افغانستان خبر

طالبان: کابل کې موږ ته د دفتر پرانیستلو خبره بې ځایه ده

د سولې شورا او اجرایه رییس وړاندیز کړی، که طالبان وغواړي په کابل کې دفتر پرانیستلی او د سولې د خبرو د ادرس لپاره کارولی شي؛ خو طالبان وايي، کابل کې دوی ته د دفتر پرانیستلو خبره بې ځایه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، طالبان په افغانستان کې په ډېرو سیمو واکمن دي او که وغواړي دوی په خپله د ځان لپاره د هېواد په یوه برخه کې دفتر پرانیستلی شي.

نوموړی وایي، د افغان حکومت هغه خبره چې طالبان دې په کابل کې دفتر پرانیزي ځکه بې ځایه ده، چې له یو لوري دوی په خپله د هېواد په یوه برخه کې ځان ته دفتر پرانیستلی شي او له بل لوري دوی په قطر کې دفتر لري.

خو د دې تر څنگ د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل پرون ویلي و، چې د طالبانو د قطر دفتر په اړه په حکومت کې بحثونه کېږي او که ثابته شي، چې طالبان دغه دفتر د تبلیغاتو او مالي اسانتیاوو موندلو لپاره کاروي وبه تړل شي.

هغه زیاته کړې وه حکومت ته داسې راپورونه رسیدلي، چې طالبان قطر دفتر له سیاسي موخو پرته د نورو موخو لپاره کاروي.

خو ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، قطر دفتر یوازې د یوه سیاسي ادرس او له نورو بهرنیو جهتونو سره د خبرو لپاره کاریږي.

د هغه په وینا د طالبانو او قطر تر منځ د شوي تعهد له مخې طالبان یاد دفتر د تبلیغ یا مالي اسانتیاوو د موندلو لپاره نه شي کارولی او دوی د یادې ژمنې خلاف عمل نه کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون