ټکنالوژي

د گلکسي اېس۹ د معرفي کېدو نېټه په ډاگه شوه

د گلکسي اېس۹ اړوند افشا شوي معلومات ښيي چې د سامسنگ کمپنۍ دغه پیاوړی ځیرک موبایل کېدای شي دوه نیمې میاشتې وروسته معرفي شي.

دغه پیاوړی ځیرک موبایل به د فبروري میاشتې وروستیو ورځو کې د موبایل نړیوال کانگرېس (MWC) نومې نړیوال نندارتون کې چې د هسپانیي بارسلونا ښار کې به په لار واچول شي معرفي شي.

کوریايي رسنیو راپورونو پر بنسټ گلکسي اېس۹ به یا د فبروري په ۲۵مه چې د موبایل نړیوال کانگرېس نندارتون پیل څخه یوه ورځ وړاندې ده معرفي شي او یا د دغه نندارتو په جریان کې چې د فبروري په ۲۶مه پیل او د مارچ په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي د فبروري په ۲۷مه نړیوالو کاروونکو ته معرفي شي.

د سامسنگ د ځیرکو موبایلونو معرفي کولو غونډو تاریخ ته په کتو سره داسې ښکاري چې دغه ځیرک موبایل به هم د فبروري په ۲۵مه یوې ځانگړې غونډې په ترڅ کې معرفي شي.

د موبایل نړیوال کانگرېس نندراتون له پیل څخه یوه ورځ وړاندې دغه نندارتو یوازې رسنیو ته خلاص وي او د موبایل جوړوونکي کمپنۍ خپل موبایلونه معرفي کوي خو سامسنگ تېرو ۲۷ کلونو څخه په همدغه ورځ یوه جلا او ستره غونډه جوړوي او په رسمي توگه خپل راتلونکی ځیرک موبایل معرفي کوي.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې گلکسي اېس۹ به د ۲۰۱۸ په جنوري کې معرفي شي.

د سامسنگ کمپنۍ دغه پیاوړی ځیرک موبایل زیات شمېر ځانگړنې او ډېزاین اړوند معلومات افشا شوي خو بیه يي تر اوسه هم نه ده معلومه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون