افغانستان سلايډ (فيچر)

د کابل برید کې د وژل شوو شمېر پنځوسو او د ټپيانو نوي کسانو ته پورته شو

د کابل ښار امنیتي سرچينې وايي، چې تېره ورځ د کابل ښار په لویديځ پل سوخته سيمه پر تبيان فرهنگي مرکز د بريد له امله د وژل شوو کسانو شمېر پنځوسو او د ټپيانو نوي کسانو ته پورته شوی دی.

تېره ورځ د مرغومي په اوومه يوه ځانمرگي بريدگر د کابل ښار په لويديځ پل سخته سيمه کې پر مزاري سړک تبيان فرهنگي مرکز کې د محصلينو او کارپوهانو پر يوې غونډې بريد وکړ، له ځانمرگي بريد وروسته په دغه مرکز کې دوه چاودنې هم شوي دي. طالبانو په دغه بريد کې لاس لرل رد کړي او داعش ډلې يې پړه منلې ده.

د تبیان مرکز مشر سيد حسین حسيني رسنيو ته ويلي، چې د پېښې ډېری قربانيان د پوهنتون محصلین، استادان او همدارنگه د ديني مدرسو استادان او شاگردان وو.

د حسيني په وينا په دغه بريد کې د تبيان فرهنگي مرکز او همدارنگه د صدی افغان خبري اژانس اووه تنه کار کوونکي هم وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د روغتیا وزارت يوه مسوول او سيد حسين حسيني ويلي، چې په دغه بريد کې د وژل شوو کسانو شمېر پنځوسو او د ټپيانو هغو نوي کسانو ته پورته شوی دی.

دا ځانمرگی بريد پر هغې غونډې شوی، چې پر افغانستان د پخواني شوروي پوځيانو د جدي د شپږمې په مناسبت جوړه شوې وه.

طالبانو په د غه بريد کې لاس لرل رد کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټ کې ويلي، چې دوی له رسنيو سره په چلند کې له بشپړ احتیاطه کار اخلي او دغه ډول بريدونو کې لاس نه لري.

داعش ډلې د دې بريد پړه منلې ده.

د خبريالانو د حقونو مدافعينو ټولنې پر صدای افغان او تبيان فرهنگي مرکز شوی بريد غندلی او له هغوی سره يې خپله خواخوږي ښوولې ده.

په دې وروستيو کې دا درېيم بريد دی، چې داعش يې د رسنيو پر مرکز کوي.

دغې ډلې څو مياشتې وړاندې په جلال اباد ښار کې د ملي راډيو ټلویزیون پر مرکز بريد کې شپږ تنه وژلي او شل نور ټپيان کړي وو. همدارنگه تېره مياشت يې کابل کې د شمشاد ټلويزيون پر مرکز بريد کې دوه ساتونکي وژلي او د ټلويزيون شل کار کوونکي ټپيان کړي وو.

د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ادارې «نی» روان ۲۰۱۷ کال په هېواد کې د خبريالانو لپاره خونړی بللی دی. د نی په وينا روان کال په افغانستان کې د خبريالانو پر ضد ۱۴۱ پېښې ثبت شوي. په دغو پېښو کې ۱۴ خبريالان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون