ټکنالوژي روغتيا او ژوند

گوگل لټون مو د عقل زوال په ناروغۍ اخته کوي

زیات شمېر خلک حتی ساده موضوعاتو اړوند معلومات لپاره هم گوگل لټون څخه استفاده کوي خو دغه عادت انسان په وژونکی ناروغۍ اخته کولای شي.برتانياکې ترسره شوې نوې څېړنې ادعا کوي چې گوگل لټون له اندازې زیات کارول روغتیا ته زیان رسوي.

د برتانيې سېنټ اېنډریوز پوهنتون لخوا ترسره شوې دغې څېړنې کې ویل شوي چې معلومات ترلاسه کولو لپاره پر گوگل لټون ډېر انحصار د عقل زوال یا ډېمېنشیا ناروغۍ خطر زیاتوي.

د څېړنې پر بنسټ د اعصابو کارولو پر ځای پر گوگل لټون انحصار په ذهني فعالیتونو ناوړه اغېز کوي او د عصبي ناروغیو خطر زیاتوي.

د څېړنې پر بنسټ دغه عادت د اعصابو غوره روغتیا لپاره مضر دی او لازمه ده چې خلک د خپل ذهن کارولو ته لوړمړیتوب ورکړي.

څېړونکي وايي چې ډېری  انټرنیټ ته لاس رسی لرونکي خلک یاددښت څخه معلومات ذهن ته راوړلو پر ځای گوگل لټون کې يي لټوي.

د څېړونکو په وینا د ذهن او اعصابو نه کارول د عقل زوال یا ډېمېنشیا ناروغۍ لامل گرځېدای شي.

د دغې څېړنې پر بنسټ مختلف لاملونه لکه چاپېریال، ذهني فشار او جېنونه د الزایمر ناروغۍ لامل گرځي چې پر انټرنیټ انحصار هم یو له دغو لاملونو څخه دی.

له دې وړاندې ۲۰۱۵ کې یوې روغتیايي څېړنې ادعا کړې وه چې له ځیرک موبایل او گوگل څخه د معلومات ترلاسه کولو باندې له اندازې زیات انحصار د انسان یاددښت کمزوری کوي چې له امله يي عام څېزونه هم نشي یادولی.

له دې وړاندې د مایکروسافټ کمپنۍ څېړنې کې هم ویل شوې وه چې انساني تمرکز وړتیا اوسط کې د ۲۰۰۰ز کال په پرتله چې ۱۲ ثانیي وې کموالی راغلی او اوس یوازې ۸ ثانیې دي.

څېړونکي وايي هغه خلک چې ډېر ټکنالوژي اوزار کاروي، هغوی کې په خپل چاپیریال د فکر متمرکز کولو وړتیا کمزورې وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون