افغانستان سلايډ (فيچر)

لوگر کې د ولسي جرگې پر غړي اکبر ستانکزي برید شوی

د لوگر د مرکز پل علم ښار اړوند په پادبخواشانه سیمه کې په ولسي جرگه کې د لوگر د خلکو پر استازي اکبر ستانکزي وسله‌وال برید شوی، چې نوموړي ته په کې زیان نه دی رسیدلی؛ خو یو ساتونکی یې وژل شوی دی.

د لوگر ولایت مطبوعاتي مسوول سلیم صالح وایي، پر اکبرستانکزي شاوخوا دوولس بجې د پادخواب شانه په سیمه کې وسله‌وال برید وشو.

د هغه په وینا په برید کې د هغه یو ساتونکی وژل شوی او د ملي پوځ دوه سرتیري ټپيان دي.

په خپله اکبر ستانکزي بیا رسنیو ته ویلي، چې دی په پادخواب شانه کلي کې د دوو پروژو نظارت ته روان و، چې برید پرې وشو.

د هغه په وینا غوښتل یې د سیمې له خلکو سره د یادو پروژو پر ستونزو او ځېنې نورو مسائلو وغږیږي.

نوموړي هم ویلي، چې په برید کې یې یو ساتونکی وژل شوی او د پوځ دوه سرتیري ټپيان دي.

د برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی؛ خو تر دې وړاندې په دغه سیمه کې د طالبانو له لوري بریدونه ترسره شوي دي.

اکبر ستانکزی په اوسنیو حالاتو کې تر ډیره د حکومت له تگلارو سره هم موافق نه دی او د رسنیو له لارې وخت ناوخت پر حکومت نیوکې کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون