افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

د کابل – ډیلي ترمنځ دویم هوايي دهلېز پرانیستل شو

د چهارشنبې په ورځ د کابل – ډیلي تر منځ دویم هوايي دهلېز چې د سوداگریزو توکو لېږد را لېږد یې موخه ده پرانیستل شو.

د دغه دهلېز پرانیستې مراسمو ته د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، یو شمېر حکومتي چارواکي او سوداگر په کابل کې را غونډ شوي و.

سرور دانش خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان او هند تر منځ د دویم هوايي دهلېز پرانیسته د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداگرۍ د ودې لپاره مهم گام دی.

د دانش په خبره په نوي دهلېز سره به د افغانستان صادرات په اسانۍ لومړی هند او بیا نورې نړۍ ته رسېږي او دا کار د افغانستان پر اقتصادي وده ښه اغېز لري.

د ولسمشر دویم مرستیال وویل، د صادراتو وده د ملي یووالي حکومت له لومړیتوبونو وه او په دې برخه کې ښه پرمختگونه شوي دي.

سروردانش وایي، د هغه سفر پر مهال چې ده هند ته څو اوونۍ وړاندې درلود هندي چارواکو د کابل – ډیلي تر منځ له لومړي هوايي دهلېز څخه خوښي وښوده او د هر ډول همکاریو ژمنه یې ورسره وکړه.

غونډې ته په وینا د سوداگرۍ خونو مرستیال خان جان الکوزي وویل، د کابل – ډیلي ترمنځ دویم هوايي دهلېز افغان سوداگرو ته یو نوی فرصت دی، چې خپل توکي نورې نړۍ ته ولېږي.

د هغه په وینا په دې دهلېز سره به د افغانستان د صادراتو کچه لوړه او د دواړو هېوادونو تر منځ سوداگري پراخه شي.

د ځینو شمېرو له مخې دا مهال افغانستان او هند په خپلو کې په کلنۍ ډول شاوخوا ۶۰۰ میلونه ډالره سوداگري لري، چې د دویم هوايي دهلېز په پرانیستې سره د دې کچې تر یو ملیارد ډالرو د رسیدو اټکل شوی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون