افغانستان سلايډ (فيچر)

سولې شورا: هر ځای چې طالبان غواړي د سولې خبرې ورسره کوو

د سولې عالي شورا وايي، طالبان چې له هرې لارې او هر ځای وغواړي د سولې خبرې وکړي دوی چمتو دي ورسره کیني.

شورا همداراز وايي، ډير ژر به د اندونیزیا د علماوو یو پلاوی کابل ته راشي او په افغانستان کې روانه جگړه به ناروا وبولي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک نن کابل کې یوې خبرغونډې ته وویل، دا ځل موږ هیله لرو، چې طالبان د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.

د خپلواک په وینا له هرې لارې او هر ډول چې طالبان وغواړي دوی چمتو دي ورسره سوله وکړي.

هغه وویل، اوس د جگړې ټولې ښکیلې غاړې هم په دې باور دي، چې جگړه د حل لاره نه ده.

یادې خبري ناستې ته د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي وویل، د اندونیزیا هېواد د علماوو یو پلاوی به ډير ژر کابل ته سفر وکړي او په افغانستان کې روانه جگړه به ناروا وبولي.

د خلیلي په وینا په هغه سفر کې چې دوی تېره اونۍ اندونیزیا ته درلود د یاد هېواد د ولسمشر مرستیال ورسره ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د سولې په برخه کې هر هغه مرسته وکړي چې اړتیا یې وي.

محمد کریم خلیلي همداراز زیاته کړه، چې اندونیزیا د یوه بې طرفه هېواد په توگه کولی شي، د افغان سولې په بهیر کې مثبت رول ولري.

د سولې عالي شورا مشر وویل، له سیاسي څېرو او گوندونو سره یې هم بېلا بېلې ناستې ترسره کړي او هغوی هم د سولې له خبرو ملاتړ اعلان کړی.

که څه هم گنگوسه دا وه چې د سولې عالي شورا پلاوي په اندونیزیا کې طالبانو ته د دفتر پرانیستلو پر موضوع هم خبرې کړي؛ خو په نننۍ خبري ناسته کې د شورا مسوولینو په دې اړه څه ونه ویل.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون