روغتيا او ژوند سلايډ (فيچر)

هغه عام لاملونه چې نارینه شنډوي او د حل لارې يي

له واده وروسته د ماشوم لرلو تلوسه طبیعي ده او د ټولنیز ژوند چارپوهان په دې باور دي چې اولاد نه لرل د خاوند او مېرمن ترمنځ د لرې‌والي او مینې له منځه تللو لامل گرځي.

اوسني وخت کې یو شمېر عامو لامونو له امله د  بې اولادۍ ناروغي په چټکي سره هر ې ورځې له تېرېدو سره زیاتېږي او دغه ستونزه بیا په ځانگړي ډول سړي په نښه کوي.

مختلف لاملونه دي چې سړيو کې د عقامت یا بې اولادۍ خطر زیاتوي چې په دې کې یو شمېر عام عادتونه تر ټولو مهم رول لوبوي.

د عقامت تخنیکي لاملونو معلومول او درمنله يي ډېره زیاته اړینه ده خو هغه عام لاملونه چې د دغې ناروغۍ لامل گرځي په لاندې ډول دي:

۱- اوږدې مودې لپاره پر چوکۍ ناسته د دغې ناروغۍ خطر زیاتوي،

۲- لپ‌ټاپ غېږ کې کېښودل او اوږدې مودې لپاره يي کارول هم د دغې ناروغۍ له سترو لاملونو شمېرل کېږي،

۳- تنگ لباس یا پتلون هم نارینه عقیم کولای شي،

۴- ذهني فشار له نورو بې شمېره ناروغیو سربېره د بې اولادۍ لامل هم گرځي.

که چېرې غواړئ د دغې ناروغۍ مخه ونیسئ نو لاندې عادتونه خپل کړئ:

تمباکو څښل پرېږدئ

تمباکو کې شته مضر مواد د اسپرم حجرات وژني او د بې اولادۍ لامل گرځي. الکول لرونکي مشروبات هم ورته زیان لري.

ذهني فشار لږ کړئ

ذهني فشار څخه مخنیوی لپاره تلاوت، یوگا یا ساه اخیستلو تمرین گټور ثابتېږي. دغه کړنې ورځني ذهني فشار کمولو کې مرسته کوي.

ډېر زیات وزن مه اوچتوئ

له اندازې زیات وزن اوچتول هم د بې اولادۍ لامل گرځي. که چېرې د بدن ښکلا تمرین کوئ نو د وزنونو په انتخاب کې له اعتدال څخه کار واخلئ.

گټور خواړه

گټور خواړه لکه سبزیجات، میوه، مناسبه اندازه سره غوښه، سپینه غوښه او نور نارینه لپاره اړین وېټامینونه لکه وېټامین سي او اې لري. که چېرې اقتصاد مو کمزوری وي نو ارزان بیه سبزیجات تر ټولو غوره انتخاب دی.

ښه خوب

هره ورځ له اوو څخه تر اتو ساعتونو خوب هم د بې اولادۍ یا عقامت خطر له منځه وړلو لپاره ډېر گټور ثابتېږي. د خوب کموالی هم د عقامت خطر زیاتوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون