پاکستان او ايران

بلوچستان: کوټې ښار کې پر کلیسا برید پنځه کسان وژلي

د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز کوټې ښار کې پر يوې کليسا بريد کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بکټي رسنيو ته ويلي، چې دا پېښه نن سهار د کوټې ښار پر زرغون سړک هغه مهال وشوه، چې د سیمې مسحيان دغې کليسا کې د عبادت په موخه راټول شوي وو.

د بلوچستان د پوليسو عمومي قومندان معظم جاه انصاري رسنيو ته ويلي، چې د ريل گاډي مرکز ته څېرمه ميتوډسټ مسيحيانو پر کليسا لږ تر لږه دوو ځانمرگو بريد کړی دی.

د پوليسو دغه مشر ويلي، چې دغې کليسا کې شاوخوا څلور سوه کسان د عبادت لپاره راټول شوي وو، چې بريد پرې وشو، خو د امنيتي ځواکونو د سمدستي ځوابي بريد له امله د ډېر زيان مخه ونيول شوه.

د پوليسو مشر ويلي، چې بریدگرو غوښتل کلیسا ته ننوځي، خو دروازې کې پرې امنيتي ځواکونو ډزې کړي او له همدې امله يوازې هغو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې، چې د کلیسا له دروازې سره نږدې وو.

د بلوچستان امنيتي چارواکي وايي، چې د کلیسا شاوخوا سيمه اوس خوندي ده او د مشکوکو بریدگرو لټون روان دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې بريد پړه نه ده منلې.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون