سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لېږد نړیوال غبرگونونه پارولي

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغې پرېکړې په اسلامي هېوادونو کې او نړيواله کچه پراخ غبرگونونه پارولي، چې غواړي په اسراييلو کې امریکايي سفارت بین المقدس ته ولېږدوي.

د امریکا ولسمشر څه موده وړاندې خپل فلسطيني سيال محمود عباس ته ويلي و، چې ده پرېکړه کړې د امریکا سفارت بیت المقدس ته ولېږدوي.

د اسلامي او ځينو نړيوالو دولتونو مشرانو امریکا ته گواښ کړی، چې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لېږد به په سيمه کې شخړو ته لمن ووهي او ناوړه پایلې به ولري.

اردن هم امریکايي او فلسطيني چارواکو سره په دې اړه اړيکه نيولې او بیت المقدس ته يې د امریکا د سفارت په لېږدولو توند غبرگون ښوولی دی.

د اردن د بهرنيو چارو وزير ایمن صفدي د عربي او اسلامي هېوادونو د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې، چې د عرب ټولنې تر مشرۍ لاندې به د راتلونکې شنبې او يکشنبې په ورځ ناسته وکړي او د ټرمپ د دې «خطرناک» هوډ پر ضد به پرېکړه وکړي.

د اردن د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې د عربي او اسلامي هېوادونو له چارواکوو سره او همدارنگه د اسلامي همکارۍ سازمان له ريس ترکي ولسمشر رجب طیب اردوگان سره يې اړيکې نيولي دي.

د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې د محمود عباس سربېره د سيمې نورو مشرانو ته د ټيليفوني اړيکو له لارې ويلي و، چې دی غواړي د امریکا سفارت بیت المقدس ته ولېږدوي.

فلسطيني چارواکي وايي، دوی لا هم په تمه دي، چې ټرمپ به خپله پرېکړه بېرته واخلي، په داسې حال کې، چې بیت المقدس ته د امریکايي سفارت لېږد په هېڅ ډول د سيمې او اسلامي هېوادونو ته د منلو وړ نه دی.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، چې ټرمپ هوډ لري بیت المقدس د اسراييلو د تلپاتې پلازمېنې په توگه وپېژني، خو بیت المقدس ته به د امریکا د سفارت لېږد تر يوه ځانگړي وخته وځنډوي.

اردني چارواکي وايي، چې ډونلډ ټرمپ ته يې د ټيليفوني اړيکې پر مهال گواښ کړی، چې بیت المقدس ته به د امریکايي سفارت لېږد ناوړې پايلې ولري او د سيمې امنيت به ورسره له گواښ  سره مخ شي.

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز هم د امریکا ولسمشر ته ويلي، چې بیت المقدس ته به د امریکايي سفارت لېږد د مسلمانانو غوسې راوپاروي.

د المغرب پاچا محمد السادس هم ډونلډ ټرمپ ته په يوه لیک کې بیت المقدس ته د امریکايي سفارت د لېږد په پرېکړه خپله جدي اندېښنه ښکاره کړې او ټينگار يې کړی، چې  القدس بايد د اوسېدو لپاره پاتې شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم ويلي، چې «د قطر دولت د امریکا هغه پرېکړه په بشپړه توگه ردوي چې بیت المقدس دې د اسراييلو پلازمېنه او امریکايي سفارت دې هلته ولېږدول شي.»

رویټرز خبري اژانس تېره اوونۍ د يوه امریکايي چارواکي له خولې ليکلي و، چې ټرمپ به د روانې اوونۍ تر پايه بیت المقدس ته د امریکايي سفارت د لېږد پرېکړه وکړي، خو د ټرمپ زوم او سلاکار جاريډ گوشنر تېره يکشنبه رسنيو ته ويلي، چې  ولسمشر تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

کانگريس په ۱۹۹۵ کې قانون تصويب کړی و، چې «بیت المقدس بايد د اسراييلو پلازمېنه وي» او غوښتنه يې کړې وه، چې د امریکا سفارت هم بايد له تل ابیب څخه بیت المقدس ته ولېږدول شي.

پراخ غبرگونونه

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، چې د امریکا له لوري بیت المقدس د اسراييلو  پلازمېنه پېژندل کېدای شي د ترکيې او اسراييلو د ډيپلوماټيکو اړيکو د پرېکون لامل شي.

اردوغان په انقره کې د ترکيې له پارلماني غړو سره په خبرو کې ټينگار کړی، چې بیت المقدس د مسلمانانو لپاره سره کرښه ده او غوښتنه يې کړې، چې په دې اړه به د اسلامي همکارۍ د سازمان بېړنۍ غونډه راوغواړي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو مسوولې فيديريکا موگيريني وايي، چې اروپا د ټولو هغو هڅو مرسته او درناوی کوي، چې د اسراييلو او فلسطين تر منځ د سولې په موخه د دوو دولتونو د اواري لپاره کېږي.

موگیريني په بروکسل کې د امریکا د بهرنيو چارو له وزير ريکس ټيلرسن سره په خبرو کې گواښ کړی، چې د امریکا ناسمه پرېکړه به د دوو دولتونو د اواري هڅې زیانمنې کړي او ټينگار یې کړی، چې بايد د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ د روغې جوړې لپاره بیت المقدس د دواړو دولتونو لپاره گډه پلازمېنه وي.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون هم د ټرمپ دغه څرگندونې د اندېښنې وړ بللي او ټينگار يې کړی، چې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت ممکنه لېږد به ناوړې پایلې ولري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون