ټکنالوژي

فیسبوک د ښکنځلو او ځورونې مخنیوی لپاره نوي اپشنونه زیاتوي

فېسبوک کمپنۍ وايي چې هڅه کوي د فېسبوک کارولو پر مهال کاروونکي د خوندیتوب احساس وکړي او له هر هغه څه څخه چې د کاروونکو د ځورېدو لامل گرځي مخنیوی وکړي.

فېسبوک کمپنۍ د کاروونکو لپاره داسې نوې اوزار معرفي کړي چې په مرسته يي کاروونکي د ښکنځلو او زورونې مخنیوی کولای شي.

یوه اسانتیا داسې جوړه شوې هغه کس چې کاروونکي د ښکنځلو یا ځورنې له امله بلاک کړی وي نه شي کولای نوی حساب پرانیستلو سره نوموړی د کاروونکي ځورونې ته ادامه ورکړي. دغه نوی اپشن مختلفو لارو څخه لکه د نوموړی د کمپیوټر IP یا سېگنلونو معلومو سره د دغه کار مخه نیسي.

بل اپشن فېسبوک مسېنجر کې اضافه شوی چې کاروونکي ته پرته له دې چې پیغام استونکی بلاک کړي په اتومات ډول د بې ځایه او نامناسبو پیغامونو له پامه غورځولو اسانتیا وړاندې کوي. فېسبوک په وینا دغه ځانگړنه ځکه اضافه شوې چې اکثره د کاروونکو بلاک کول ښکنځلې او زورونې لا زیاتوي.

کله چې کاروونکی د «Ignore» اپشن کېکاږي، نو د انتخاب شوي کاروونکي پیغامونه د پیغامونو اصلي بکسې پر ځای د مسیجونو فلتر فولډر ته ځي.

په دې ډول کاروونکی که چېرې وغواړي چې دغو پیغامونو ته کتنه وکړي کولای شي خو که چېرې اړتیا يي نه احساسوي نو په اسانۍ سره پرته له دې چې نوټفېکېشن ترلاسه کړي له پامه يي غورځولای شي.

اوسمهال دغه ځانگړنه یوازې یو په یو پیغامو استونې لپاره موجوده ده او فېسبوک ژمنه کړې چې ډېر ژر ډله‌ییزې پیغامونو استولو کې يي هم اضافه کوي.

فېسبوک کمپنۍ په دې اړه ویلي چې دغه نوي اپشنونه او ځانگړنې يي یوازې دغه ټولنیزه رسنۍ کې د ښکنځلو او کاروونکو ځورولو له منځه وړلو لپاره اضافه کړې او د دوی په وینا دغه ځانگړنې به کاروونکو سره ډېره مرسته وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون