ټکنالوژي

اپل په قصدي ډول خپلو ځیرکو موبایلونو سرعت کموي

که فکر کوئ چې ستاسې زوړ ایفون هرې ورځې تېرېدو سره خپل سرعت له لاسه ورکوي نو غلط نه یاست.

د چهارشنبې په ورځ اپل کمپنۍ وویل چې هغه سافټ وېیر چې دغې کمپنۍ تېر کال وړاندې کړی د اپل کمپنۍ د ځیرکو اوزارو سرعت کموي.

اپل کمپنۍ وايي چې دغه اقدام د لیتیم ایون بېټرۍ د خوندیتوب لپاره اړین دی.

لیتیم ایون زړې بېټرۍ هم د نوو بېټریو په څېر د چارج ساتلو وړتیا لري خو زړې بېټرۍ بیا هغه مهال چې چارج يي ډېر کم وي یا هوا سړه وي د جدي تخنیکي ستونزو لامل گرځي.

د ایفون زړې بېټرۍ هم د یو شمېر تخنیکي ستونزو لکه له کوم لامل پرته بندېدلو لامل گرځي. دغه ستونزه تېر کال ایفون۶ او ایفون ۶ اېس ځیرکو موبایلونو کې عامه وه.

د ایفون۶ او ایفون۶ اېس پروسېسر هڅه کوله چې گړندی کار وکړي خو د دغو ځیرکو موبایلونو بېټرۍ د پروسېسر اړتیا نه شوه پوره کولی چې له همدې امله د ځیرک موبایل د بندېدو لامل گرځېده.

اپل کمپنۍ وايي چې تېر کال iOS 10.2.1 عامل سیستم کې يي نوی سافټ وېیر اضافه کړی چې د چارج مدیریت کولو وړتیا لري او له هماغې نېټې څخه دغه سافټ وېیر د اپل عام سیستم یوه اړینه برخه گرځېدلې.

اپل کمپنۍ وايي چې عامل سیستم د دې لپاره چې د موبایل د بندېدو څخه مخنیوی وکړي د کاروونکو د ځیرک موبایل سرعت کموي. خو دا یوازې سړه هوا، لږ چارج یا ډېرې زړې بېټرۍ کې ترسره کېږي.

تېر کال دغه سافټ وېیر ایفون۶، ایفون۶ اېس او ایفون۶ اېس پلس او ایفون اېس اي باندې تطبیق شوی و خو سږکال دغه سافټ وېیر د iOS 11.2 برخه ده چې په ایفون۷ او ایفون۷ پلس به هم تطبیق کېږي.

د اپل کمپنۍ په وینا راتلونکې کې به دغه ځانگړنه د اپل کمپنۍ په نورو ځیرکو او لیتیم ایون بېټرۍ لرونکو اوزارو هم تطبیق شي.

اپل کمپنۍ په دې هکله وویل: «زموږ موخه کاروونکو ته غوره تجربه ورکول دي چې په کې غوره معیار او د اوزارو اوږد ژوند شامل دی. لیتیم ایون بېټرۍ سړې هوا، کله چې بېټرۍ کې چارج لږ پاتې وي یا د وخت له تېرېدو سره زوړ شوی وي د پروسېسر اړتیا سره سم فعالیت نه شي کولای چې له همدې امله خپلو برېښنايي اوزارو خوندي ساتلو لپاره ځیرک موبایل بندوي.

تېر کال موږ دغه ځانگړنه ایفون۶، ایفون۶ اېس او ایفون اېس اي کې یوازې د دې لپاره چې د ځیرکو موبایلونو بې ځایه بندېدو څخه مخنیوی وشي وړاندې کړه. موږ اوس دغه ځانگړنه د iOS 11.2 له لارې ایفون۷ او ایفون۷ پلس ځیرکو موبایلونو ته هم غځولې او راتلونکي کې به پر نورو اوزارو هم تطبیق شي.»

تېره اوونۍ د پرایمېټ لبز (Primate Labs) کمپنۍ چې د پروسېسرونو وړتیا او چټکتیا معلومولو کمپنۍ ده راپور ورکړ چې د ایفون ځیرک موبایلونه د وخت له تېرېدو سره خپل سرعت له لاسه ورکوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون