پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

ایران: له تېرو دريو ورځو راهیسې د حکومت پر ضد لاریونونه روان دي

د ایران پلازمېنې تهران په گډون د دغه هېواد په اصفهان، کرمانشا، رشت، قم، همدان، قزوين او نورو ښارونو کې له تېرو دريو ورځو راهيسې د حکومت پر ضد لاريونونه روان دي.

ایراني رسنۍ وايي، چې دغه لاریونونه د بيو د لوړوالي پر ضد پيل شوي وو، خو وروسته يې ويناوالو د حکومت پر بهرنۍ تگلارې نيوکې پيل کړې.

د راپورونو له مخې امنيتي ځواکونو په اصفهان، کرمانشا او پلازمېنې تهران کې يو شمېر لاريونوال نيولي هم دي.

دا لومړی ځل دی، چې په ایران کې د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه‌يي پر ضد شعارونه ورکول کېږي او لاريونوال په سوريې او عراق کې د ایران په لاسوهنو څرگندې نيوکې کوي.

د ۲۰۰۹ له ولسمشريزو ټاکنو وروسته د لومړي ځل لپاره په ایران کې پراخ لاريونونه روان دي او لاریونوال ټينگار کوي، چې حکومت دې د سوريې او عراق پر ځای د خپل ولس ژوند او هوساینې ته پاملرنه وکړي.

لاريونوال په خپلو شعارونو کې وایي: «سوريه پرېږدئ زموږ غم وخورئ»

په ایران کې پر ناقانونه غونډو او مظاهرو بنديز دی او له همدې امله د ایران په گڼو ښارونو کې لسگونه لاريونوال نيول شوي دي.

ایراني چارواکو ويلي، که هر څوک د ایران د اساسي قانون پر ضد څرگندونې او فعاليتونه وکړي، دوی به يې له ځنډ پرته ونيسي او محکمې ته به يې وسپاري.

د ایران ولسمشر حسن روحاني له خپل ولس سره ژمنه کړې، چې د اټومي تړون د هوکړې پر مټ به خپل اقتصادي حالت ښه کړي او د بنديزونو په پورته کولو به په خپل هېواد کې د انفلاسیون مخنيوی وکړي او خلکو ته به کاري فرصتونه زيات کړي، خو لاريونوال ټينگار کوي، چې په هېواد کې اقتصادي حالت ورځ تر بلې مخ پر ځوړ دی او حکومتي چارواکي د ایراني خلکو ماليې او حقونه په سوريې او نورو هېوادونو کې لگوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون