اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

افغانستان د چين له اقتصادي دهلېز سره يو ځای کيږي

په چين کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو لومړنۍ درې اړخيزې غونډې کې د سولې د خبرو سربېره چين وړانديز کړی، چې افغانستان به هم په پاکستان کې د چين په اقتصادي پروژې کې شريک کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانگ‌يي له خپل افغان او پاکستاني سيالانو صلاح الدين رباني او خواجه اصف سره د افغان سولې په تړاو خبرې کړي او غوښتنه يې کړې، چې طالبان هم بايد د سيمې او ثبات په موخه د سولې له بهير سره يو ځای شي.

د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو د غونډې پر مهال وانگ‌يي وړانديز کړی، چې اروپا او اسيا ته د لاس رسي لپاره غواړي، دغه اقتصادي پروژه نوره هم پراخه کړي او افغانستان هم په کې شامل کړي.

چين په پاکستان د اقتصادي دهليز په نوم د ۵۷ ميلياردو ډالرو ستره پروژه پيل کړې او اوس غواړي، چې افغانستان او ایران هم په دې پروژې کې شامل کړي.

چين وايي، چې د ځمکې له لارې اسيا او اروپا او همدارنگه د سمندر له لارې منځني ختيځ ته د رسېدو هيله لري.

د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ويلي، چې د سيمې د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان او پاکستان د ښو اړيکو سربېره د ترهگرۍ ضد جگړې کې همکاري او د سولې هڅې اړينې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف هم دغې ناستې کې د وينا پر مهال له افغانستان سره د ښو اړيکو غوښتنه کړې او په دغې اقتصادي پروژې کې يې د افغانستان د گډون هرکلی کړی دی.

چين په پاکستان کې د اقتصادي دهلېز په پروژې کې د سړکونو، اورگاډي پټليو او د گازو د نليکو د جوړولو چارې پيل کړي او غواړي، چې د پاکستان د گوادر له سمندري لارې دغه پروژه د چين د لويديځ کاشغر سره ولگوي.

چين ټينگار کوي، چې د سيمې امنيت او ټيکاو لپاره له طالبانو سره د سولې سربېره د افغانستان او پاکستان د اړيکو روغول هم اړين دي.

افغانستان تل پاکستان د ترهگرۍ په ملاتړ تورنوي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او وخت پر وخت په پاکستان کې د روانو چاودنو په وايي، چې دا چاودنې د افغانستان له خاورې رهبري کېږي.

اوس چين وړانديز کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو رغولو لپاره د درېيمگړي رول ولوبوي او د خپلې سترې اقتصادي دهلېز پروژې د بريا لپاره د دواړو هېوادونو اړيکې سمې کړي.

د دې سربېره د افغانستان ولسمشر اشرف غني له خپل چينايي سيال شي جينگ پينگ سره په افغانستان کې د اورگاډي پټلۍ او د کونړ پر سیند د برېښنا بند د جوړولو هوکړې هم لاسليک کړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون