پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

جنرال باجوه: له افغانستان او هند سره ښې اړيکې غواړو

د پاکستان لوی درستيز ډگر جنرال قمر جاويد باجوه

د پاکستان لوی درستيز ډگر جنرال قمر جاويد باجوه د دغه هېواد مشرانو جرگې ته د هېواد او سيمې په امنيتي وضعيت د خبرو پر مهال ويلي، چې له افغانستان او هند سره د ښو اړيکو غوښتونکي دي.

جنرال باجوه تېره ورځ د پاکستان مشرانو جرگې ته د رسنيو له سترگو لرې د تړلو دروازو تر شا د هېواد او سيمې په امنيتي وضعيت خبرې کړي او له سناتورانو سره يې په دې اړه معلومات شريک کړي دي.

د مشرانو جرگې يو شمېر غړو رسنيو ته ويلي، چې د جنرال باجوه د وينا ډېری برخه د هېواد د داخلي امنيت سربېره له افغانستان او هند سره په گډې پولې څرخېده او هند يې د پاکستان کنټرول کرښې ته څېرمه په هدفي وژنو تورن کړی دی.

جنرال باجوه ويلي، چې له هند سره روانې ستونزې د جگړې پر ځای په خبرو اوارېدای شي او ټينگار يې کړی، چې د هند او افغانستان په گډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي.

جنرال باجوه په داسې حال کې له افغانستان او هند سره د ښو اړيکو غوښتنه کړې، چې افغان حکومت او امریکا له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستان د وسله‌والو ډلو په ملاتړ تورنوي او تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا پر پاکستان غږ کړی، چې د ترهگرۍ ضد جگړې کې له امریکا سره خپله همکاري نوره هم زياته کړي.

که څه هم د افغانستان او پاکستان اړيکې ترينگلې دي، خو د افغانستان او پاکستان د پارلماني غړو سربېره د پخوانيو چارواکو او ژورنالېستانو پلاوي وخت پر وخت کابل او اسلام اباد کې ناستې لري.

تېره اوونۍ هم د پاکستان د پارلمان، پخوانيو ډيپلوماتانو، پوځي چارواکو او ژورنالېستانو گډ پلاوي په کابل کې د ملي يووالي حکومت له چارواکو، کارپوهانو او رسنيو سره د سولې او د دواړو هېوادونو په سياسي، سوداگريزو او ټولنيزو چارو خبرې کړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون