سلايډ (فيچر) نظر

د سپنتا رنگین مونولوگ: اوله برخه

ډاکټر فیض محمد ځلاند

کله مې چې د سپنتا د کتاب د چاپ واوریدل، خدای سته له زړه خوشاله شوم، د مننې  لپاره ژر تر نژدې کتاب پلورنځي لاړم،۹۵۰ افغانۍ زیاتي پیسې دي، خو د دې  لپاره چې د سپنتا صیب د زیار مننه مې کړي وي، په زړه مې تېږه کيښوده، په لومړې ځل مې په دومره لوړه بیه د یو افغان لیکوال کتاب وپېره.

دا چې په هغو ورځو کې په دوه نورو کتابونو بوخت وم، ښه مې وگڼله چې د نوموړیو کتابونو له پوره کولو وروسته یې لوست پیل کړم، خو تلوسه مې ورته بیخې زیاته وه، کتاب مې پیل کړ. کله چې کوم کتاب لولم، ارزښتمن وي، نو خدای سته چې پنځه سوه مخه کتاب په درېو ورځو کې تماموم. سره له دې چې نقد ته په کې ځان جوړوم، لیکل پرې کووم، خو بیا هم له درېو ورځو را څخه د کتاب لوستل نه اوړي، په همدې هیله مې د سپنتا صیب لومړۍ برخه کتاب چې ۵۶۱ مخه دی لوستل پیل کړ.

د کتاب د پیل لپاره مې تلوسه ځکه زیاته وه چې کتاب د گران افغانستان د سیاسي قدرت د محور، کور ( ارگ) له داخل څخه خبرې او رازونه را ته وړاندې کول، د کتاب نوم ( سیاست افغانستان؛ از روایتی از درون) نه زما برداشت دا و چې دا به د ارگ، د افغانستان د کورني سیاست له نا اوریدلو خبرې را ته ولري، له بده مرغه، داسې نه ده، کتاب په اوتو، بوتو پیل شوی دی. ۱۱۱ مخه کتاب د شعله جاوید په صفت او د هغوی په کرغیړنو کارونو د سر زرو په ملمع کارۍ شوی دی.

 له دې امله، له پیل سره کتاب ستړی کړم، د کتاب د لیکلو بڼه د خاطراتو ( Memorial) په ډول ده، خو د کتاب منځپانگه بیا له تهمت، د ځان درنه، د بل سپکه، د یو سپک او منفور سیاسي خوځښت په صفت، د خپل ناوړه غړیتوب په سپیناوي شوې چې هر څومره مې کوښښ وکړ په اونۍ کې د کتاب له دوه سوه مخه وانشوم اوښتی، اوس چې د کتاب په لومړۍ برخه لیکنه کوم، شاوخوا دوه اونۍ مې په لوستلو تېرې شوي، داسې کوم څه مې په کې نه دې موندلي چې ما په کوم بل کتاب کې نه وي لوستی، یا ترې خبر نه وم.

ما د رابرټ گیست، هیلري کلنټن، زلمي خلیلزاد، جیمز ډابینز، گرینر، بروس رایدل، پانیتا، گیري شیرون، رمزفیلډ د خاطراتو کتابونه لوستي دي، فکر مې کاوه د هغوی گڼو خبرو، لیکنواو هغو پوښتنو ته چې زما سره د یو افغان په صفت را پیدا شوي وي، سپنتا به یې ځواب ویلي وي، خو نه سپنتا چې د افغان کورني سیاست په اړه کومې خبرې لیکلي، اکثریت یې تکراري دي. کتاب تر ډېره د سپنتا یا هم د افغان حکومت د ناستو کاري راپور دی، د جلساتو مینوټ، یا صورت جلسه یې را اخیستی، کتاب یې پرې پڼډ کړی دی، د خاطراتو په نامه په کې څه نه شته، پرته د شعلیانو، ستمیانو او سیکولران له ذکره او فکره.

په کتاب کې، د سپنتا له خولې کوم تحلیل نشته، تحلیل په کې د نورو د سپکاوي، په هغوی د جاسوسۍ د تورونو، د ځان د سپیناوي او د گران وطن د ارزښتونو د سپکاوي تر بریده راغلی دی. د همدې نقد د اثبات لپاره لاندې څو کرښې، قدرمنو ځوانان ته وړاندې کوم:

سوله، پاکستان، اشغال، ځانخوښونه، بل سپکونه، تعصب، شهید او مړ، قبیله گرا، تبارگرا، دین وروسته پاتې، اسلامي شعایرو ته سپکاوی،

سپنتا له کتابه نهایت متعصب، پښتون ضد، افغان ضد شخص معلومیږي، په اگاهانه او یا نا گاهانه توگه یې گڼې کرښې تورې کړي دي، چې په هیڅ صورت باید له ولسي محکمې پاتې نه شي. کتاب سر تر پایه په فارسۍ (ایرانۍ) او په گڼو ځایونو کې په انگلیسي کلماتو لیکل شوی دی، هر چیرته چې په ایرانۍ کې ناکام شوی، هلته یې اینگلیسي کلماتو ته مخه کړې ده. کتاب  کې داسې په لسگونه کلمات شته چې زه خپله، سره له دې چې له افغان دري  ژبو سره مې ټول ژوند تېر شوی، خو بیا هم، نه یم پرې پوه شوی لکه ققنوس، خزعبلات، لومپن بازی، پاتروناژ، فتور و گسست، سندیکای، حی، محابا…..

د سپنتا د تعصب کچه دومره ژوره ده چې په ۴۳۴ او ۴۳۵ مخونو کې د احمد ولي کرزي، جان محمد خان او د کندهار د ښاروال له وژل کیدو سره یې ( مرده یا کشته شده لیکلی) خو په همدې پاڼه کې یې بیا د داود داود، شاه جهان له وژل کیدو سره شهید لیکلي دي.

سپنتا پښتانه پاچاهان، سیاسیون، روڼ اندې ( قبیله گرا، تبارگرا) یاد کړي. هر ځای کې چې د پښتون د مشر ذکر ته زمینه برابره شوې، ده یې پر ځای همدا سپکې کلیمي لیکلي لکه په ۱۸۶ مخ کې د هاشم خان او شهید داود خان دوره د استبداد څخه ډکه دوره گڼي، په ښیگڼو یې سترگې پټوي یا لکه  په ۱۱۲ مخ کې د مولوي شینواري ذکر چې د کرزي صیب د لومړۍ دورې قاضي القضات و، یا په ۲۰۳ مخ کې حامد کرزی ځکه قبیله گرا گڼي چې هغه د بهرنیانو د افغان وژني، ملیکانو وژنو، د شپنیزو عملیاتو په خلاف غږ پورته کوي.

بل لورته، د سپنتا د خوښې شخصیتونه د ستمي ـ ماویستي نظریاتو لرونکي هغه اشخاص دي چې د گران وطن د فکري غلامۍ، جاسوسۍ، پردیپالنې مزدور تاریخ لري، د سیما سمر د قهرمانیو ذکر یې په همدې پار په شد و مد کړی دی. حال دا چې په یوټیوب کې اوس هم هغه ویډیوگانې شته چې سیما سمر په ځوانۍ کې د مزاري او محقق د جگړې د سنگرونو د لیدنې شواهد وړاندې کوي. سپنتا و چې ظاهر طنین یې په ملگرو ملتونو کې د افغانستان ځانگړی دایمي استازی مقرر کړی، چا چې لسیزې په بي بي سي کې د افغانستان د کلتور او ارزښتونو خلاف خپرونو ته اوږه ورکړي وه، هېڅ ډیپلوماټیکه تجربه یې نه درلوده، پرته له دې چې ستمي، شعله‌یې وو، خو سپنتا ته هغه وړ کس معلومیده.

سره له دې چې دی خپله په ۱۱۵ پاڼه کې دا مني چې ( زبان خو دمان دري است) خو ادبیات، لیکل، الفاظ، کلمات بیا د ایرانۍ فارسي ذکر کوي، چې عمدا، اگاهانه غواړي د پان فراسیزم لپاره کار وکړي چې د کره شواهدو له مخې د فارسي ژبي تلویزون ( ایران، افغانستان او تاجکستان ) د هیوادنو ترمنځ د ایران یوې سترې دسیسې طراح همدی خپله و، چې د حامد کرزي په وخت کې یې په ارگ کې مخه ډب شوه.

بل بحث په کې د سولې دی. د افغان سولې تر ټولو سر سخته مخالف خپله سپنتا پاتې شوی دی، ځکه د کرزي صیب په دوره کې یواځینی کس چې دوه مهمې دندې یې له بده مرغه په مخ وړي ( د بهرنیو چارو د وزیر او د امنیت د شورا د سلاکار) په توگه، بهرنیانو ته دا دواړه منصبونه د افغانستان د سرو کرښو او تگلارو د جوړیدو چوکۍ ښکاري، سپنتا به په هر مجلس کې د د حکومت د تگلارې خلاف، طالبان د تروریستانو په توگه  بهرنیانو ته ور پیژندل، تر څو په دې توگه له طالب سره د سولې خبرې تر سوال لاندې راشي، سره له دې چې حامد کرزي طالبان ناراضي وروڼه، سیاسي مخالفین منل، امریکا طالب د جگړې لوری نه باله، خو سپنتا په ۴۲۱ مخ کې لکي چې (تروریست، تروریست است و نباید هویت ان را به گونه ی مثبت دگرگون کرد و هر کسی که با طالبان گفتگو می کند باید بگوید که  من با همین تروریستان می خواهم صلح بکنم.)

سره له دې چې په ۵۰۶ مخ کې دی خپله ذکر کوی چې اوباما دوی ته (حامد کرزي او پلاوي ته) وویل چې له طالبانو سره جگړه د افغانانو بین الافغاني جگړه ده چې باید افغانان یې خپله حل کړي. په ۴۹۸ او ۴۹۹ مخونو کې د حامد کرزي او سپنتا د ملاقات جزیات وړاندې شوي چې د امریکا د امنیت د شورا له سلاکار دانیلون سره یې کړی دی. په دې ملاقات کې له دانلیون څخه د تروریست د تعریف پوښتنه حامد کرزي کړې، هغه ورته ښکاره ویلي چې دافغانانو وژونکي، د ښوونځیو الوځونکی، په ښارونو کې د ملکیانو وژونکي تروریستان نه دي، بلکې یواځې هغه کسان تروریستان دي چې د امریکا سفارت، نظامي اډې او امریکا اړونده ادارې تر برید لاندې نیسي، او د امریکا حکومت د همدې تروریستانو په وړاندې جگړه خپله دنده او مسولیت گڼي.

پورته ته ورته بحثونه، تقریبا د کتاب په هره پاڼه کې تکرار شوي کوم چې سپنتا یې شاهد پاتې شوی. امریکا او د نړۍ گڼو نظامي او ملکي مشرانو دوی ته د افغان جگړې په اړه ویلي، خو د سپنتا په څېر کسانو د افغان حکومت د تگلارې ته د دې پر ځای چې په افغان سوله متمرکزه کړي، په جاسوسۍ، درواغو تگلارو، د جگړې په غځولو او په پردیپالنه کې تېره کړې ده.

سپنتا د خپلو سیکولري نظریاتو، د لادیني باور، الحادي ( Atheistic) باور له مخې سیاسي اسلام په سپکه او د ټولنې او هېواد په خلاف یادوي لکه په ۱۱۳ مخ کې ( افرطیون اسلامي سیاسی و یا داری گرایش های تباری است. )

د سپنتا په کتاب کې، د امریکا او افغانستان اړېکه په ډیرو روښانه ټکو د بادار او غلام د اړیکې په توگه را برسېره شوې ده. د حامد کرزي صیب مخالفت د امریکا سره په همدې تاثر رامنځته شوی دی، چې حقیقي بڼه لري. د امریکا حضور د افغان وژنې، افغان ویشنې او د افغانانو ترمنځ د ارزښتونو د سپکاوي تر حده پورې را ټيټې دي.

سپتنا ټول وخت په ارگ کې په بې باورۍ کې تېر کړی لکه د رازونو د افشا بحث چې کله هم پیښ شوی، دته گوته نیول شوې ده لکه په ۴۵۵ـ ۴۴۴ پاڼه کې د واشنگټن پوست لیکنې ذکر چې گروسمن له کرزي صیب څخه گیله کړې چې د امریکا او طالبانو د اړیکو راز کوم افغان افشا کړی، په دې افشا گرۍ کې سپنتا ملامت شوی، ځکه په هغه مجلس کې یوازي حامد کرزی او سپنتا موجود و.

د اشغال بحث ډېر جوت دی، د سپنتا د کتاب هره پاڼه د افغانستان د اشغال بحث را پورته کوي، خو کله هم په کې سپنتا د اشغال د کلمې استعمال نه دی کړی، په ناپامۍ سره یې د هلمند د اشغال کلمه ( په ۴۲۶مخ کې ) استعماله کړې چې کیدای شي ډېر به پرې اوس ځوریږي.

د سپنتا کتاب د امریکا او پاکستان تر منځ د ډېرې نژدې، ستراتیژیکې انډیوالۍ څخه پرده پورته کوي. په گڼو هغو ناستو کې چې سپنتا شاهد و، امریکا د حامد کرزي او د افغان حکومت د نورو لوړ پوړو چارواکو اسنادو اوغوښتنو ته غوږ نه دی ایښي، بلکې له هر بل وخت څخه پاکستان ته نژدې پاتې شوی دی. د کتاب په ۴۶۶ مخ کې د اسامه د وژلو او د پاکستان ترمنځ د اړیکو په څرنگوالی بحث ډېر هیښوونکی دی.

د حامد کرزي دښمني له امریکایانو سره ریښتينې ده، سره له دې چې سپنتا د کرزي او سی ای اي د نژدې اړیکو ذکر ( ۴۰۹ او ۴۵۵ مخ په پای کې ) کې کړی دی. خو په ټولو هغو مواردو کې چې د افغانانو او امریکا گټې په ټکر کې وي،  حامد کرزي د افغانستان په گټه، د افغانستان د ملي حاکمیت د اعادې په پار دریځ نیولی دی.

په افغان حکومت کې د جاسوسانو ذکر ډېر جالب دی، گڼ هغه کسان چې له حامد کرزي سره یې په ارگ کې په لوړو چوکیو کار کاوه، له چا سره تړلي گڼل کیږي، حتی ځینې په کې د پاکستان او ایران لاسپوڅي هم دي. په ( ۴۸۲ مخ) کې د اشرف غني د جاسوسۍ ذکر راغلی چې په یو وخت کې د څو هېوادونو جاسوس گڼل شوی دی، ځکه خو یې په راتلونکو ټاکنو کې د گټلو تله درنه ښوولې وه، له ۲۰۱۲ څخه د غني لپاره کار کیده چې د حامد کرزي ځای ناستی شي.

لنډه دا چې، د سپنتا د کتاب بڼه د انگلیسي کتابونو د ( Memorial) په څېر ده، خو سپنتا پوهیده چې دی په شخصیتي لحاظ دومره پاک، خپلواک او بریالی نه دی چې د خپل ژوند خاطرات دې ولیکي او بیا دې  هغه د لوستلو ارزښت ولري. له دې امله یې د کتاب بڼه د خاطراتو په څېر ده، خو منځپانگه یې د خپلو کاري کلنو ( د ځانگړني استازي، د بهرنیو چارو وزیر او د امنیت شورا سلاکار) د مجلسونو د راپورونو بڼه ده. په گڼو دې مجلسونو کې ده گډون کړی، ځینې نور یې اوریدلی خبرې دي. د کتاب منځپانگه یې د دولتي یاداښتونو داسې بڼې هم لري چې دی په کې مجبور شوی دی نېټه په کې کله هجري، لمریزه کړي، کله یې هم بڼه په زیږدیزه وړاندې کړي. دا چې سپنتا د لیکوالۍ تجربه نه لري، یا یې ورته پام شوی نه دی، نو دا باریکې ترې همداسې خطا چاپ ته تللي ده.

د سپنتا کتاب یو مخیزه د مونولوگ بڼه لري چې د ځان په سیپناوي، درناوي، مننې لیکلی شوی دی، ځکه سپنتا پوهیږي چې راتلونکی تاریخ به دی او دده په څېر گڼ نور چور واکي په غلامۍ، بدلمنۍ او سپکاوي یادوي.

که وخت مې پیدا کړ، حوصله وه، په دویمه برخه به یې بله لیکنه وکړم، کنه (مشت نمونه یې خروار ) همدا  کفایت کوي.

درناوی

ډاکټر ځلاند

ډاکټر ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او سياسي فعال دی.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون