روغتيا او ژوند

واده د عقل زوال (Dementia) ناروغۍ څخه مخنیوی کوي

په انگلستان کې د څېړونکو یوې ډلې د واده روغتیايي گټو لپاره گڼې څېړنې کړي او روغتیايي گټې يي پرتله کړي.

دغو څېړونکو د دغې موخې لپاره لږ تر لږه ۱۵ څېړنې چې په ۸۱۲۰۰۰ څخه زیاتو کسانو ترسره شوي، څېړلي.

څېړونکي وايي چې د دغې څېړنې او پلټنې پر مهال يي هغه خلک چې طلاق یې اخیستی، کونډ شوي یا تر اوسه يي واده نه دی کړی له وادو شوو سره پرتله کړي.

څېړونکو د دغې څېړنې پایله کې ویلي، هغو کسانو کې چې طلاق يي اخیستی، کونډ شوي یا تر اوسه يي واده نه دی کړی د عقل زوال په ناروغۍ د اخته کېدو خطر ډېردی.

د دغې څېړنې پر بنسټ هغه ښځې يا سړي کې چې کونډ شوي د هغو په پرتله چې خاوند یا ښځه لري هغوی کې د عقل زوال ناروغۍ خطر ۲۰ سلنه لوړه ده.

خو د دغې ناروغۍ خطر بیا هغو کسانو کې چې هېڅ واده يي نه دی کړی ډېر زیات لوړ دی.

څېړونکي وايي، هغو کسانو کې چېواده يي نه دی کړی د هغو په پرتله چې واده شوي د عقل زوال په ناروغۍ د اخته کېدو خطر ۴۲ سلنه زیات دی.

دغې څېړنې کې ویل شوي چې واده له مختلفو لارو بدن کې د عقلي زوال ناروغۍ خطر په وړاندې مبارزه کوي او خطر يي له منځه وړي.

څېړونکي وايي، په دې اړه چې هغه خلک چې کونډ شوي یا هېڅ واده يي نه دی کړی څنگه کولای شي د دغې ناروغۍ خطر له منځه یوسي نورو څېړنو ته اړتیا ده.

د دغې څېړنې مشر څېړونکی سومرلاډ وايي :«هغو ټولنو کې چې د زیات عمر لرونکو کسانو منزوي کېدل نور هم عام کېږي، باید له خلکو سره د زړو خلکو بېرته یو ځای کولو لپاره هلې ځلې وشي او د ټولنیزې انزوا مخه ونیول شي.»

د څېړونکو په وینا له واده وروسته د خپلوانو زیاتېدل او له ټولو سره په ورځني ډول اړیکې لرل هغه لاملونه دي چې د عقل زوال ناروغۍ په وړاندې مقاومت کوي او د دغې ناروغۍ مخه نیسي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون