اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر) سياست

د افغانستان او ازبکستان د اړیکو نوی فصل څومره ارزښت وړ دی؟

ولسمشر همداراز وویل، د امنیت، سوداگرۍ، ټرانزیټ، گمرکونو او نورو برخو کې د افغانستان او ازبکستان اړیکې د سیمې او نړۍ په گټه دي.

په تېرو څلورو لسیزو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان هغه اړیکې پرې شوې، چې پخوانیو حکومتونو ورسره لرلې؛ خو تازه داسې ښکاري، چې افغانستان یو ځل بیا د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د نږدې والي پړاو ته رسیدلی دی.

اقتصاد پوهان له شمالي گاونډیو سره د افغانستان اړیکې مهمې او د ارزښت وړ بولي او په وینا يې افغانستان باید خپلې اقتصادي او ستراتېژیکې گټې د نورو هېوادونو د نظریو قرباني نه کړي.

تازه ولسمشر غني ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال له یاد هېواد سره ۲۱ بېلا بېل هوکړه‌لیکونه او ۴۰ تړونونه لاسلیک کړل، او په پلي کېدو سره به یې د داوړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پياوړې او سوداگرۍ چټکه شي.

ولسمشر غني تېره ورځ ازبکستان کې یوې خبري ناستې ته وویل، ۲۰۱۸ به د افغانستان او ازبکستان تر منځ د گډو همکارو له پلوه مهم او تاریخي کال وي.

د غني په وینا سوداگرۍ او ټرانزیټ به د اوس لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د نږدیوالي دوه مهمې برخې وي.

ولسمشر همداراز وویل، د امنیت، سوداگرۍ، ټرانزیټ، گمرکونو او نورو برخو کې د افغانستان او ازبکستان اړیکې د سیمې او نړۍ په گټه دي.

د ازبکستان ولسمشر میرضیایوف هم په خپلو خبرو کې د محمد اشرف غني وروستی سفر تاریخي او د گډو همکاریو د پيل یو نوی فصل وباله.

نوموړي د افغان سولې له بهیره ملاتړ اعلان کړ او په وینا یې دوی د یوه با ثباته افغانستان غوښتونکي دي.

سیاسي کارپوه وحید مژده وايي، د منځنۍ اسیا د هېوادونو اندیښنه یوازې په امنیتي برخه کې ده او دوی ویره لري، چې وسله‌والې ډلې د افغانستان له پولو دوی ته ور وانه وړي، نو ځکه په اقتصادي او سیاسي اړیکو کې هم له افغانستان سره په احتیاط چلند کوي.

دغه ویره هغه مهال هم څرگنده شوه چې د افغانستان او چین تر منځ د تلونکي ریل گاډي مخه ازبکستان له دې ویرې ونیوله چې له افغانستانه مخدره توکي یا وسله‌وال د دوی هېوادونو ته قاچاق نه شي.

اقتصادي کارپوه محب الله شریف د منځۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي نږدیوالی مهم او د ارزښت وړ بولي او په وینا یې دا هېوادونه د افغانستان د اوسنیو اقتصادي شریکانو بدیل هم کیدای شي.

د شریف په وینا افغانستان اوس مهال تر ډېره په ټرانزیټي برخه کې پر پاکستان متکي دی؛ خو که د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پراخیږي افغانستان نوي فرصتونه او سیمه‌ییز بدیلونه پيدا کوي.

خو ځېنې نور بیا وروستي بدلونونه سره له دې چې مهم بولي؛ خو په کې د احتیاط غوښتونکي دي.

د ټولنیزو رسنیو یو کاروونکي محمد نظیم سمون وايي: (هر سیمه‌ییز بدلون خپل تبعات لري چې بې ثباته هېوادونه د دغسې بدلونونو پر وړاندې ډېر اسیپ پذیره وي، موږ له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره گډه پوله لرو، دا او د مرکزي اسیا نور هېوادونه د اقتصادي پرمختگ او ودې پر یوه نوي مسیر ور سم شوي، چې کېدای شي په راتلونکو دوه درې لسیزو کې یې سیاستونه هم بدل شي، نو ځکه د ملي وحدت حکومت باید د مرکزي اسیا هېوادونو سره د اړیکو یو داسې پوخ چوکاټ جوړ کړي چې په راتلونکي کې د افغانستان گټې او ملي امنیت خوندي وي.)

سمون وړاندیز کوي، چې  له دغو هېوادونو سره باید داسې تعهد وشي چې په راتلونکي کې د ترکیې، پاکستان او ایران غوندې په افغانستان کې له نژادي، مذهبي او فرهنگي عناصرو او پوتنشيل نه د ځان په گټه کار وانخلي.

د هغه په وینا په ټوله کې باید د بېلتون پالنې او د یو بل په کورنیو چارو کې د نه مداخلې په اړه قوي تعهد رامنځته شي او نیک نیت کولای شي چې اقتصادي پرمختگ او سیمه‌ییزې همکارۍ ته لار هواره کړي.

چابهار بندر، د لاجوردو لاره، د منځۍ اسیا له هېوادونو سره وروستي ټرانیزیټي تړونونه هغه اقتصادي پرمختگونه دي، چې د ملي یووالي حکومت یې خپله لاسته راړونه بولي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون