سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

اردوغان: امریکا د خلکو د هوډ په ماتولو کې پاتې راغلې

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي، چې د امریکا متحده ايالتونه د نړيوالې ټولنې د هوډ په ماتولو کې پاتې راغلې او ملگرو ملتونو د رايو په پرېکنده اکثريت د امريکا او اسرائيلو پر ضد رايه ورکړه.

اردوغان د ترکيې په هکاري ښار کې يوې ولسي غونډې ته وويل، چې واشنگټن يوازې د څو غولېدلو هېوادونو د ضمير په اخيستو وتوانېدل او د نړۍ نورو ټولو هېوادونو د ټرمپ د مالي مرستو د بندلو د گواښونو سربېره د رايو په پرېکنده اکثريت د فلسطين په ملاتړ او د ټرمپ د پرېکړې پر ضد رايه ورکړه.

د ښاغلي اردوغان اشاره د ټرمپ هغې پرېکړې ته وه، چې د روانې مياشتې په پيل کې يې بیت المقدس د اسراييلو پلازمېنه وپېژندله او اعلان يې وکړ، چې خپل سفارت به هم هلته ولېږدوي.

د ترکيې ولسمشر زياته کړه، چې متحده ايالتونو گواښ کړی و، که کوم هېواد د بیت المقدس په اړه د امريکا پر ضد رايه وکاروله، دوی به پرې د ميليونونو او ميلياردونو ډالرو مرستې وتړي، خو د ملگرو ملتونو په عمومي غونډې کې روښانه شوه، چې ټرمپ د خلکو د ضميرو په اخيستو کې پاتې راغی. د ټرمپ اغېز له امریکا او اسراييلو پرته پر هغو اوو هېوادونو پاتې شو، چې نړۍ کې يې چا نوم هم نه دی اورېدلی او د اوسېدونکو شمېر يې هم له زرگونو زيات نه دی، په دې هېوادونو کې يو داسې هم دی، چې يوازې اته تنه اوسېدونکي لري او د نړۍ ۱۲۸ هېوادنو په څرگنده ډول امریکا ته عملا روښانه کړه، چې «ټرمپ نه شي کولای د گواښونو او ډالرو په مرسته د خلکو ضمیرونه او هوډ واخلي.»

د ملگرو ملتونو په گډون اروپايي او اسلامي هېوادنو د بیت المقدس په اړه د ټرمپ پرېکړه وغندله، خو د ترکيې ولسمشر او نور مسوولين يې د نړۍ يوازېني چارواکي دي، چې د ټرمپ او امریکا پر ضد يې توندې څرگندونې وکړې، امریکا يې د اسرائيلي ښکېلاکگرو او ترهگرو په ملاتړ تورنه کړه.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د بیت المقدس په اړه د ملگرو عمومي غونډې کې د ترکيې سفير د امریکا د پرېکړې پر ضد توندې څرگندونې وکړې او نورو هېوادونو هم د بیت المقدس په اړه د امریکا پرېکړه ناسمه او يو اړخيزه بللې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون