سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ټرمپ بیت المقدس د اسراييلو پلازمېنه اعلان کړه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلې ټلويزيوني وينا کې بیت المقدس د اسراييلو پلازمېنه اعلان کړه او د بهرنيو چارو وزارت ته يې امر وکړ، چې د امریکا سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د لېږدولو چارې پيل کړي. د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن او کانگریس د ټرمپ د پرېکړې هرکلی کړی دی.

د امریکا په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره ټرمپ هغه گام پورته کړ، چې پخوانيو ولسمشرانو ترې ځان گوښه کاو او تېره شپه يې په خپلې ټلويزيوني وينا کې وويل: «ما پرېکړه کړې، چې هغه وخت اوس رارسېدلی، چې بايد بیت المقدس د اسراييلو پلازمېنه اعلان کړو» او تر دې وروسته يې پر دې پرېکړه لاسليک وکړ.

د امریکا ولسمشر وويل، چې دا گام له ډېر وخته د خنډ او ځنډ ښکار و او «له يوه ځمکني حقیقت څخه په اعتراف پرته بل هېڅ نه دي، دا حق کار دی او بايد په دې اړه گام اخيستل شوی وای.» ټرمپ زياته کړه، چې اسراييل خپلواک دولت دی او هر ځای، چې وغواړي خپله پلازمېنه نومولی شي.

د ټرمپ په باور د ده له دې پرېکړې به د اسراييلو او عربو تر منځ د «نژدې والي نوی فصل» پرانيستل شي او ټينگار کوي، چې د دغې پرېکړې ځنډ د سولې لپاره هېڅ گټه نه ده کړې.

ټرمپ د بهرنيو چارو وزارت ته امر کړی، چې د امریکا سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته ولېږدوي، خو په ورته وخت کې يې د سفارت د لېږد د شپږ مياشتيني ځنډ قراداد هم لاسليک کړ.

د امریکا ولسمشر وويل، له دې وروسته امریکايي انجينران کولای شي، چې بیت المقدس کې د امریکا د سفارت د جوړلو چارې پيل کړي.

ټرمپ ويلي، چې کانگریس په ۱۹۹۵ کې بیت المقدس ته د امریکايي سفارت د لېږد قانون تصويب کړی و، خو پخوانيو ولسمشرانو د «جرئت نه لرلو» له امله دغه پرېکړه ځنډوله.

ډونلډ ټرمپ «بیت المقدس د ډيموکراسۍ لپاره په سيمه کې اړین ځای» بولي او زياته يې کړه، چې بیت المقدس بايد  «د يهودو مسيحيانو او مسلمانانو د عبادت گډ ځای وي.»

امريکايي ولسمشر وويل، چې دی لا هم د «دوو دولتونو» په اواري ټينگار کوي او تر څو، چې دواړه لوري يوې روغې ته نه وي رسېدلي، بايد د سپېڅلو ځايونو درناوی وساتل شي.

د ټرمپ دې پرېکړې په اسلامي نړۍ کې پراخ غبرگونونه پارولي، عربي او اسلامي هېوادونو بېړنۍ ناستې راغوښتي او په ټولو اسلامي هېوادونو کې د امریکا پر ضد لاريونونه پيل شوي، خو اسرایيلي ټلويزيون ويلي، چې ټرمپ دا پرېکړه د سعودي او مصري چارواکو له تاييد وروسته کړې ده.

ټرمپ ويلي، چې دی په ځينو سيمو کې د خلکو مخالفتونه او لاريونونه درک کوي، خو ټينگار يې کړی، چې بايد «خلک منځلاری او ارام فکر وکړي او د تاوتريخوالي پر ځای بايد د بښنې فکر غالب وي.»

د امریکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټیلرسن د ټرمپ له وينا وروسته سپينې ماڼۍ کې رسنيو ته وويل، چې بايد سمدستي بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږد چارې پيل شي او زياته يې کړه، چې دا پرېکړه يې د سيمې له هېوادونو سره له اوږدو سلامشورو وروسته کړې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون