افغانستان سلايډ (فيچر)

۶۷ سلنه افغانان وايي حکومت د سولې اراده نه لري

د سیمه ییزو او ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز یوه تازه نظر پوښتنه ښيي، چې ۶۷ سلنه افغانان په دې باور دي، چې د ملي یووالي حکومت د سولې اراده نه لري.

دغه مرکز نن په کابل کې «د سولې بن بست او د وتلو لاره» تر عنوان لاندې یوه ناسته جوړه کړې وه، چې بېلا بېلو کسانو ورته ویناوې وکړې.

غونډې ته په وینا کې د مرکز مشر عبدالباقي امین وویل، د هغې نظر پوښتنې پر بنسټ چې دوی ترسره کړې، ۶۷ سلنه کسانو ویلي، چې حکومت د سولې د ټینگښت اراده نه لري.

د امین په وینا د نظر پوښتنې پایلې ښيي، چې د سولې عالي شورا هم یوازې نمایشي جوړښت دی او عملي لاسته راړونه نه لري.

غونډې ته په وینا کې د حزب اسلامي غړي امین کریم وویل، چې په اوسنیو حالاتو کې جگړه په زور نه گټل کیږي او هر څومره هم چې په افغانستان کې روانه جگړه اوږده شي پایله یې باید سوله وي.

هغه د جگړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل، چې یو د بل د غوښتنو اوریدو لپاره دي فرصت برابر کړي او پر بین الافغاني خبرو یې ډير ټینگار درلود.

پخواني طالب چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف غونډې ته په وینا کې وویل، چې په افغانستان کې د جگړې د دوام یو لوی دلیل د بهرنیانو حضور دی.

د هغه په خبره «که په افغانستان کې یو یا سل تنه بهرني ځواکونه وي مانا یې یوه او هغه د جگړې دوام دی».

د ضعیف په وینا د افغان کړکیچ یوازینۍ حل لاره سیاسي خبرې دي نو ځکه باید ټول اړخونه باید همدې ټکي ته مراجعه وکړي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر نورو بنسټونو د سولې په برخه کې د افغان حکومت پر اراده شک څرگند کړی و؛ خو حکومت باید دا خبرې ردوي او تل سوله خپل لومړیتوب بولي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون