ټکنالوژي

سامسنگ ۵۱۲ گېگابایټ وړتیا لرونکې میموري کارډ جوړوي

سامسنگ کمپنۍ منلې چې ځیرکو موبایلونو لپاره يي په لوړه کچه د ۵۱۲ گېگاباټ وړتیا لرونکې میموري کارډ تولید پیل کړې.

د سامسنگ کمپنۍ له دغو څرگندونو داسې ښکاري چې د دغې کمپنۍ راتلونکي ځيرک موبایلونه به د فایل ثبتونې وړتیا له نظره هېڅ کومه ستونزه ونه لري.

اوسمهال د فایل ثبتونې تر ټولو لوړ ظرفیت لرونکي ځيرک موبایلونه له ۱۲۵ گېگابایټ او ۲۵۶ گېگابایټ سره وړاندې کېږي خو د سامسنگ کمپنۍ راتلونکی میموري کارډ به د دې دوه برابره یعنی ۵۱۲ گېگابایټ وړتیا ولري.

تر ټولو جالبه دا ده،که څه هم د وړتیا له نظره دغه میموري کارډ د سامسنگ پخوانۍ تر ټولو زیات ظرفیت لرونکی میموري کارډ چې ظرفیت يي ۲۵۶ گېگاباټ و دوه برابره ده خو ورته فزیکي اندازه لري.

که څه هم د سامسنگ او انډرایډ ځیرک موبایلونه اکثره د اضافي میموري کارډ منلو وړتیا لري خو د فایل ثبتونې داخلي وړتیا ځانته گټې لري.

سامسنگ کمپنۍ ادعا کوي چې دغه ۵۱۲ گېگابایټ وړتیا لرونکی میموري کارډ یوه ثانیه کې ۸۶۰ او ۲۵۵ مېگابایټ معلومات انتقالوي چې د عادي میموري کارډ په پرتله اته ځلي چټکه ده.

سامسنگ وايي چې دغه میموري کارډ يي د راتلونکي نسل ځیرکو موبایلونو لپاره جوړ کړی خو ایا دا چې دغه میموري کارډ به د سامسنگ په راتلونکی ځیرک موبایل گلکسي اېس۹ کې اضافه شي څرگنده نه ده.

د ټکنالوژي پرمختگ سره د گرافیک کارولو او یو شمېر نورو لاملونو له امله د کاریالونو اندازه غټېږي چې له همدې امله باید د میموري کارډونو ظرفیت هم لوړ شي.

د هر ځیرک موبایل یا ټبلېټ زیاته برخه عامل سیستم نیسي او د پرمختللي کامرو وېډیو او تصویرونه هم ډېر زیات میموري ته اړتیا لري.

سامسنگ کمپنۍ ادعا کوي چې دغه ۵۱۲ گېگابایټ وړتیا لرونکی میموري کارډ کې ۱۳۰ دانې ۱۰ دقېقې 4K الټرا اېچ ډي وړتیا لرونکې وېډیو ځاییږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون