ټکنالوژي

۸ هغه ځانگړنې چې گلکسي اېس۹/۹ پلس کې به تر سترگو شي

سامسنگ کمپنۍ تېر کال د گلکسي اېس لړۍ او د گلکسي نوټ لړۍ ځیرک موبایلونه نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړل چې د کاروونکو له تود هرکلي سره مخ شول خو ځینې نیوکې هم پرې وشوې.

سامسنگ گلکسي اېس۸، اېس۸ پلس او نوټ۸ د ۲۰۱۷ له غوره مخ‌پاڼې، پیاوړې کامرې او ښایسته ځیرکو موبایلونو څخه شمېرل کېدل خو دغو ځیرکو موبایلونو کې د گوتې نښې سېنسر موقعیت هغه څه و چې د دغو ځیرکو موبایلونو خوښوونکي يي نهیلي کړي ول.

سامسنگ کمپنۍ غواړي د راتلونکي کال لومړیو څلورو میاشتو کې گلکسي اېس۹ او اېس۹ پلس خرڅلاو ته وړاندې کړي چې د دغو ځیرکو موبایلونو ډیزاین برخه کې يي د کاروونکو نیوکې ځواب کړي دي.

دلته له تاسې سره د گلکسي اېس۹ او اېس۹ پلس هغه ځانگړنې چې باوري سرچینو له لوري افشا شوي شریکوو:

۱- ډیزاین

د گلکسي اېس۹ او اېس۹ پلس مخکینۍ برخې ډیزاین به گلکسي اېس۸ او اېس۸ پلس سره هېڅ توپیر ونه لري خو شاتنۍ برخه کې به ستر بدلون تر سترگو شي. سامسنگ دا ځل کامرې عمودي ډیزاین کړي او د گوتې نښې سېنسر يي د کامرې لاندې ځای پر ځای کړی.

۲- پروسېسر

دغه ځیرک موبایلونه به د کوالکوم کمپنۍ وروستی پروسېسر سنپ ډراگن ۸۴۵ سره وړاندې شي چې د پخوانۍ پروسېسر په پرتله به لږ تر لږه ۲۵٪ چټکه وي.

۳- کامره

د اېس۹ او اېس۹ پلس کامرې به هم د تېر کال ځیرکو موبایلونو په پرتله غوره وي او دغو کامرو کې به ځانگړی تمرکز د وېډیو جوړولو په پروسې وي. هېره دې نه وي چې دا ځل اېس۹ به یوې کامرې او اېس۹ پلس به له غبرگو کامرو سره کاروونکو ته وړاندې شي.

۴- رم

اېس۹ او اېس۹ پلس به د رم له نظره هم سره توپیر ولري. گلکسي اېس۹ به له څلور گېگابایټ رم او گلکسي اېس۹ پلس به شپږ گېگابایټ رم سره وړاندې شي.

۵- سپیکرې

سامسنگ کمپنۍ به دا ځل د لومړۍ ځل لپاره اېس۹ او اېس۹ پلس ځیرکو موبایلونو کې سټیریو ډوله سپیکرې وکاروي.

۶- د سترگو او څېرې پېژندلو ټکنالوژي

اېس۹ او اېس۹ پلس کې د سترگو او څېرې پېژندلو ټکنالوژۍ لپاره هم غوره او لوړ ریزلوشن لرونکې کامرې پام کې نیول شوي چې په مرسته يي د کاروونکو ځیرک موبایلونه به نور هم خوندي شي.

۷- هېډفون جک

سامسنگ کمپنۍ به راتلونکو ځیرکو موبایلونو کې هم هېډفون جک (د غوږۍ وصلولو ځانگړی ځای) اضافه کړي. داسې ښکاري چې سامسنگ دغه پرېکړه یوازې د خپلو کاروونکو زړه ساتلو په موخه کړې.

۸- عامل سیستم

دغه ځیرک موبایلونو به انډرایډ ۸٫۰ اوریو عامل سیستم سره وړاندې شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون