روغتيا او ژوند

څلور لاملونه چې هېڅکله باید یخې اوبه ونه څښئ

یخې اوبه څښل، په ځانگړي ډول اوړي کې د گرمۍ احساس کموي. خو ایا کله مو هم فکر کړی چې دا مو پر روغتیا ناوړه اغېز لري؟

دلته له تاسې سره څلور هغه لاملونه چې له امله يي یخې اوبه باید ونه څښل شي شریکوو؛

۱- د هاضمې بهیر اغېزمنوي

یخې یا واوره لرونکې اوبه څښل د هاضمې پر بهیر ناوړه اغېز لري. یخې اوبه د وینې شریانونه تنگوي چې له همدې امله د هاضمې سیستم ورو کوي. کله چې خواړه په سمه توگه هضم نه شي، اړین وېټامینونه او گټور مواد يي هم بدن کې نه جذبېږي.

۲- د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي

له خوړو وروسته یخې اوبه څښل بدن کې په زیاته اندازه بلغم جوړوي. بدن کې د بلغم اضافي اندازه د بدن دفاعي سیستم فعالیتونه کموي او پایله کې يي انسان په اسانۍ سره په ناروغیو او زکام اخته کېږي.

که څه هم اغېز يي لږ دی، خو هغو کسانو ته چې بدن يي کمزوری وي یخې اوبه څښل د جدي روغتیايي ستونزو لامل گرځېدای شي.

۳- روغتیايي حالت مو نور هم خرابوي

د ماشومانو لپاره د حساسیت او اېمیونولوژي اروپايي ټولنې څېړنې ثابته کړې چې یخې اوبه ماشومانو کې د ساه بندۍ ناروغۍ لامل گرځي.

یوې بلې څېړنې ثابته کړې چې ۷٫۶ سلنه د سر درد یخې اوبو څښلو له امله رامنځ ته کېږي.  سربېره پر دې څېړونکي په دې باور دي چې په دوامداره توگه یخې اوبه څښل د نیم سري خطر هم زیاتوي.

۴- د ستونی درد لامل گرځي

یخې اوبه څښل د ستوني درد ناروغۍ خطر هم زیاتو

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون