سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د مخالفتونو سربېره ټرمپ بیت المقدس ته د امریکايي سفارت په لېږدولو ټينگار کوي

د عربي او اسلامي دولتونو د مخالفتونو سربېره ټاکل شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به نن ماښام ناوخته په اسراييلو کې بیت المقدس ته د امريکا د سفارت دلېږدولو اعلان وکړي

امریکايي چارواکو ويلي، ولسمشر ټرمپ به نن د يوې رسمي غونډې پر مهال اسراييلو کې د امریکا سفارت بیت المقدس ته د لېږدولو اعلان وکړی. بیت المقدس ته د امریکايي سفارت د لېږد اعلان به په راتلونکو کلونو کې عملي شي، خو ټاکلې نېټه به يې اعلان نه شي.

امریکايي رسنۍ وايي، چې ډونلډ ترمپ په دې اړه د عربي او اسلامي دولتونو هغه مخالفتونه له پامه غورځولي، چې له دې پرېکړې سره به د سيمې امنيت او ټيکاو له گواښ سره مخ شي.

چارپوهانو ويلي، چې بیت المقدس ته د امریکايي سفارت د لېږد له اعلان سره امريکا پر دوو خبرو اعتراف وکړي: «يو دا، چې بیت المقدس د يهودي ديني تاريخي ښار دی او دويم دا، چې بیت المقدس به د اسراييلو رسمي پلازمېنه شي.»

د امريکايي چارواکو په باور د ټرمپ زوم او ځانگړي سلاکار او همدارنگه د نړيوالو مذاکراتو لپاره د متحده ايالتونو استازي جيسن گرينبلات په خپل په تازه راپور کې له ولسمشر ټرمپ غوښتي، چې بیت المقدس ته د امریکایي سفارت د لېږد اعلان وکړي.

چارواکي زياتوي، چې نن ماښام ناوخته به ټرمپ بیت المقدس ته د امریکايي سفارت د لېږد د اعلان پر مهال د منځني ختيځ په سولې او د «دوو دولتونو په اواري» هم ټينگار وکړي.

د سپينې ماڼۍ وياندې ساره سندرز په خپلو وروستيو څرگندونو کې رسنیو ته ويلي، چې ولسمشر ټرمپ د اسراييلو، فلسطين، اردن، مصر او سعودي له چارواکو سره په خپلو ټيليفوني اړيکو کې هغوی ته ويلي، چې خپل سفارت له تل ابیت څخه بیت المقدس ته لېږدوي.

عربي رسنۍ وايي، چې فلسطين، اردن، ترکيې، سعودي، قطر، مصر، لبنان، عراق او نورو دولتونو د ټرمپ له دې پرېکړې سره مخالفت ښوولی او بیت المقدس ته يې د امريکايي سفارت د لېږدولو د ناوړو پايلو خبر ورکړی دی.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم خپل امریکايي سیال ته خبرداری ورکړی، چې بیت المقدس د مسلمانانو لپاره «سره کرښه» ده.

عرب ټولنې له متحده ايالتونو غوښتي، چې بايد د بیت المقدس په اړه د ملگرو ملتونو د ۲۰۰۲ قرداد ته درناوی وکړي او د دوو دولتونو د اواري پر بنسټ د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

کانگریس په ۱۹۹۵ کې د يوه قراداد له مخې پرېکړه کړې وه، چې بیت المقدس د اسراييلو «قانوني» پلازمېنه ده، خو امریکايي ولسمشرانو تر اوسه د دغې پرېکړې له عملي کولو ډډه کوله او ټرمپ د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال له يهودانو سره ژمنه کړې وه، چې بیت المقدس به د اسراييلو د پلازمېنې په توگه اعلانوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون