ټکنالوژي

د ۲۰۱۷ تر ټولو پیاوړې بېټرۍ لرونکي لپ‌ټاپونه

که څه هم ځينې  کاروونکي د لپ‌ټاپ ډیزاین او سرعت ته غوره‌‌والی ورکوي خو اکثره کاروونکو او پېرېدونکو ته تر ټولو مهمه ځانگړنه د بېټرۍ د چارج ساتلو وړتیا وي.

ښه خبر دا دی چې اوس ۱۰ ساعته یا له دې هم زیاتې مودې لپاره چارج ساتونکو لپ‌ټاپونو موندل کوم سخت کار نه دی او په اسانۍ سره موندل کېدای شي.

د وېنډوز ۱۰ او مک او اې (MacOS) عامل سیستمونو نوي پرمختللی بڼې هم لپ‌ټاپونو سره اوږدې مودې لپاره چارج ساتلو کې د پام وړ مرسته کوي.

دلته یو شمېر هغه لپ‌ټاپونه درپېژنو چې بېټرۍ يي تر ټولو زیاتې مودې لپاره د چارج ساتلو وړتیا لري:

۱- اېسر کروم‌بک ار‌۱۳

د اېسر کمپنۍ نوی کروم‌بک ار‌۱۳ (Acer Chromebook R13) چې که څه هم بیه يي ټېټه ده خو تر دې مهاله تر ټولو اوږدې مودې لپاره چارج ساتونکې بېټرۍ لري. دغه لپ‌ټاپ د ۷۸۲ دقېقو یا ۱۳ ساعتونو او ۲ دقېقو لپاره چارج ساتلی شي او بیه يي ۳۸۹ امریکايي ډالره ده.

۲- لینوو یوگا‌۹۲۰

د لینوو کمپنۍ دغه وروستی لپ‌ټاپ چې یوگا‌۹۲۰ (Yoga 920) نومول شوی ۷۷۰ دقېقو یا ۱۲ ساعتونو او ۵۰ دقېقو لپاره چارج ساتي او بیه يي ۱۲۰۰ امریکايي ډالره دی.

۳- سامسنگ نوټ‌بک‌۹

د سامسنگ دغه پیاوړی لپ‌ټاپ نوټ‌بک‌۹ (Samsung Notebook 9) چې ۱۵ انچه مخ‌پاڼه لري ۱۲ ساعتونو او ۱۶ دقېقو لپاره چارج ساتي او بیه يي ۱۳۹۸ امریکايي ډالره ده.

۴- ډېل اېکس پي اېس۱۳

د ډېل کمپنۍ اېکس پي اېس۱۳ (Dell XPS 13) چې د ۲۰۱۷ وروستیو درې میاشتو کې وړاندې شوی هم ۱۲ ساعتونه او ۱۶ دقېقې چارج ساتي او ۱۱۵۰ امریکايي ډالره بیه لري.

۵- لېنوو تېنک‌پډ اېکس۱ کاربن

د لینوو تېنک‌پډ اېکس۱ کاربن (Lenovo Thinkpad X1 Carbon) نومې لپ‌ټاپ د ۷۱۰ دقېقو یا ۱۱ ساعتونو او ۵۰ دقېقو لپاره د چارج ساتلو وړتیا لري او بیه يي ۱۲۸۲ امریکايي ډالره ټاکل شوې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون