سلايډ (فيچر) نظر

د کولمبیا سوله او د افغانستان جگړه[1]

جامي شینک او مایکل کوگلمن[2]

ژباړه: ډاکټر فیض ځلاند

له ۵۲ کاله اوږدې جگړې  وروسته، تېره میاشت کولمبیا د بریالۍ سولې، لومړې کلېزه ونمانځله. جگړه د کولمبیا د حکومت او د کولمبیا د انقلابي مخالفو ځواکونو(Armed Revolutionary Forces in Colombia _ FARC ) ترمنځ وه. اوږده خو د بریالۍ سولې دا بحث ځینې درسونه د افغان جگړې د ختمیدو د پاره له ځان سره لري، چې باید ورته پام وشي. د افغانستان جگړه هم لکه د کولمبیا جگړه نه ختمیدونکي ښکاري ـ کوم چې د طالبانو له لورې په مخ وړل کیږي. افغان جگړه  ولسم ۱۷ کال ته داخله شوه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جگړه بللی کیږي.

له توپیرونو سره، سره ورتوالی:

له بده مرغه، هغه څه چې په کولمبیا کې د سولې له بریالیتوب سره مرسته وکړه، هغه توکې په افغان شخړه کې نه ترسترگو کیږي، خو بیا هم  د پرتلیز جاج په پایله کې  به د کولمبیا او افغان سولې په لورې د حرکت ځینې مهم درسونه وړاندې کړو.

په پیل کې کولمبیا او افغانستان کیدای شې ډېر سره ورته ښکاره نه شي. کولمبیا  متوسط اقتصاد لرونکی هیواد دی، چېرته چې دولتي اداره نسبتا ښه کار کوي. له بل پلوه، افغانستان په نړۍ کې یو له ډېرو غریبو هیوادونو څخه دی،  د حکومت واگې په کې ډېره کمزورې دي، حتی حکومت په کې له کابل ښاره بهر نه محسوسیږي، کوم چې د هیواد پلازمینه ده. په پرتلیزه توگه د افغانستان خطرناک او ماتیدونکي گاونډیان چې پاکستان او د منځنې اسیا هیوادونه دي، بله لور ته د کولمبیا گاونډي هیوادونه نسبتا ارامه او په ځان بسیا دي، یوازې د وینزویلا هیواد په وروستیو کې له اقتصادي کړکیچ سره مخ شوی دی.  دارنگه، کولمبیا د نړۍ د زبرځواکونو د جگړې او رقابت ډگر نه دی، خو افغانستان بیا له ډېره وخت د امریکا، پاکستان، ایران، روسیې او دارنگه په زیاتیدونکي توگه د چین د رقابت ډگر بللی کیږي.

لا هم، که چېرته له نژدې دا دواړه هیوادونه وکتلی شي، ډېر ورته والی به هم په کې پیدا کړو، په ځانگړې توگه د شخړې د لاملونو، اوږدوالي او ډول اړوند.

لومړی: دواړه طالبان او فارک جنگیالي د پولې په دواړو غاړو کې پټنځایونه لري، لکه څنگه چې طالبان پاکستان د خپل مرکز په توگه استعمالوي، فارک بیا د کولمبیا، ایکوادور او وینزویلا هیوادنو تر منځ د پولې په اوږدو کې، چېرته چې د دې هیوادونو ترمنځ د پولې د گزمې او سرحدي قوتونو نه شتون څخه گټه پورته کوي. د ۲۰۰۸ کال ځینې اسناد دا په گوته کوي چې د وینزویلا فقید مشر هوگو چاویز فارک ته رسمي اجازه ورکړي وه چې د سرحد په اوږدو کې له سیمو نوموړي جنگیالي د پټنځایونو په توگه گټه پورته کړي. هوگو چاویز د فارک جنگیالي خپل ستراتیژیک ملگري گڼل، چاویز په دې باور و چې د فارک جنگیالي د کولمبیا او امریکا په ضد د دوی ستراتیژیک ملگري دي.

په ورته توگه، پاکستان طالبان خپل ستراتیژیک ملگري گڼي، تر څو د پاکستان په گټه د هندوستان مخ په پراخیدونکی اغېز په افغانستان او سیمه کې را کم کړي، دارنگه د افغانستان د هندوستان په ملاتړ تگلاره له ماتې سره مخ کړي.

دویم: فارک او طالبان دواړه د مخدره توکو په قاچاق او کاروبار کې ونډه لري. لکه څنگه چې طالبان د مخدره توکو په کرکیلي او قاچاق کې ونډه لري، دارنگه فارک د کوکا[3] ( یو ډول بوټی) په کرکیلي او دارنگه د کوکاینو په قاچاق کې برخه لري. د مخدره توکو د مافیا موجودیت بل ورته والی دی چې د طالبانو او فارک په ځواکونو کې ترسترگو کیږي، کوم چې غواړې د جگړې ساحه پراخه شي، جگړه وغځیږي، تر څو دوی ترې د خپل کاروبار د ادامې او پراخوالي د پاره گټه واخلي.

درېیم: امریکا په دواړوه هیوادونو کې مهم خو په لږ څه توپیر سره کردار لوبوي.  د امریکا مرسته له کولمبیا سره، د کولمبیا د ځواکونو د روزنې  په برخه کې  تر لس ميلياردو ډالرو پورې رسیږي چې د پرمختگ په چارو کې ترې هم گټه پورته کیږي. همدا مرستې، په افغانستان کې ( چیرته چې د دولت ځواکونه ډېر کمزوري، ویشلي او د جگړې په ډگر کې غیری اغېزناک دي، امریکا په افغانستان کې د ځواکونو په روزنه کې له ډېرو ستونزو سره مخ ده)، ولې په کولمبیا کې د ځواکونو روزنې د جگړې ډگر د دولت په گټه تمام کړی دی. دولت په دې توانیدلی چې جگړه کې اغېزناک او ځواکمن کردار ولوبوي. همدې کار د کولمبیا سولې ته لار اسانه کړه.

د کولمبیا د سولې یون چې له گڼو ناکامیو سره مخ و، بالاخره په ۲۰۱۶ کې بریالیتوب ته ورسېده. د کولمبیا د سولې سفر په ۱۹۸۰ یمې لسیزې کې پیل شو، کولمبیا درې ځلې د سولې ستر تړونونه ترسره کړل تر څو فارک سره سوله حتمي او بریالي کړي. په ۱۹۸۴ کې په لومړي ځل د سولې تماسونه ونیول شول، دا تماسونه هغه وخت له ناکامۍ سره مخ شول چې کله د فارک تازه دمي له سولې سره یو ځای شوي مشران د د دولت د نیمه نظامي جوړښتونو لخوا ترور شول، کومو چې نوی سیاسي گوند جوړ کړی و، غوښتل یې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

د کولمبیا د سولې اوږد سفر:

په  ۱۹۹۱ کې بله د سولې ناکامه هڅه وشوه. فارک او حکومت په ۱۹۹۹ کې یو ځل بیا د سولې تړون ته مخه کړه. فارک په دې وخت کې له ځواکمن درېځه د سولې خبرې ترسره کولې، کوم چې د سولې د خبرو د ناکامۍ سبب شو. په حقیقت کې د دې لپاره چې د سولې خبرې، اترې بریالۍ شي، د کولمبیا حکومت خپل پوځونه، د کولمبیا په سویل کې له ۴۲۰۰۰ کیلومتره ځمکې ( خاورې) څخه را په شا کړل، کوم چې د فارک د جنگیالو په زړه کې پرته سیمه وه.  کله چې د سولې خبرې د درېو کلنو لپاره وغځول شوې، په فارک جگړه مارو تور پورې شو چې هغوی له دې ( اوربند) سیمې څخه د ځان په گټه استفاده کوي، جلب او جذب کوي، د بیا ځلې پیاوړي کیدو لپاره تیاری نیسي، د کوکاینو د بازار په توگه نوموړې ساحه استعمالوي تر څو ترې په راتلونکې جگړه کې د تمویل لپاره کار واخلي. بالاخره، د کولمبیا پوځونه په ۲۰۰۰ کال کې د بیا ځلې د پاره نوموړې سیمې ته ننوتل.

 کله چې ولسمشر جان منول سنتوز د حکومت چارې په واک کې واخیستې، په ۲۰۱۰ کې، د امریکا په ملاتړ د هغه پخواني مشر د فارک ځواکونه د جگړې په ډگر کې سخت ځپلي او کمزوري کړي وو. هوایي ځواکونو د فارک لوړ پوړي مشران چې شمیر یې۵۳ رسیده وژلي وو، د فارک د جنگیالیو لیکې یې سره بیلې کړې وې، د فارک ځواکونه له شل زره ۲۰۰۰۰ شمیر څخه اوه زرو ۷۰۰۰ تنو ته را کم شوی وو. په ۲۰۱۶ کې، فارک سره له دې چې ډېر کمزوری شوی و، د همکارۍ څخه په شا شو، خو د سولې د خبرو پیل ته یې زړه ښه کړ، کومې چې د سنتوز له حکومت سره پیل شوي.

په رسمي توگه د فارک او حکومت تر منځ د سولې خبرې په هوانا ښار کې، په ۲۰۱۲ کې پیل شوي کومې چې د سولې د څلورم ځل خبرې وي. څلور کاله وروسته د سولې خبرې بریالۍ شوې، پایله یې معلومه شوه، کوم چې د افغانستان د پاره ښه درس کیدای شي.

د دريو لسیزو ناکامو هڅو او بالاخره د سولې بریالیتوب د افغانستان لپاره درې نه هڅوونکي درسونه له ځانه سره لري:

لومړی: د سولې خبرې به تر هغو بریالۍ نه شې چې د حکومت مخالفې جگړه مارې ډلې په ځواکمن حالت کې وي،  کوم چې کیدای شي د مخدره توکو له کرکیلې او قاچاق سره تړلي وي، د بشري حقونو ناقضین وي. ځینې کارپوهان د فارک سره د سولې بریالیتوب د کولمبیا د نظامي ځواکونو په بریالیتوب پورې تړلې بولي، ځکه په ۲۰۱۶ کې کولمبیا ځواکمن او په ځان بسیا پوځ درلود. کله چې د فارک جگړه مار په نظامي ډگر کې مات شول، له هغه وروسته هغوی په دې لټه کې شول چې د سولې له لارې کولی شي خپلې ځینې موخې تر لاسه کړي، ځکه یې سولې ته غاړه کېښوده.

همدا تگلاره د ټرمپ ستراتیژي افغانستان ته په گټه بولي، چې له مخې به یې د طالبانو په سنگرونو ځواکمن بریدونه وشي، هغوی به کمزوري کړای شي، تر څو د سولې حل ته مجبور کړای شي. سره له دې چې دلته باید د افغان حکومت وړتیا لوړه شي، نسبت  د کولمبیا دظرفیت په پرتله. افغان نظامي ځواکونه سره له دې چې دوه لسیزه د امریکایانو له لورې تر روزنې او نظامي مرستې لاندې دي، په جگړه کې له اساسي ستونزو او نیمگړتیاو سره مخ دي ـ دوی لا هم هوایي ځواک نه لري او د استخباراتي معلوماتو تشه په کې تر سترگو کیږي. دوی حتی د امریکایي ځواکونو سره په گډه د نظامي عملیاتو د ترسره کولو جوگه هم نه دي، تر څو له دې لارې طالبانو ته زیان واړوي.  په پراخه کچه، د امریکا څه د پاسه سل زره ۱۰۰۰۰ پوځیان په دې ونه توانیدل چې طالبان مات کړي، په ۲۰۱۰ ـ ۲۰۱۱ کې، کله چې د امریکایي پوځیانو د زیاتوالي اوج وو، ډېر کم څه بدلون یې په جگړه کې راوستلو، نو څنگه به اوس د ۱۵۰۰۰ امریکایي پوځیانو په زیاتولو سره کوم د پام وړ بدلون د جگړې په برخه کې رامنځته کړي.

دویم: د جگړې سیمه‌يیز لوری باید د سولې خبرو د پیل په برخه کې لازمه دنده ترسره کړي. چاویز او د کیوبا مشر فیدرل کاسترو دواړو په فارک فشار راوړ چې وسلې پر ځمکه کیږدي او سولې ته غاړه کیږدي. له دې فشارونو سره، په هاوانا کې د کاسترو په کوربتوب، فارک جگړه مارانو د سولې بریالیو خبرو ته زړه ښه کړ. ولسمشر سنتوز د کاسترو کردار ته ښه پام و، هغه وویل ( فیدرل کاسترو د ژوند په پای کې په دې پوه شوی و چې جگړه او وسله پورته کول د بدلون ښه او مناسبه لار نه ده، په همدې خاطر، هغه د جگړې په پای ته رسولو کې ارزښتناک کردار ولوباوه.)

په دې برخه کې، امکان لري چې له طالبانو سره بریالۍ د سولې خبرې ترسره شي که چیرته پاکستان طالبان د سولې خبرو ته اړ کړي.  مگر اسلام اباد دعوه لري چې د دوی اغېز په طالبانو وار دمخه ډېر را کم شوی دی. دا حقیقت دی، چې د پاکستان اغېز او کردار داسې نه دی لکه څنگه چې د وینزویلا او کیوبا په فارک جنگیالیو وو. ځینې طالبان، په ځانگړې توگه مشران طالبان دا وایې چې دوی په پاکستان باور نه لري، دوی په دې ډېر خفه دي چې څنگه پاکستان د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي. له بل لورې، امریکایانو خو حتی پاکستان په دې تورن کړی چې پاکستان طالبان هڅوي چې د سولې خبرې رد کړي.

درېیم: سره له دې چې نړیوال ملاتړ مهم دی، خو د سولې خبرې اترې باید له بهرني اغېز څخه خوندې ترسره شي. د فارک او حکومت تر منځ په خبرو اترو کې نړیوال ملاتړ ډېر ارزښتناک او اغېزناک و. د کیوبا او ناروې پلاوو د خبرو اترو د ضمانت کوونکو دنده ترسره کړه، کله چې په ۲۰۱۶ کې د سولې تړون ترسره شو. خو مهمه دا وه چې دې دواړو لوریو د سولې د خبرو اترو په اوږدو کې وړاندیزونه نه لرل، نه یې هم له کوم لورې ملاتړ کاوه، بیخې بې پرې کردار یې لوباوه، ځکه خو د بهرنیو لاس وهنو مخه باید ډب شي، چې همداسې وشول، د کولمبیا سوله، د کولمبیانو له لورې، د کولمبیا لپاره وه.

یو ځل بیا دا درسونه د افغانستان لپاره ډېر عملي نه دي. ښه خبره دا ده چې نړیوال د افغانستان د سولې په اړه یوه خوله دي. نړیواله ټولنه غواړي په افغان سوله کې مرستندویه کردار ولوبوي. امریکا، افغانستان، پاکستان او چین څو ځلې په دې خبرې کړي چې څنگه د افغان سولې پروسه پیل کړي. سره له دې چې پاکستان په تاریخي لحاظ په افغانستان کې لاس وهنې کړي، په دې وروستیو کې له طالبانو او حقاني ډلې څخه نیغ په نیغه ملاتړ کوي، پاکستان به په افغان کشاله کې له لاس وهنې لاس په سر نه شي ـ له دې امله د سولې په رسمي ناستو کې به د پاکستان لاس وهنه موجوده وي،  سره له دې چې اسلام اباد په تکراري توگه د خپل رغنده کردار ډاډ ورکوي او وایې چې اسلام اباد به له هغې پروسې ملاتړ وکړې چې د افغانانو لخوا د افغانانو لپاره په لاره اچولی کیږي.           ‍‍

د پاکستان لخوا ـ یا د نورو هیوادونو لکه امریکا، چین، ایران، روسیې او نورو هیوادونو لخوا په افغانستان کې د سولې د پروسې د پیل او ملاتړ اغېز باید له پامه ونه غورځولی شي، دا ټول مهم کردار لوبولی شي. هغه کلیدې اسباب چې په کولمبیا کې د سولې سبب شول، په افغانستان کې نشته یا نه تر سترگو کیږي، یا دا چې د هغوی ژر رامنځته کېدل ناشونی ښکاري.

دا اسباب چې د کولمبیا د سولې دلایل یې بللی شو لاندې دې:

  • د جگړې په ډگر کې د مخالفینو کمزورتیا
  • د مخالفینو د بهرنیو ملاتړو فشار چې سولې ته باید غاړه کیږدي.
  • او کنترول شوي د سولې خبرې اترې، تر څو د بهرنیانو د اغیز مخه ډب شي.

له دې امله، داسې ویلی شو چې افغانستان به لا هم د ډېرو کلنو لپاره د جگړې ډگر اووسي. مثبت فکر کوونکی به په دې فکر وي چې د افغانستان جگړه به په لنډو کلنو کې پای ته ورسیږي، مناسب شرایط به ژر رامنځته شي چې د جگړې د ختمیدو سبب به شي. د اوږد مهال پاره په جگړې کې د قربانیو ورکوونکی افغان ولس چې د ملکي وژنو شمیر یې په روان کال کې اوج ته رسیدلی په یو لید لوري هم باور نه لري تر څو د دوی ژوند ته سوکالې راوړي.

[1] https://thediplomat.com/2017/12/what-peace-in-colombia-teaches-us-about-war-in-afghanistan/ ددې لیکنې اینګلیسې بڼه په دیپلمات کې په دې پته لوستلی شي.

[2] Jamie Shenk and Michael Kugelman

[3] Coca

ډاکټر ځلاند

ډاکټر ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او سياسي فعال دی.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون