افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

د ناامنيو او اداري فساد له امله پانگونو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

 د افغان سوداگرۍ خونې او د خصوصي شکرتونو مشران وايي، چې له تېرو درېو کلونو راهيسې په هېواد کې په پانگونې او سوداگرۍ کې تر پنځوس سلنه زیات کموالی راغلی دی.

د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي تېره ورځ په کابل کې د خصوصي شرکتونو له مشرانو سره په ځانگړې ناستې کې د پانگونې د کموالي لامل په هېواد کې ناامني، سړي تښتونې، سياسي بې ثباتي او اداري فساد وبلل، چې له امله يې په خصوصي سکتور کې پانگونو کې تر پنځوس سلنه زيات کموالی راغلی دی.

ښاغلي خانجان الکوزي د سوداگرۍ خونې په انگړ کې جوړې شوې غونډې ته وويل: «د ۲۰۱۳ او ۱۴ پر مهال په هېواد کې د پانگونې، سوداگرۍ، وارداتو او صادراتو په اړه زموږ خدمتونه تر پنځلسو ميلياردو ډالرو  ډېر وو، خو تېر کال اووه ميليارده ډالر وو او سږ کال تر شپږو ميلياردو ډالرو هم راښکته شوي دي. د پانگونې دا ټول زيانونه د ناامنيو او سياسي بې ثباتۍ له امله دي.»

د سوداگرۍ خونې مسوولين او د سوداگريزو چارو کارپوهان وايي، که وضعيت همداسې دوام وکړي پانگونه به نوره هم کمه شي.

له تېرو څو کلونو راهيسې په هېواد کې د سياسي بې ثباتۍ او اداري فساد سربېره ډېری پانگوال د سړي تښتونو له ستونزو سر ټکوي او تور پورې کوي، چې حکومت يې خونديتوب ته پاملرنه نه کوي.

د سوداگرۍ خونې مسوولين وايي، چې د ناامنيو او سړي تښتوونکو له امله ډېری پانگوال ځانونه اړ بولي، چې هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو کې خوندي وکړي.

خان جان الکوزي رسنيو ته ويلي، چې حکومت د امنيتي سکټور ماليې له اندازې ډېرې لوړې کړي، خو په مقابل کې يې بيا د سوداگرو او پانگوالو په ژغورلو کې پاتې دی.

خو د کورنيو چارو وزارت د سوداگرۍ خونې د اندېښنو په ځواب کې ژمنه کړې، چې د سوداگرو خونديتوب به یقيني کړي.

 د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش وايي، له سوداگرۍ خونې سره په گډه پر داسې کړنلارې کار کوي، چې د پانگوالو خونديتوب یقيني، د سوداگرو او پانگوالو اندېښنې له منځه يوسي او په هېواد کې د ناامنيو او سړي تښتونو مخنيوی وشي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون