ټکنالوژي روغتيا او ژوند

ایا ځیرک موبایل رښتیا هم پر روغتیا ناوړه اغېز لري؟

مختلفو روغتیايي څېړنو ثابته کړې چې ځیرک موبایلونه د انسان پر روغتیا بې شمېره ناوړه اغېز لري او انسان د سرطان په گډون په گڼوناروغیو اخته کولای شي.

روغتیايي څېړونکي او پلټونکي تل کاروونکو ته مشوره ورکوي چې له اړتیا پرته دغه اوزار باید ونه کاروي او د امکان تر حده ځان ترې لرې وساتي.

په دې وروستیو کې د امریکا د کلیفورنیا د عامې روغتیا څانگې د ځیرکو اوزارو ټولو کاروونکو ته خبرداری ورکړی چې له دغو اوزارو څخه وتونکې وړانگې د بدن لپاره ډېر زیات مضرې دي.

دغې ادارې له لوري خپره شوې بیانيي کې ویل شوي چې ساینس د انسان پر روغتیا د ځیرک موبایل اغېز څېړلو او کره پایلې ته د رسېدو هڅه کوي خو روغتیايي څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې اوږدې مودې لپاره د دغو اوزارو کارول او له دې څخه وتونکي وړانگې انسان په مختلفو ناروغیو اخته کولای شي.

دغه اوزار بدن ته کوم ډول زیانونه اړولی شي؟

دغې بیانيي کې ویل شوې کله چې موبایل سېگنل لېږدوي یا ترلاسه کوي نو رېډیو فریکوېنسي خارجوي چې د انسان پر روغتیا ناوړه اغېز کوي.

دغه اداره وايي چې د ماشومانو دماغ ځوانۍ پورې وده کوي خو د موبایل کارول د اعصابو پر دغې ودې ناوړه او منفي اغېز کوي.

د موبایل کارولو ناوړه اغېز څخه ځان ساتنې لپاره دغه ادارې لارښود هم وړاندې کړی.

د دغه لارښود پر بنسټ کاروونکي باید څومره چې امکان لري موبایل له خپل بدن څخه لرې وساتي، جېبونو کې باید ونه ساتل شي او که چېرې سېگنل کمزوری وي نو له کارولو يي ډډه وشي.

موبایل کې په ژوندۍ بڼه غږیز یا وېډیويي فایلونو کتل، لوړ حجم لرونکو فایلونو ښکته یا پورته کولو څخه هم باید ډډه وشي او د خوب پر مهال يي له خپلې بسترې لرې کېږدئ.

همداراز که چېرې له چا سره خبرې نه کوئ نو غوږۍ مه کاروئ.

له دې وړاندې مختلفو روغتیايي څېړنیزو راپورونو ادعا کړې وه چې موبایل د ماغزو سرطان او رسولۍ دانو خطر زیاتوي په داسې حال کې چې یو شمېر څېړنې ادعا کوي چې د موبایل زیات کارول د نارینه جنسي ځواک له منځه وړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون