روغتيا او ژوند

له وخت وړاندې د وېښتو سپینېدل د وژونکې ناروغۍ نښه ده

په هندوستان کې نوې روغتیايي څېړنه ښيي چې سړي په ځوانانوکې د وېښتانو سپینېدل یا گنجی کېدل د زړه ناروغیو خطر پنځه برابره زیاتولای شي.

د یو اېن مهتا انسټېټیوټ اف کارډیالوجي اېنډ ریسرچ سنټر څېړنې کې ویل شوې چې که له څلوېښت کلنۍ وړاندې د کوم کس وېښته سپینیږي یا گنجی کېږي نو دغو کسانو کې د زړه د ناروغیو خطره پنځه برابره لوړېږي.

څېړنې کې ویل شوې چې ځوانانو کې د زړه د ناروغیو کچه لوړېږي خو نښې يي عامې نه دي چې له همدې امله پېژندل او درملنه يي له ستونزو سره مخ کېږي.

د دغې څېړنې څېړونکي وايي چې له وخت وړاندې د وېښتو سپینېدل یا گنجی کېدل د وینې شریانونو زوړوالی ښيي چې د زړه د ناروغیو خطر لامل گرځي.

د دغې څېړنې په جریان کې له دوو زرو څخه زیاتو کسانو ژوند څارل شوې چې له دې جملې څخه د ۷۹۰ کسانو عمر له څلوېښت څخه ټيت و.

له پایلو څرگنده شوه چې هغه ځوانان چې د زړه په ناروغیو اخته ول، هغوی کې د ۵۰ سلنې وېښته سپین او ۴۹ سلنه يي گنجي ول.

څېړونکي وايي چې نارینه‌وو کې ژر گنجی کېدل د زړه د ناروغیو خطر ۵٫۶ سلنه پورې لوړولای شي، په داسې حال کې چې د وېښتانو سپینوالی دغه خطر ۵٫۳ سلنه لوړوي.

څېړونکي وايي چې له وخت وړاندې د وېښتانو سپینېدل او گنجیتوب هم باید د زړه ناروغیو لپاره خطرناکه عناصر وبلل شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون