د رپوټونو له مخې په دغه ناسته کې به د افغانستان او هند لوړپوړي چارواکي هم گډون کوي.

تېر کال افغانستان، ایران او هند د چابهار بندر د جوړولو گډه پرېکړه کړې وه، چې د ایران او افغان حکومت سربېره يې په افغانستان کې تود هرکلی شوی و.

افغان حکومت او کارپوهانو ويلي و، چې د چابهار له جوړېدو وروسته به افغانستان د سيمې په وچې کې ايسارو هېوادونو کې نه شمېرل کېږي.

هند غواړي د چابهار له لارې افغانستان او مرکزي اسيا ته لاس رسی پيدا کړي او افغانستان هم هیله‌من دی، چې د چابهار له لارې به د پاکستان له احتیاجه خلاص شي، خو پاکستان پر دغې پروژې اندېښمن دی او تور پورې کوي، چې هند د افغانستان په چارو کې د لاسوهنو له امله پاکستان ته ستونزې راولاړوي او هڅه کوي، چې پاکستان په ختيځه او لويديځه دواړو پولو بوخت وساتي.

تېره مياشت هند د غذايي مرستو په لړ کې د غنمو لومړنۍ جوپه د چابهار له لارې افغانستان ته رالېږلې ده، چې د افغان حکومت سربېره ولس يې هم هرکلی کړی دی. هند له افغانستان سره د يوولس لکه ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې ده.

دا غنم به چابهار بندر او له هغه ځایه په بار وړونکو لاريو کې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د هند او پاکستان ترمنځ د سوداگرۍ او راکړې ورکړې لپاره تر ټولو ارزانه او اسانه لاره پاکستان ده، خو د پاکستان او افغانستان د اړيکو د خرابوالي له امله د عرب سمندرگي له لارې دا مرستې چابهار او له هغه ځایه به په بار وړونکو لاريو کې افغانستان ته راوړل کېږي.

افغانستان، هند او ایران د ۲۰۱۶ په می کې د دې نړيوال سوداگريز بندر د جوړولو هوکړه وکړه او له هغه وخته پر چابهار تېز کار روان دی.

هند غواړي، چې له دې لارې روسيې، مرکزي او اروپا ته خپل مالونه ولېږدوي او افغانستان هڅه کوي، چې د پاکستان پر ځای د چابهار له لارې د افغانستان مالونه هند ته ولېږدوي او د پاکستان له احتیاجه ځان خلاص کړي.

هند هڅه کوي، چې د چابهار پروژه نوره هم پراخه کړي، خو پاکستان په سيمه کې هغه هېواد دی، چې د چابهار پروژې په گډون په افغانستان کې د هند نورې مرستې او فعالیتونه د خپلو گټو خلاف بولي.

پاکستان اندېښمن دی، چې هند په افغانستان کې د دغه ډول پروژو له امله هڅه کوي، د افغانستان حکومت تر اغېز لاندې وساتي او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد فعاليتونه وکړي، خو افغانستان او هند د پاکستان دغه اندېښنې بې بنسټه بللي او ټينگار یې کړی، چې دا مرستې يوازې په بشري بنسټونو دي.

دوه مياشتې وړاندې د ملگرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې افغانستان او هند پاکستان د ترهگرۍ په ملاتړ تورن کړ او د پاکستان لومړي وزير يې په ځواب کې د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته وويل، چې په افغانستان کې له امريکا سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي، خو په افغانستان کې يې د هند له پوځي او سياسي رول سره ټينگ مخالفت ښوولی و.

د روان کال جنورۍ کې، چې ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشر وټاکل شو، د روسيې او شمالي کوریا سربېره يې له ایران سره هم اړيکې ترينگلې شوې، د ایران او نړيوالې ټولنې ترمنځ شوی اټومي تړون يې ستره تېروتنه بللې او په تېر جولای کې يې پر ایران د نورو بندیزونو مسوده لاسلیک کړه..

په نیویارک پوهنتون کې د نړیوالې همکارۍ د مرکز مشر او افغانستان پېژندونکی امریکایي ليکوال بارنيټ روبین په يوه مقاله کې د ډونلډ ټرمپ دغه گامونه د امریکا په گډون د افغانستان په زيان بللي وو او ټينگار يې کړی و، که امریکا غواړي، چې افغانستان پرمختگ وکړي او متحده ایالتونه هم خپل ماموریت په افغانستان کې په بريالۍ توگه سر ته ورسوي، نو باید د پاکستان په گډون د افغانستان له ټولو گاونډيانو سره ښې اړيکې ولري.

بارنيټ روبین د ساري په توگه د چابهار بندر یاد کړی و، که امریکا پر ایران بندیزونه ولگوي، د چابهار پروژه به له ناکامۍ سره مخ شي، چې د ایران سربېره به يې افغانستان او هند ته هم زیان ورسيږي.

د څارونکوو په وينا که دغه بندیزونه پر چابهار اغېز وکړي او د بندېدو له گواښ سره مخ کېږي، نو ایران به د امریکا د بديل په توگه چين ته مخ اړوي، چې دا کار بيا د هند لپاره د منلو وړ نه برېښي.

هند دا نه شي زغملی، چې د چابهار پروژه دې، خپل سيمه‌ييز سیال چين ته پرېږدي.

هند هڅه کوي، چې افغانستان ته د ځمکې له لارې لاس رسی پيدا کړي، خو که پر ایران د امریکايي بنديزونو له امله د چابهار پروژه له ستونزو سره مخ کېږي، د هند لپاره دا هڅه ناشونې برېښي او پاکستان د افغان حکومت د هڅو او «اپټا» تړون سربېره افغانستان ته د خپلې خاورې له لارې هند ته د لاس رسي اجازه نه ورکوي او نه هم هند کولای شي، چې د پاکستان له لارې افغانستان او مرکزي اسيا ته لاس رسی پيدا کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون