سلايډ (فيچر) سوله سيمه، عرب او نړۍ

واشنگټن پوسټ: ټرمپ د بیت المقدس په اړه څه هوډ لري

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې په يوې څېړنيزې مقالې کې پوښتنه کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بیت المقدس په اړه څه هوډ لري، په داسې حال کې، چې  تمه ده، ټرمپ به نن بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږدولو اعلان وکړي او القدس شریف به د اسراييلو پلازمېنه اعلان کړي.

امریکايي ليکوال ادم تيلور واشنگټن پوسټ ته په خپلې څېړنيزې مقالې کې ليکلي، چې شونې ده، ډونلډ ټرمپ بیت المقدس ته د امریکايي سفارت د لېږد له اعلان سره د امریکا په بهرنۍ تگلاره کې انقلاب راولي.

ليکوال وايي، چې ټرمپ به د دغه اټکل شوې پرېکړې له مخې د اسراييلي حکومت د خوشحالولو هڅه وکړي، خو په ورته وخت کې به دغه پرېکړه په عربي او اسلامي هېوادونو کې د غوسې او کرکې پراخ موجونه راوپاوري او هغه څوک، چې د فلسطين قضيه خپله بوله د امریکا پر ضد به يې کرکه نوره هم زياته شي.

ادم تيلور زياتوي، چې ډونلډ ترمپ له پخوا د فلسطين، اردن او مصر چارواکو ته ويلي، چې هوډ لري د امریکا سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته ولېږدوي او دغه ژمنه يې د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال هم کړې وه. ليکوال دا هم وايي، چې شونې ده ټرمپ بیت المقدس ته د امریکايي سفارت د لېږدولو پرېکړه وځنډوي، خو دا خبره تر ډېره باوري ده، چې ټرمپ د کانگريس د ۱۹۹۵ له تصويب شوي قانون سره سم بیت المقدس د اسراييلو پلازمېنه اعلان کړي.

 د ټرمپ غوراوي څه کېدای شي؟

د ټرمپ پر وړاندې څو پاروونکي غوراوي دي؛ يا به د امریکا سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته لېږدوي او يا به هم يوازې دا اعلان وکړي، چې بیت المقدس د اسراييلو پلازمېنه ده.

ليکوال د دواړو پرېکړو تر منځ د توپير او د دغو پرېکړو د پايلو په اړه پوښتنه کړې ده.

ادم تيلور ليکلي، ډېری خلک په دې باور دي، چې بیت المقدس ته د امریکا سفارت لېږدول دا معنا لري، چې دا ښار نور د اسراييلو پلازمېنه ده. د سپينې ماڼۍ پر وړاندې بل غوراوی دا دی، چې خپل سفارت په تل ابیب کې پرېږدي، خو د دې په بدل کې دا هم شونې ده، چې بیت المقدس د اسراييلو پلازمېنه اعلان کړي.

د ليکوال په باور که ټرمپ يوازې بیت المقدس د اسراييلو پلازمېنه اعلان کړي، نو د ډېری سخت دريځو اسراييليانو غبرگونونه به وپاروي او په ورته وخت کې به ډېری فلسطينيان هم له دې پرېکړې خوښ نه وي.

ادم تيلور وايي، چې د ټرمپ د وينا ژبه به پرېکنده وي، دی به د اسراييلو په ادبياتو بیت المقدس د اسراييلو تلپاتې پلازمېنه اعلان کړي، دا به د فلسطينيانو په گډون د اسلامي هېوادونو د غوسې پارولو لامل شي، خو که لويديځ قدس يې د اسراييلو پلازمېنه ونوموله؛ دا پرېکړه به د ډېری سخت دريځو اسراييلو د پارېدو لامل شي.

خو که ټرمپ د امریکا سفارت بیت المقدس ته د لېږدولو سربېره دغه ښار د اسراييلو پلازمېنه اعلان کړه، نو دې سره به د فلسطينيانو غوسه او نهيلي اوج ته ورسيږي.

ليکوال زياتوي، چې شپږ اتيا هېوادونه په تل ابیب کې سفارتونه لري او د امریکا په گډون لږ هېوادونه په بیت المقدس کې خپلې قونسلگرۍ لري.

د ليکوال په باور اسراييل د ټول فلسطين د ملکيت ادعا لري، په دې اړه د تاريخ په پېچلو کيسو استدلال کوي. ادم تيلور زياتوي، چې اسراييلو د بیت المقدس ختيځ د ۱۹۶۷ په جگړو کې نيولی دی.

دی وايي، چې د لويديځ بیت المقدس ډېری اوسېدونکي اسراييل دي، په داسې حال کې، چې د ختيځ بیت المقدس ډېری اوسېدونکي فلسطينيان دي او د ډېری دولتونو سفارتونه هم په بیت المقدس کې و، خو په ۱۹۸۰ کې، چې اسراييلو بیت المقدس خپله يوازينۍ پلازمېنه اعلان کړه، دغو هېوادونو ورو ورو خپل سفارتونه له دې ښاره ووېستل.

د ليکوال د معلوماتو له مخې  کاسټرايکا او سلواډور وروستي دولتونه وو، چې خپل سفارتونه يې په ۲۰۰۶ کې له بیت المقدس څخه ووېستل.

ليکوال ويلي، چې په بیت المقدس کې د امریکا سفارت نه و، خو په ۱۹۹۵ کې کانگریس قانون تصويب کړی، چې القدس شريف بايد د اسراييلو پلازمېنه وي، خو په دې قانون کې د تاخیر شونتيا وه، چې په تکراري توگه دې د امنيتي ستونزو له امله د کانگريس پرېکړه د هر ځل لپاره شپږ مياشتې وځنډول شي.

ادم تيلور د مقالې په پای کې ليکلي، چې د بل کلنټن د واکمنۍ راهیسې هر ولسمشر په کال کې دوه ځله د امریکا ملي امنيت ته د گواښ پېښېدو له وېره د کانگریس دغه قانون په ځڼدولو لاسليک کاو، ولسمشر ټرمپ هم په تېر جون کې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لېږدول وځنډول، خو تېره دوشنبه، چې شپږ مياشتې يې بيا پوره شوې، ډونلډ ټرمپ پرې لاسليک ونه کړ او پرېکړه يې کړې، چې نن به د امریکا پر وخت ماښام ناوخته بیت المقدس د اسراييلو پلازمېنه اعلان کړي او هلته به د امریکا د سفارت د لېږدولو پرېکړه هم اعلان کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون